بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


د دهقان د جشن ورځ ولمانځى

نوروز کومه مذهبى ميله یا نه ده دا عنعنوى ميله ده د دهقان ورځ ده ،  د نوى لمريز کال پیل اود پسرلى فصل پیل دی یوتعداد پاکستانى  ملايأنو جاسوسانو دا خبره کړى او کوى چى د کال اوله ورځ نوروز تجلیل حرام دی دا په دی معنی چې خلک خوشحالى ونه کړى او بله دا چى دا يوه اقتصادى ضربه ده چى پاکستان او د هغه پورى منصوب ملايان يى هيواد ته ورکوى هيڅ نوع مذهبى بڼه نلرى بندښت نه شته د دهقان د ورځى لمانځل د نورو عادى ورځو په څير ده په مزار شريف کى د ګل سرخ په نامه ميله په ننګرهار کى د نارنج ګل په نامه مي

18.03.2017 هاشمی

هجو افتخارات کذایی 

تغییر محور های تمدنی، تاریخ فراز و فرود کشور ها را در نوسان داشتن و نداشتن به جلو می برد. افغانستان ما، در قرون اخیر، در خوب ترین ظهور تمدنی و تاریخی، چند مرحله ی شکل، تمامیت ارضی، دولت و نوعیت رژیم هایی را دربر می گیرد که از 1747 تا 7 ثور سال 1357 شمسی، شکل سیاسی در گسترده گی (احمد شاه ابدالی)، مبارزه ی ملی در نضج ملت (مبارزه بر ضد استعمار انگلیس)، اقتدار و شگوفایی مرکز محور (امیر عبدالرحمن خان)، ادامه ی عمران و آبادی در بسط تجربیات آزادی ها و معارف (امیر حبیب الله خان)، سلطنت مردمسالار در ف

16.03.2017 مصطفی «عمرزی» 

په اسلام کې تړونونه : د څلورمې برخې پاتې ...

په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول تـړونـونه ژباړن : عبدالله دانشیار ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د څلورمې برخې پاتې لیکنه .... ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ د بل طرفه د تړون ماتیدل د ذمې د عقد ماتول : د مالکیانو ، حنابله وو او شافعیانو په نزد د ذمې تړون هغه وخت ماتیږي چې اهل ذمه یو له لاندې سرغړونو څخه د کومې سرغړونې مرتکب وګرځي : لومړی : د مسلمانانو سره جنګ

15.03.2017 عبدالله دانشیار

هشت مارچ را چرا تجلیل مینمائیم؟

مقالات، تصاویر، صداها و نداهای در مورد روز هشت مارچ و حقوق زنان خوشبختانه مطبوعات و شبکه های اجتماعی را فرا گرفته است. هشت مارچ يکی از روزهایی بین المللی و دست آورد مشترک جهانی است كه مردمان عدالت پسند و ترقیخواه گیتی آن را جشن می گیرند. اما در بعضی مقالات و در صفحات فیسبوکی نظریات منفی نیز در این مورد انتشار یافته است. در حالیکه پروسۀ گلوبالیستی (جهانی شدن) در ساحۀ سیاسی و اجتماعی موازی با بخش تکنولوژی و اقتصادی در تمام کشورهای دنیا به سرعت بیشتر از پیش ادامه دارد، اما بعضی ها تلاش مینمایند

14.03.2017 نور محمد غفوری

په اسلام کې تړونونه : څلورمه برخه

په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول تـړونـونه ژباړن : عبدالله دانشیار   ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ څلورمه برخه د تړونونو ماتول لکه څنګه چې وویل شول تړون د مسلمانانو او د نورو تر منځ ترسره کیږي نو په دې اساس کیدای شي چې د یوه طرفه تړون مات شي ، هڅه کوو چې دلته یوه رڼا واچوو چې څومره باید دواړه اړخونه متني او روحي ډول سره  تړون ته ژمن وي . لومړی :

11.03.2017 عبدالله دانشیار

مــنـور بـودا د دین او دنیا په  مینځ  کې 

۱۰ مارچ ۲۰۱۷=۲۰ کب/حوت ۱۳۹۵هجري لمریز  zirakyar1234@yahoo.com   روڼ  آنـدی بودا په کایلاوستو[نیپال] کې د موسی(ء) له مړینې نه نږدې ۷۰۰کالونه وروسته زیـږېدلی و(نږدې ۵۶۳ ق.م.) او نږدې په ۴۸۰ ق.م. کې  یې له  نړۍ سترګې پټې کړې وې. هغه  د سکیا قوم  د  مشرپه کور کې زیـږیدلی  و. ولولئ د امریکایي اکاډمیسن او  د تاریخ د  پوهاند ولپیرت کتاب  Stanley Wolpert, A New History of India (1982 ed.).  د یویشتمې

11.03.2017 ډاکتر رحمت ربی ځیرکیــار

ولسمشره علومو اکاډمي وژغوره

ولسمشره علومو اکاډمي وژغوره قدرت الله کریمي ــ کابل نړۍ کې اکاډمیک مرکزونه دسیاسي ، قومي ، ژبني او سمتي کشمکشونو پاک او مبرا وي ، کله چې هیواد کې ځانغواړي سیاسي او اجتماعي حرکتونه تاوجن کیږي اکاډمیک مرکزونه ورته له ملي اوعقلي زاویې ګوري او عادلانه قضاوت کوي ، ولس هم پرې باور کوي ، خو که دا علمي هسته ګمراه کیږي او یا په سیاسي ، قومي او ژبني امراضو اخته کیږي حتمي ده چې د هیواد ګټلی حیثیت بایلل کیږي چې بیاځلي اعاده يې ناشونې ده.په خواشینی چې دافغانستان علومو اکاډمي د سیاسي ، ق

10.03.2017 قدرت الله کریمي

لنډه کیسه:دیوې جرګې کیسه:

جمال خان راته کړل(ویل یې): دجرګوډیرې کیسې مې اوریدلې دي. دکوڅې اوکلي له جرګونه نیولې بیا ان ترلویوجرګوپورې.داجرګه چې زه یې اوس کیسه کوم د«ډیورنډ»دخیالي کرښې نه اخواته دپښتنو قبایلوپه کومه سیمه کې سرته رسیدلې ده. ددې جرګې کیسه راته پنځوس شپیته کاله پخوایوسپین ږیري چې په ژمي کې دډبې پیتاوي ته ناست وو، کوله. دجرګې ځای، دسړونومونه، دښځې نوم اونورټول پې ما ایښودلي دي.اصلي یاخپل نومونه یې نه دي. وایي چې:دقنداروډاګ په سیمه،سره کمر،شیخ بابا،امبار، چارمنګ،باجوړاوی

08.03.2017 محمدعیان«عیان»

ښوونه څه ته وایی؟

ښوونه څه ته وایی؟ ښوونه یو ځانګړې معرفت غوښتونکې کړنه ده، چې ددې په رڼا کې زده کوونکی د ښوونکي لارښوونه او هدایات، علم، مهارت او وړتیا ترلاسه کوي. ښوونه د زده کوونکي د معرفت غوښتنې د پراختیا او قابلیت مهم عامل د نړۍ لید او شخصیت جوړونې او انساني لوړو خویونو او د ښکلا خوښونې د احساس هڅول دي. معلومات او ښوونه یو له بله سره ډېرې مستقیمي اړیکي لري، په بله ژبه معلومات د ښوونې نتیجه او ښوونه د معلوماتو د لاسته راوړلو لپاره اساسي لاره ده. د روزنې د پرمختګ او د انسان د شخصیت په جو

08.03.2017 ښویالی محمد شفیق شرفزی

”ښځې منبع الفساد دي!!‟

تېز باران خړه ځمه تور رنګې کړې وه، په لاره کې دوو چادري کړو میرمنو موټر ته لاس ورکړ، ملا موټروان موټر ورته ودراوه او مېرمنې موټر ته راپورته شوې. لږ وړاندې موټروان ور سره خبرې پیل کړې لومړی د حجاب، ستر، اسلام، جهاد او… خبرې ورپسې ورو ورو ټوکې شوې، مېرمنې چوپ وې خو د مولانا صاحب ببره خوله یو طرفه ښورېده، ورپسې یې مخ ور وګرځاوه نیمه ږېره یې را ووته او نیمه نوره یې لا په ګرېوانه کې بنده وه وې سخت ښه عطر مو وهلي سړی لیونی کوي…. ښځې بیا هم چوپ وې. زه حیران وم چې دا څه

08.03.2017 توریالی ملیار

روځ مو مبارک

روځ دمبارک د لمانځغونډی لپاره یی یوه میاشت مخکی لا کار شروع کړۍ وو ،د موجوده تخصیصیی تر څنګ یی د دوستو هیوادونو د سفارتونو اونړیوالو اړوندو ادارو څخه هم پیسي (فــنـډ) ترلاسه کړۍ وو، د اړوندو اورګانونو سره په همغږۍ یی هر اړخیز پروګرام جوړ کړۍ وو، یعنی د دولتی چارواکو- زور واکو تر څنګ یی دینی عالمانو اومدنی ټولنو ته لا د مخه خبر ورکړۍ وو،د لمانځغونډي د پای د رنګینیو لپاره یی اروپایی میشتی افغانه سندرغاړی هم سپیشل را غوښتي وه، اوالبته دغه ټول راغوښتل شوی ښاغلی او آغلي هغه څوک وو چی

07.03.2017 محمدربی آماج

زیات خوراک او ضايع کول د نړۍ پنځمه برخه خواړه ضايع کوي‎

د نوو څيړنو له مخې د نړۍ پنځمه برخه خواړه چې تقريباً د نړۍ ۲۰ سلنه خواړه جوړوي د اندازې څخه د زياتو خوړو د خوراک او ضايع کولو يعنې د ليرې غورځولو پواسطه ضايع او د کاره غورځول کيږي . څيړونکي وايي چې د نړۍ وګړي د نړۍ د غذا شاوخوا ۱۰ سلنه دخپلې اړتيا څخه زيات مصرفوي او په عين حال کې د نړيوالو خوړو ۹ سلنه خواړه ضايع او ليرې غورځول کيږي د ټيم څيړونکي وايي بايد هڅه وشي چي ترڅو د بيليونه ټنه خواړو د ضايع کيدو مخه ونيول شي او د نړۍ د خوړو تحفظ او امنيت لا ښه شي چې تر څو د هر وګړي لپاره خو

07.03.2017 فضل الدين احسان بنوزی

موسهی د تروریستانو ځاله

د موسهی ولسوالی د کابل په جنوب کې او د کابل ښار څخه په ۲۵ کیلو متری کې موقعیت لري چې نفوس يي ۳۰۰۰۰ تنه اټکل شویده .‎ وګړي يي اکثریت پښتانه او اقلیت يي تاجک دې چې په پښتو او دری ژبو خبری کوي ، موسهی ولسوالی د کابل د خاکجبار، بګرامیو ،چهار آسیاب او د لوګر ولایت د ازرې ولسوالی سره ګډه پوله لري ، موسهی ولسوالی یوي غرییزه دره ده او ښایسته د شفافو اوبو سیند هم په کې جاري دی چې جنت غوندې یی دغه ولسوالی ښایسته کړیده ، خو زه دغلته د موسهي د هغي رازونو څخه پرده پورته کوم چې یا خو د چا و

07.03.2017 محمدرفیع یادګاری

په اسلام کې تړونونه : دریمه برخه

په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول تـړونـونه ژباړه : عبدالله دانشیار _____________ دریمه برخه د تړونونو ډولونه په اسلام کې تړونونه په دوه ډوله دي : ۱ : دایمي تړونونه ( اوږد مهاله تړونونه ) ۲ : مؤقت تړونونه ( لنډ مهاله تړونونه ) دایمي تړونونه ( اوږد مهاله تړونونه  ) دایمي تړونونه هغه دي چې د امام لپاره جایز نه دي چې مات یې کړي ولو که چیرې یې په ماتولو کې مصلحت هم وو ،  تر هغه چې دوهم طرف د تړون د احکامو مخالفت و

06.03.2017 عبدالله دانشیار

ماشومان دانټرنیټ له ګواښونو خوندی کړی

اغامحمد (حیدری) ماشومان دانټرنیټ له ګواښونو خوندی کړی : لکه څرنګه چی انټرنیټ نه په نړی کی خلک په مختلیفو برخوکی کار اخلی لکه (زده کړه ، روغتیا ، زراعت ، امنیت ، څیړنی ) اوداسی نور، ماشومان هم د نورو خلکو په ډول د انټرنیټ له کارولو خوند اخلی کوښښ کوی چی هر وخت له ملګروسره انلین چټ ، لوبی وکړی اویوبل ته تصویرونه او غږیز پیغامونه ولیږی ، اوس پوښتنه داده چی څنګه کولای شوماشومان د انټرنیټ له ګواښونو خوندی کړو هغه ګواښونه کوم دی چی د انټرنیټ په خیالی نړی کی ماشومان ورسره مخ کیږی .

06.03.2017 آغامحمد (حیدری)

د لغمان اوسنی وضعیت؟!

لغمان د افغانستان يو له ختيځو ولايتونو څخه دى، دا ولايت په ١٣٤٣ لمريز کال کې تاسيس شوى دى، مرکز يې د مهترلام ښار دى. لغمان ولايت  ۳٬

06.03.2017 نیک مل

بدبخته کلی

له زرو کورونو جوړ کلی چی کابو (۳۰) دیرش کیلو متره له ښاره لېری واقع ده خو دیرش چنده تر ښار محروم اوله هرڅه بی خبره دی. هغه کلی چی په کلو کلو یی شور نه دی کړی او د یوې بدرنګې خاموشۍ په غیږ کې یې پناه اخسیتي ده .هغه کلی چې له درده او زګېروي پرته یې شپه هم نه ده تېره ، له دردونو موړ او له ژړاوو ستړې یوه سیمه چې نور یې هر څه ته له وسه تېره ده. داسې یو کلی چې زر سره کورونه یې زر زندانونه دي،او هره ورځ پکې د زرو خویندو زر ارمانونه تر پښو لاندې کېږې. داسې یو کلی چې بچیان یې په یووی

06.03.2017 بری ابراهیم

په اسلام کې تړونونه : دوهمه برخه

په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول : تـړونـونه ژباړه : عبدالله دانشیار ــــــــــــــــــــــــــــ دوهمه برخه د تړون د صحیح کیدو شرطونه لومړی : باید د شریعت له احکامو څخه د هیڅ یوه حکم مخالف نه وي (۱) ، ځکه چې شرعي احکامو ته ژمن پاتی کیدل په شرعي دلیل واجب دی . رسول الله r فرمايي : ( ما کان من شرط لیس في کتاب الله فهو باطل و ان کان مائة شرط فقضاء الله أحق و شرط الله أوثق ) (۲) هر هغه شرط چې د الله Y په کتاب کې نه وي ، هغه باطل دی ولو که سل

04.03.2017 عبدالله دانشیار

پریشانه ولولې

پریشانه ولولې د ارواښاد خیال محمد کټوازي صیب هـغه شعري ټولګه ده چې په( ۱۳۸۳) لمریز کال کې دمیوندخپرندویه ټولنې له خوا د چاپه راوتلې ده۰ نوموړې شعري ټولګه چې شاو خــوا ( ۱۱۲) قطعه اشعارو ته په ( ۱۱۷) مخونو کې ځای ورکړل شوی په مختلفو فورمونو کې لکه حماسي د مینې او محبت ، غزل لنډۍ ،څـــلوریزې ،لوبې ،بګتۍ او نظمونو په ډول راوستل شوي چې یو شمیریې د (رڼا بهیر )تر سرلیک د کتوازي صیب دلمړنۍ شعري ټولګې څخه چې په (۱۳۸۵) ه ش کې دچاپه راوتلې ده را نقل شوي او څـــه یې بیا د څرخي پله زندان د وختونو

04.03.2017 الحاج سمیع الدین افغاني

په اسلام کې تړونونه

په اسلام کې د نړیوالو روابطو اصول دریم څپرکی تـړونـونه لیکوال : عمر احمد الفرجاني ژباړن : عبدالله دانشیار ______________________             تړونونه لومړۍ برخه تړونونو ته درناوی او مشروعیت یې : اسلام تړونونو ته درناوی لري او تر هغه ورته ژمن پاتي کیږي چې تر څو مقابل لوری پری ژمن پاتي وي او څیړونکی نشي کولی چې یوه داسې وړه نښه پیدا کړي چې اسلام دې پکې له هغه تړونونو څخه چې له نورو سره یې کړي ، کوم تړون مات

01.03.2017 عبدالله دانشیار

من الفجر.....الی......طلوع الشمس

(لاتناموا عن طلب آرزاقکم فیما بین صلاة الفجر الی طلوع الشمس) حضرت فاطمة رضي الله تعالی عنها وایی کومه ورځ کورکي دسهار له لمانځه څخه وروسته مي څنګ لګولی وو، دویدیدو په حال کي وم، چې خوږ بابک مي خوا ته راغی ویی ښورولم او راته يی وویل لورکۍ پورته شه دخپل رب د رزقونه مشاهده وکړه، سستي او غفلت مکوه، ایا نه يی خبره چې الله پاک دفجر له دراښکاره کیدلو او دلمر دراختلو ترمنځ وخت کي انسانانو باندي روزي ویشي. تیره ورځ مي له یو ملګري سره سهار وختي پاڅیدلو باندي خبره کوله، ملګري راته وویل چي زم

24.02.2017 بخت الرحمن بخت

ګوګل پښتو ژباړن او دمورنیو ژبو نړیواله ورځ

ګوګل پښتو ژباړن او دمورنیو ژبو نړیواله ورځ د پښتو ژبې په سلګونو زرو مینه والو دانټرنټ له لارې له ګوګل څخه غوښتنه کړې وه، چې پښتو ژبه چې له ۷۰ میلونو زیات ویونکي لري، د ګوګل پشتو ژباړې ته ورداخله کړي .په زرګونوپوهانو، لیکوالانو، څیړونکواو د پښتو ژبې او کولتور خدمتګارانو او په ځانګړي ډول د هیواد بهر او دننه د پښتنو ځوان کول (نسل) پکې په خپله خوښه په وړیا توګه، بې له مادي ګټې د زړه له تله کار وکړ ، چې له نیکه مرغه او د کوګل دمشرانو نه په مننه ۲۰۱۶ ع کال د فبرورۍ د میاشتې په ۱۷ مه نېټه ګوګل

21.02.2017 نصیر ستوری

څنګه کولی شو چې پیرېدونکو سره جادویې اړېکه ټینګه کړو؟

څنګه کولی شو چې پیرېدونکو سره جادویې اړېکه ټینګه کړو؟ ژباړن: سهراب (ویسا) د پیرېدونکو سره د ېوي پياوړي او جادويي اړیکو د رامینځته کولو لپاره باید له بیلابیلو چارو څخه ګټه واخلو. د پیرېدونکو سره دا ډول اړیکې جوړول او پالل ډیر اسانه کار دی، اما په دي برخه کې تخصصي هڅو ته اړتیا ده. تاسو کولي شي چې د دي تخصصي ټکو له ځانګړنو څخه ځان خبر کړي. د پیرېدونکو سره فردي اړېکي پالل ډیر اهمیت لري، ېوه وړوکي مکالمه کولي شي چې ستاسو اړیکه له پیرېدونکو سره جوړه او یا لمینځه یوسي. اما د جادویې

21.02.2017 سهراب ویسا

سفارت او حاجي مبارک (طنز)

د حج له مراسمو تازه را ګرځېدلي وو، چا یې لاس ښکلول او چا یې په څادر، کالیواو ږیره ځانونه لګول چې ګوندې وي تبرک یې ورته حاصل شي، کور یې له نر و ښځو ډک وو ډلې ډلې خلک راتلل او ورته ویل به یې، حاجي صاحب حج دې مبارک شه!! فریضه قبوله!! عبادات قبول!! او تر خورما او زمزم نوش جان کولو وروسته سوغات په لاس وتل. دایې درېیمه ورځ وه خو لا یې په بنګله کې مچ و میږي ښورېدل کله به دومره بیروبار شو چې د پښې اېښودو ځای به نه و، ما وې دې ته وايي بخت دونیا خو یې وه چې وه اخرت یې هم وګاټه لوکس کورونه، جنتي

21.02.2017 توریالی ملیار

آیا شه تاریخ لیکل یو "علم" دی او یا که یو "هنر" ؟

دعلمی تاریخ یو مختصر افغانی تعریف: د تېره زمانه یو اصولي پلټل چې د مطمین سرچینو پر اساس روایت شی، همدا علمی تاریخ دی! تبصره: اوس پیش له دی نه چې دلته د نورو تعریفونو پسی ذهن ستړی کړو، لمړی یو لږ په دقیق توګه خپل همدا مختصر او لند افغانی تعریف پسی ذهن یو څه معطوف کړو، یعنی خپل همدا لند افغانی تعریف تر لږ دقیق تعبیر لاندی اخلو، تر څو مونږ ته واضع شی، چې زمونږ په همدا افغانی تعریف کښی کومی کمبودی او نواقص موجود دی؟ "د تېره زمانه یو اصولي پلټل چې د مطمین سرچینو پر اساس روا

18.02.2017 افغان تحرک

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more