د ۱۳۹۶ ل کال د زمري پر شلمه د ادينې (جمعې) پر ورځ مې د يوه پخواني ملگري ښاغلي جبار شپون د زوی په واده کې مې بل ملگري بخت محمد کټوازي ته وويل چې د راتلونکې ادینې پر ورځ، چې د ۱۳۹۶ ل کال د زمري ۲۷ نېټه کېده، غواړم شکردرې ته ولاړ شم، زموږ د وياړلي ملي اتل سیدال خان ناصر ارامځای پيدا کړم، د هغه اروا ته يوه دوعا وکړم او درناوی يې پر ځای کړم، نو غواړم چې ته هم راسره ملگری شې، هغه وو چې ده هم د تگ هوکړه راسره وکړه.
څو ورځې وروسته يانې د ۱۳۹۶ ل کال د زمري پر ۲۶ د پنجشنبې پر ورځ د ملي راډيو ټلويزیون په تالار کې د «پکتيکا پرون، نن او سبا» په نامه يو پوهنيز سيمينار رابلل شوی وو چې زه او بخت محمد کټوازی يې هم د گډونوالو له شمېر څخه وو. د دغه سيمينار د غونډې په پای کې مې بخت محمد کټوازي ته د شکردرې د تگ خبره ورياده کړه، خو دده د کوم بېړني کار لامله چې د جمعې پر ورځ ده بايد سرته رسولای وای، زموږ تگ يوه ورځ وځنډېد او د شکر درې تگ مو د شنبې ورځې یانې د زمري د مياشتې ۲۸ نېټې ته، چې زموږ د گران هېواد افغانستان د خپلواکۍ د ۹۸ کاليزې د پوره کېدو ورځ وه، وځنډېد. له ژمنې سره سم مې د ۱۳۹۶ لمريز کال د زمري پر ۲۸ (د ۲۰۱۷ ز کال د اگسټ پر ۱۹) له بخت محمد کټوازي او ښاغلي وکیل سره یو ځای د سرای شمالي په سيمه کې وليدل او د بخت محمد په گاډي کې د شکردرې په لور وخوځېدو.
کله چې اوس سړی له کابله د پروان ولايت په لور ځي، د خيرخانې مېنې پر غاښي د اوښتو، کاريز مير او چاريکارو ته تللې لارې پر دواړو غاړو دوکانونه، کورونه، او نورې گڼ شمېر ودانۍ ابادې شوې، او هغه د ۳۰ کالو پخوانی تش غر، د کاريزميز سیمې ته نږدې خالي دښته او وچ سپېره ډاگونه نه دي پاتې؛ پر دې سړک د تگ پر مهال سړی داسې احساس کوي لکه د خيرخانې تر غاښي ها خوا ته سيمه چې د کابل ښار یوه برخه گرزېدلې وي.
موږ د بخت محمد کټوازي په گاډي کې سپاره وو چې د کاريزمير سیمې تر تېرېدو او څه مزل وروسته د سړک کيڼې غاړې ته د شکردرې په لور د پيل شوي او تللي نيم پاخه او نيم خام سړک په پيل کې مو د شکر درې ولسوالۍ لوحه ولیده، نو موږ هم پر همدې سړک ورتاو شولو. د شکر درې ولسوالۍ ته تللی سړک چې نه پوهېږم د چا د واکمنۍ پر مهال قير شوی، خو له حالته يې څرگندېده چې هغه د چا خبره لوټه يې په اوبو کې اېښې او پرې تېر شوي دي.
د شکردرې ولسوالۍ ته د تللي سړک دواړو خواوو ته د کلیو خټينو کورونو او ونو په زړه پورې، خو غریبانه، بې وسه او نېستمن انځور جوړاوه. زه په یوه شېبه کې په دې فکر کې ډوب شوم چې زموږ دغه ملي اتل او د تاریخي کارنامو خاوند سيدال خان ناصر به هم د خپل وياړمن ژوند وروستۍ شپې ورځې په دغسې خټین کور کې تېرې کړې وي.
په گاډي کې بخت محمد کټوازي د شکردرې د تنگ کنډوکپر سړک په اړه د چارواکو د بې پروايي په اړه بیان کاوه چې ورو ورو د شکردرې ولسوالۍ ته ورسېدو. دلته مو لومړی له يوه دوکانداره د سياه سنگ هديرې پوښتنه وکړه. کله چې مو هغه ته وويل چې موږ غواړو د سیدال خان ناصر قبر ووينو او دوعا ورته وکړو، نو يې په تفصيل سره دا مالومات راکړل چې پر کومه لار بايد نوموړې هديرې ته ولاړ شو. لنډه دا، تر څو چې د سياه سنگ کلي او هديرې ته رسېدو نو په لاره کې مو نږدې لس ځلي د سیمې له بېلابېلو اوسېدونکو څخه پوښتنې وکړې او هر ځل چې به يې له موږ څخه د سیدال خان ناصر نوم واورېد، نو په ځانگړې لېوالتیا سره به يې مالومات راکاوه او ورپسې به يې سملاسي راته ست کاوه چې کور ته ورسره ولاړ شو، مېلمانه يې شو يا لږ تر لږه چای ورسره وڅښو. خو موږ د سیدال خان ناصر د ارامځي ليدو ته ډېره تلوسه درلوده او له دوی هر يوه څخه مو د مننې په څرگندولو سره خپل یون ته ادامه ورکوله.
د سياه سنگ کلي ته په رسېدو سره پر هغه خام سړک، چې زموږ گاډی پرې روان وو، د یوه دوکان مخ ته ودرېدو، د سلام تر اچولو وروسته مو له دوکانداره وروستی ځل د سيدال خان ناصر د ارامځي پوښتنه وکړه. دوکاندار د سړک د دې بلې غاړې يوه دوکان کې ناست پښتانه زلمي ته وويل چې له موږ سره په موټر کې کېني او د سیدال خان ناصر ارامځای راته وښيي. بيا نو له يوې کږې وږې تنگې کوڅې څخه تر تېرېدو وروسته یو لوړ غونډۍ وزمه ځای ته ووتو، همدلته مو موټر ودراوه او ترې ښکته شو. پښتون زلمی مخکې شو او موږ ورپسې شو. زلمي لا له لري ځايه يو سپين ډبرليک راوښود چې جگ ولاړ وو. دا لوړ سپین ډبرليک د سیدال خان ناصر د ارامځي شناخته وه. قبر ته ورنږدې شو، له زلمي مو مننه وکړه او دی بيرته خپل دوکان ته ستون شو. د سیدال خان ناصر قبر ته په نږدې کېدو سره مې د ستر خوشال هغه شعر ذهن ته راغی چې وايي:
كل گټنه ده د تورې که کابل ده که کشمير
مېړني دي چې یادیږي په سندرو هم په وير
تر هر څه لومړی مې د ارامځي ډبرليک ولوست. د ډبرليک پر لومړي مخ په پښتو ژبه د دې ملي اتل هغه کارنامې په لنډ ډول بیان شوې وې چې ده د ستر ميريس نيکه، شاه محمود هوتک او شاه اشرف هوتک د واکمنیو پر مهال د افغان ملي لښکرو د یو سپه سالار په توگه له هېواد څخه په دفاعي جگړو کې، پر کندهار د صفويانو د يرغلونو، د اصفهان په سوبه کولو، پر پارس د عثماني او روسي امپراتوریو د یرغلونو پر مهال کړې وې. د شناختې په وروستۍ برخه کې راغلي چې «دا شناخته پر ۱۳۴۶ لمريز کال د افغان ملت د ليکوالو د ټولنې او ملي عناصرو له خوا دده پر مرقد ودروله سوه. کتيبه عبدالمجید. ۱۳۴۵ ل کال.» د شناختې په لاندینۍ برخه کې داسې ليکل شوي: «د مرحوم فيض محمد ناصري په توصيه»
د شناختې د متن د اوومې کرښې پر یو ځای د وسلې گولۍ لگېدلې او د متن یوه کلمه يې ورانه کړې او له منځه وړې ده. همدا راز د متن د ۱۸، ۱۹، ۲۰ او ۲۱ کرښو پر یوه برخه د کومې درنې وسلې گولۍ لگېدلې خو دې گولۍ بيا د متن یوه برخه له منځه وړې ده.
د ډبرليک همدغه پښتو متن د هغه پر دویم مخ، يانې شاته په دري ژبه کښل شوی. د دري متن په پای برخه کې راغلي: «اين لوح مزار در سال ۱۳۴۵ شمسي از طرف جمعیت جريده (د افغان ملت) و مناظر ملي ترتيب و نصب شد. به توصيه مرحوم فيض محمد ناصري.»
د ډبرليک د دري متن د ۲۱ او ۲۲ کرښو ترمنځ هم د وسلې گولۍ لگېدلې او يوه کلمه يې له منځه وړې ده. د هديرې نور قبرونه د مهال په تېرېدو سره نږدې ټول هوار شوي او یوازې ډبرې يې لږ لږ ښکاري. په هديره کې يو ډول ټيټ اغزن بوټي شنه شوي خو زموږ د هېواد د وچې دوبنۍ هوا او د بارانونو د نه شتون له کبله دا بوټي وچ شوي دي. د سیدال خان ناصر د ارامځي شاخوا هم دغه وچ اغزن بوټي ليدل کېدل.
سيدال خان ناصر زموږ د هېواد يو له هغو نومياليو سپه سالارانو څخه دی چې په ۱۸ زېږدي پېړۍ کې يې د هغه مهال د ډېرو سختو شرايطو په شتون کې د ميرویس نیکه، شاه محمود هوتک او شاه اشرف هوتک تر مشرۍ لاندې پارسي يرغلگر څو ځلي په شا تمبولي، زموږ له هېواد افغانستان نه د دفاع په لاره کې يې هر ډول سرښندنې کړې او د یو باتور او مېړني افغان په توگه يې ځان ښودلی دی.
دا نوميالی ملي اتل د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ د سياه سنگ کلي په سیاه سنگ هديره کې پروت دی. د سیاه سنگ کلی او هديره چاريکارو ته د تللي عمومي سړک لويديځ لور ته تخمينن په ۳ کيلومتره واټن کې پراته دي. دده د ارامځي سپين مرمرين ډبرليک له ورایه مالوميږي، چې شاته يې خلکو پرې جنډې هم درولې دي. سیدال خان ناصر هغه څوک دی چې تر څو افغان او افغانستان ژوندی وي دده نوم به د افغانانو په تاريخ کې تلځلاند پاتې وي.
د کابل د شکردرې د سياه سنگ هديرې په دغه خړ، مسکين او که ښنده ونه کړم هېر شوي ارامځي کې يو لوی شخصيت پروت دی. ددې قبر له حالته داسې مالوميږي چې موږ افغانانو دده ارامځي ته هغومره پام نه دی کړی، لکه څومره چې ددې رښتوني ملي اتل او شاعر له نامه او کارنامو سره ښايي. دی پر موږ ټولو افغانانو دا حق لري چې ياد يې تل ژوندی وساتو او پرې نه ږدو چې زموږ د تلپاتې ملي اتلانو له نوملړه يې نوم ولوېږي. زه له ټولو هغو هېوادپالو افغانانو څخه، چې خپل هېواد، تاريخ او ملي وياړونه ورته بې توپیره نه دي، هيله کوم چې د سیدال خان ناصر پر ارامځي د یوې گومبزې د جوړولو تابیا وکړي او دده ارامځی له ړنگېدو او ورکېدو وژغوري.
کابل - بگرامي
د ۱۳۹۶ لمريز کال د زمري ۳۰
د ۲۰۱۷ ز کال د اگسټ ۲۱

په شکردره کې د سیدال خان ناصر د ارامځي څو انځورونه چې ما (کاڼي) په خپله کمره د ۱۳۹۶ لمريز کال د زمري پر ۲۸ اخيستې دي.