د يوه معلم له نظره ۰۰۰ / عبدالله وردک ـ جولای ـ۲۰۱۷ـ انګلستان

لومړۍ برخه

ګرانو او محترمو لوستونکو اسلام عليکم و رحمته الله وبرکاته!
له تاسو ټولو لوستونکو څخه هيله کوم چه دغه زما ليکنه ښه په دقت ترآخره ولولی او بيا قضاوت وکړی۰زما يوازينی هدف خپلو وروڼو
اوخوندوته د تعليم او تربيې په برخه کې فی سبيل الله خدمت کول دی او بس۰ زه غواړم چه د تعليم اوتربيې په برخه کې خپلې ټولې علمي
تجربې د ستاسې سره په ډېرصداقت سره شريکې کړم۰ له هغولوستونکو څخه چه له ما سره پخوانۍ پيژندګلوي نلری، خواهش کوم چه
داسې فکر ونکړي چه خدای ناخواسته زه کبرجن يم۰ زه انشأالله يوه ذره کبر نلرم۰ ما دلته په انګلستان کې ۳۳ کاله تيرکړی، اما موټرنه شم
چلولای۰
دغه زما لومړنۍ ليکنه که چيرې چاته ګټوره وبرېښيده ، نوانشأالله نورې ليکنې به هم د مربوطه تعليمي موضوعګانو په حيصه کې وليکم۰

نوم: عبدالله وردک
دپلارنوم: شین خان
د پلاروظيفه : دهقان
ولایت: میدان وردک
ولسوالی: سیدآباد
پیدایښت: ۶۴ کلن

زده کړې :
د سیدآباد متوسطه (عمومى اول نمره)
ثانوى تخنيك (عمومى اول نمره)
دکابل انجينرۍ پوهنځۍ (عمومی اول نمره)
نوټ : دفارغيدوڅخه سمدلاسه د انجينرۍ په پوهنځۍ کی د استاد په حیث مقررکيدل
نوټ : دانجينرۍ د څلورم ټولګي څخه د ۶ میاشتو لپاره د فولبرايت دامتحان په ذريعه امریکې ته تلل
رښته : برق
نوټ : د انجينرۍ په فاکولته کې ۶ کاله تدريس کول

نوټ : په ۱۳۶۲ کال کې پاکستان ته مهاجر کيدل او نږدې یو کال وروسته د بريتش کونسل د بورس
په ذريعه انګلستان ته د ۱۳ مياشتو د پاره دماسترۍ دپاره راتلل۰

په انګلستان کې زده کړې:

زه د ۱۳۶۳ کال دجوزا د میاشتې په ۳۱ چه د کال اوږده ورخ ده او د روژې مبارکه میاشت وه ،
لندن ته راغلم۰

ماخپله کورنۍ خبره نکړه او ما فکرکاوه چه ترڅو دوی خبريږی ، ما به خپله ماستری خلاصه کړی
وی اوزه به بيرته پاکستان ته راغلی وم۰ اما داسې ونه شول اوزه تراوسه دلته پروت يم۰

او قيصه په لاندې ډول سره وه :

دځنودوستانوپه مشوره ما پوهنتون بدل کړ اوهغه نوی پوهنتون زه ماسترۍ ته قبول نکړم او ماته يې وويل چه زه بايد د دوی فاکولته له سره ووايم۰ دوی ته د ځنو دلايلو له کبله د افغانستان تعليمی اسناد بې اعتباره شوی و، او په دغه پوهنتون کې له ما څخه مخکې افغانانو درس شروع کړی و۰ ما ډېرجنجال وکړ او ما دغه فيصله نه منله۰
ماورته ويل چه ما خپل ليسانس دکابل د پوهنتون څخه اخستی اوهم مې ۶ مياشتې په امريکه کې سبق ويلی اوهم ۶ کاله مې دانجينرۍ په پوهنځۍ کې درس ورکړی او زه کولای شم چه د ماسترۍ پروګرام سمدلاسه شروع کړم۰

وروسته له ډېر جنجال څخه فیصله وشوه چه زماسره به د برق د شعبې استادان خبرې کوی اوهغه به زما په حيصه کې خپل نظرونه وړاندې کوی۰ آخری فيصله داسې وه : چه زه بايد د پوهنتون آخری صنف ووايم او وروسته به زما د ماسترۍ په حيصه کې فيصله کيږی۰
نودپوهنتون د فيصلې سره سم ما خپل درس په آخری صنف کې زړه او نا زړه شروع کړ۰ کله چه زه صنف ته لاړم ، ټول شاګردان ماته ناآشنا ښکاره کيدل ، ځکه چه زه له دوی سره په آخری صنف کې يوځای شوم۰
ډېره مهمه خبره ۰ الله(ج) د وکړی چه په چا بده ونه لګي او دا حقيقت دی۰ که تاسې تراوسه زما ليکنه په پوره دقت سره لوستلې وی ، نو زه په ټولو زده کړو کې عمومي اول نمره وم ، امريکې ته هم تللئ وم او ۶ کاله مې د انجينرۍ په فاکولته کې درس هم ورکړی و، امازه په اوله ورځ په صنف کې پدې نه پوهيدم چه استاد څه وائي ، يعنې دومره فرق د برق په رښته کې موجود و۰
ما فکر وکړچه امکان لري چه زه ناکام شم ، نو زړه او نازړه وم چه درس ووايم او که بيرته وطن ته ولاړ شم۰ زما يوه ډېر نږدې ملګری چه هغه له ما څخه يو کال مخکې په همدغه پوهنتون کې درس شروع کړی و ، ډېره ډاډ ګيرنه راکوله چه الله (ج) دهغه ته ډېراجرونه په دين او په دنيا کې ورکړي (آمين)۰ زه نږدې يوه مياشت زړه او نا زړه وم چه پاته شم او که لاړشم۰ په آخرکې مې استخاره وکړه اوفيصله مې وکړه چه درس وايم او هغه وه چه زما د درس دوره شروع شوه ۰
د درس په اولو شپو او ورځو کې ما له استاده ديوې موضوع په حيصه کې په صنف کې پوښتنه وکړه او هغه استاد ماته رانږدې شو اوماته ئي وويل چه دما له سوال څخه هغه پوه شو چه زه په موضوع بآلکل پوه نه يم او ما هم حقيقت ورته وويل چه بآلکل همداسې ده ، نو هغه چه د نړۍ له مشهورو پروفيسورانو څخه و ، زه له لاسه نيولی او خپل دفترته بوتلم اوهغه خپلې سکرترې ته وويل چه دغه شاګرد هروخت د اجازې پرته د زما دفتر ته د سوال کولو د پاره را پرېږده۰ د دغه استاد دغه شانته رويې څخه زه ډېرخوشحاله شوم او ما هم خپله ملا کلکه وتړله او زما دزده کړې دوره شروع شوه ۰ ديادونې وړ ده چه زه د هغه استاد له ښې رويې څخه ډېرخوشحاله وم اوحتی زه دهغه دفترته
د پوښتنې د پاره هيڅ ولاړ نه شوم۰ د ۲ رکعته نفل کولو وروسته مې په الله(ج) توکل وکړ اوخپل درس ته مې شروع وکړه۰

ما الحمدالله ، ثم الحمدالله ، ”First Class “ ترلاسه کړه او هغې زما تعليمی زده کړې ته لاره برابره کړه ۰
بيا مې خپله ماستری له يوه کاله وروسته په اعلی درجه خلاصه کړه۰ بيا مې خپله دکتورا هم الحمدالله خلاصه کړه۰
نوټ : د تحصيل په پای کې دهغه وخت د کابينې د وزيرې په امضاء ستاينليک راکړل شو۰

د ۲۵ کالو راپديخواه دلته په انګلستان کې په سوتهمپتن کې په يوه پوهنتون کې د انجينرۍ په فاکولته کې په تدريس بوخت يم۰

د دغې ليکنې اصلي ټکي :

اول : زه پخپله ډېره علاقه لرم چه د ليکوال په حيصه کې دامکان په صورت کې کافی معلومات ولرم ، نو څه چې ځان ته خوښوې ، هغه به بل ته هم خوښوې۰ لدې کبله ما خپل ځان ښه مکمل معرفی کړی۰
دوهم : ليکونکی بايد په خپله ليکنه ښه باور او يقين ولری او پخپله ليکنه ښه پوه وی اوله خپلې ليکنې څخه دفاع وکړای شي۰
دريم : زما مقصد دادی چه زما په شان د دهقان زوی کولای شی ، نو ګرانه زويه او لورې ، ته هم کولای شې او ځان ته عذر مه لټوه۰
څلورم : زه غواړم چه ټولو ته وښيم چه مسلمانان ترهيچا په هيڅ شي کې کم ندی اوهغه هم ښه تکړه مسلمان او هم ښه تکړه محصل کيدای شي۰
پنځم : هرڅوک کولای شی چه ليسانس، ماستری او دکتورا واخلی۰ هغه يوازې په شرائطو پورې اړه لري۰
شپږم : څوک بايد له خپل تحصيل څخه د بل چا په مقابل کې منفي ګټه وانخلي۰
اووم : د مدرسې او پوهنتون تر منځ فاصله له منځه لاړه شي۰
آتم : راځی چه د خلکو د حال څخه د دوی په ژوند کې ځان خبر کړو۰
نهم : ښه استاد دشاګرد په ژوندون کې د الله (ج) په مرسته بدلون راوستلی شي۰
لسم : داستادانو په مقرری کې بايد ډېره جدی پاملرنه وشي۰
يوولسم : هغه ملکونه ترقي کولای شي چه شه نيک اوښه پوه استادان ولري۰
دوولسم : د ابتدائيه ښوونځيو استادانوته بايد ډېره جدي پاملرنه وشي، ترڅوتهداب ښه پوخ کيښودل شي۰
ديارلسم : استادان بايد له خپل مقام څخه ناوړه ګټه وانخلي۰
نوټ : الله (ج) د وکړی چه لوستونکي په ما په قهر شوی نوي اوحوصله وکړي اوپه آخرکې قضاوت وکړي اوماته دا ونه وائي چه ولې خپل وطن ته نه ځم او خپلو وطنوالو ته خدمت نکوم۰ انشأالله دغو ټولوسوالوته به په راتلونکو ليکنو کې مفصل ځوابونه ترلاسه کړی۰

الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه صلحه راولي چه الله(ج) ته قبوله اومنظوره وی۰آمين۰

نوټ : زه غواړم چه په نورو ليکنو کې نورې خپلې خبرې د تعليم اوتربيې په برخه کې وليکم۰
تربلې ليکنې د الله(ج) په امان۰ زما اړيکه : abdullahwardak53@gmail.com