بېلابېلې ټولنيزې ليکنې


دلمريز او زيږديز کال ترمنځ پرتله

لمريز کال ١٢ مياشتې او ٤ فصله دى هرفصل يې بيا ٣ مياشتې دى پسرلى ، اوړى، منى اوژمى لومړى فصل ( موسم) پسرلى ورى ( حمل ) غوايي ( ثور) غبرگولى( جوزا) دويم فصل( موسم) اوړى چنگاښ( سرطان) زمرى( اسد) وږى (سنبله ) دريم فصل( موسم) منى تله ( ميزان ) لړم (عقرب) ليندۍ( قوس) څلورم فصل ( موسم) ژمى مرغومي (جدي) سلواعه ( دلوه ) کب ( حوت) دبزگرۍ په حساب کال دوه فصله دى پسرلى

14.06.2017 فضل قادر انډيوال

د تعلیم په آر ارزښت پوه سپین ږیري محصلین!

  دا یو منل شوی حقیقت دی چې د پوهې تر لاسه کولو لپاره هیڅکله هم ناوخت نه دی. خو بیا هم زموږ ستاسو په افغانانو کې دا یو منفي ذهنیت شته چې په لوړ عمر کې زده کړې نه کیږي او دا هڅه بې ځایه بولي، خو که زما د سترګو لیدلي حال دا کیسه څوک ولولي نو وبه وايي رښتیا چې د علم لپاره هیڅکله هم ناوخت نه دی. یو ملګري مې د شپې په پوهنتون کې زده کړې کولې یوه ورځ مازدیګر په بیړه د خپل پوهنتون په لور روان ؤ چې زه په لار کې ورسره ی

07.06.2017 ح،پکتین ځاځی

فرهنګ څه ته وایې؟

فرهنګ څه ته وایې؟ جاوید حیدرزی راځئ چې خپل ځان او راتلونکي نسل له پاره داسې فرهنګي کړنې تر سره کړو تر څو د نړۍ د یو فرهنګ لرونکي هېواد او ټولنې په توګه یاد شو او خپل ټولو کړنو او اصولو ته ټینګه پاملرنه وکړو، د فرهنګي کیدو له پاره لنډه لاره، د علم او معرفت تر لاسه کول، مطالعه او کورنۍ تربیه بنسټیز رول لوبي. دلته ځینې کړنې د فرهنګ د معنا او مفهوم د پوهېدو له پاره یادوی شوې په دې لیکنه کې ټولې فرهنګي کړنې ندي نغښتې، کیدی شي تاسو یې هم پکې ور زیاتې کړئ. 1- فرهنګ یعنی، د

07.06.2017 جاوید حیدرزی

افغانستان له انرژیو ډک شتمن هېواد

داوبواوانرژۍوزارت دکره معلوماتوله مخې افغانستان د(۲۳۰۰۰) مېګاواټه اوبو، (۱۰۰۰۰۰۰) مېګاواټه د لمر ،(۱۵۸۰۰۰)مېګاواټه دباداو(۳۰۰۰)مېګاواټه دککړومودودانرژۍتولیدولوسرچینې لري چې ټوله (۱۱۸۱۰۰۰)مېګاواټه تولیدي انرژۍ جوړولی شي .

03.06.2017 محمد انور ولید

 د يعقوب ليس پاچاهي

ژباړه: رفيع الله روشن یعقوب ليس صفاري يوه شپه چې هر څومره هرڅه يې وکړه خوب ورنغی، نو يې خپلو غلامانوته وويل: هرو مرو په چا باندې ظلم شوی دی او هغه کس باید پيدا کړئ. تر پلټنو وروسته غلامان بېرته راغلل اوورته ويې ويل:

01.06.2017 رفيع الله روشن

د لویې پکتیا ولسي استازو لوی (!) فکرونه او کارونه 

په افغانستان کې د پخواني ولسمشر کرزي فاسد نظام د هغه چا لپاره تر هر څه با ارزښته ؤ کومو خلکو چې یا یې د حق غوښتنې جرأت درلود او یا یې پوه ، لوستي او با همته مشران او استازي. خو هغوي چې وغولول شول او رایې یې هسې په اوبو لاهو شوې اوس د هغې دورې ارمان کوي او په ټاکلو استازو لعنت وايي.ځکه د بهرنیو مرستو له چانس څخه د خپلو ولسونو په ګټه کار اخیستنې د تباهۍ او جهالت کندو کې پراته ولسونه راپاڅول او د پوهې په ګډون یې له ګڼو خدماتو برخمن کړل.  په دې لړ کې د هیواد ورور قوم هزاره ، تاجک ، ا

01.06.2017 برهان پکتین

ارمان یې ارمان پاتي شوو!!

د روژې میاشتې پیشنمي ته پورته شوو،لمونځ یې وکړ،له خپلې کورنۍ سره یې په غذا خوړلو پیل وکړ، مور سره یې ډیرې خوږې خبرې کولې ،ناڅاپه یې ستونی له ژړا ډک شوو مورته یې وویل: (( مورجانې یوازی په دې وچه ډوۍ به مونږ تر ماښامه روژه نیسو؟؟ )) مور یې ورته وویل: ځویه! داهم شکر دی له دې دي بدتره نه وي. د مورخبرې یې لا روانې وې ،چې جواد ورته وویل ، مورجانې سږکال له پوهنتونه هم فارغیږم یعنی وظیفه به واخلم او داستونزې به حل شي،همداسی راته وایې؟ دمورجانې زړه یې هم له خفګانه راډک شوو ،

01.06.2017 ناصرخان شیرزی

Alexander the great د لوی سکندر ژوند، تر لاس لاندي سیمو او پرمختګونو ته یو لنډه کتنه

لوی سکندر (Alexander the Great) چي د مقدوني سکندر په نوم هم یادېږي له ۳۳۶ م کال (تر میلاد وړاندي) څخه بیا تر ۳۲۳ م کال (تر میلاد وړاندي) پوري د مقدوني پاچا وو. د په دې وخت کي و کړای شول چي یونان سره یو کړي، د قرنتس لیګ (Corinthian league) امپراتوري په پښو ودروي او د پارس امپراتوري ړنګه او سیمي یې تر خپلې ولکې لاندي راولي. د مقدوني پاچا او امپراتور لوی سکندر د ۳۵۶م کال (تر میلاد وړاندي) د جولای په شلمه په پېلا (Pella) نومې ځای کي چي د پخواني یونان د مقدوني اړوند سیمه وه زېږېدلی؛ لوی سکند

31.05.2017 سیف الله څرګند

رسنۍ مو ولي پردي پالي دي؟ 

په ډیموکراتو یا ولسواکو نظامونو کي رسنۍ دنظام داساسي او بنسټیزو ارکانو څخه ګڼل کيږي ځکه رسنۍ همدي نظامونو ته بقا بښي اود له مينخه تللو باعث يې هم ګرځي.  رسنۍ دولس اودولت ترمينځ د پله حيثيت لري،خبريالان شپه او ورځ لګيا وي سختي او زحمت ګالي ترڅو دخپلي ټولني اواز راوخلي او د مسولو چارواکو ترغوږونويې ورسوي اوپه واقعي ډول دا ددوي مسوليت او رسالت هم دی.  خو له بده مرغه  په افغانستان کي يوشميررسنۍ خپل رسنيز مسوليت په واقعي او رښتيني ډول نه ترسره کوي که ووايو چي يو شمير

29.05.2017 حافظ احمد نصرت

امریکائی سګرټ د شوروی ګوګړ، د امریکائې ډالر او روسيۍ شراب (ودکا)

شهید داود خان، امریکائې سګرټ ئي د شوروی له ګوګړ سره بلول او څکل ئي، اوس د ربانی "حزب جمعیت اسلامی" په امریکائي ډالرو روسیې شراب (ودکا) اخلی او چښئي، چی سردار داود خان د شوروي د ګوګړو الوتکو په ارګ کي او د حزب جمعيت اسلامی ربانی رهبري به د ودکا په پيکونو ووژني. شهید محمد داود خان د افغانستان لمړنئ اولسمشر، چې د افغانی غرور، د هیواد پالنې، د هیواد د پرمختګ-ابادۍ د خلکو د ژوند او هوساينې پتنګ، د شلمې پيړۍ یو داسی ستر ملی او احساساتی شخصيت ګڼل کيږی، چې په دوستۍ ئی ټينګ باور درلود او دښمن ته

26.05.2017 انجنير دلاور حبيبی

د جنازې کټ مو یو دی ! لنډه کیسه

دجنازې کټ مو یو دی ! =============== لنډه کیسه له نیمې شپې راپه دې خوا ، د کلي لوېدیځ خواته د لوړغره څخه د سپکو او درنو وسلو دډزوغږنونه راتلل ، شپه سبا شوه خو ډزې لاهم روانې وې ، د کلي سپینږیرو، ځوانانو ، نارینه او ښځینه و ، په شنو ونو پوښلي غره ته کتل ، د ټولو په څیروکې اندېښنې له ورایه ښکاریېدې ، له خوبه راپاڅېدلو ببر سرو ماشومانو څېرې هم نا خوښه ښکارېدې ، دوی هم لوړ غرته کتل . د کلي د جومات ملاامام دمازدیګر لمانځه ته خلک د محمدي (صلی الله علیه وسلم ) د اذان په کولو ور وبلل ، خو

24.05.2017 اصیل ځاځی

د رحمتونو پیغمبر، د نبوي سیرت لومړۍ برخه

د اسلام ستر پیغمبر خاتم النبین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ځمکې پر مخ د نړۍ ګردو انسانانو ته د الهي رحمت د ډالۍ کولو ویاړ لري چې نبوت پرې ختم شوی او د انسانانو لپاره یې د آسماني رسالت نجات بښونکې سلسله بشپړه کړې ده. له همدې کبله محمد (ص) په کوم ځانګړي قوم، قبیله او سیمه پورې اړه نه لري بلکي د لوی خدای (ج) له خوا د ځمکې په سر د ټولو عالمیانو لپاره د رحمت، سعادت، نېکمرغۍ، هدایت او نېکبختۍ بنسټ اېښودونکی دی، د اسلام د سپېڅلي دین یې د نړۍ وګړو ته راوړی او د اېمان د روښانه پلوشو وړانګو ته یې ان

24.05.2017 ګل آغا احمدي وردګ

سپېڅلې جګړه

هغه ويل: ((زه پوهېدم، چې د دغې جګړې پايله د هغې په ګټه ده، ځکه چې زه تش لاسى وم او هغه په ښو وسلو سمباله وه؛ د وريځو لينده او د بڼو غشي يې درلودل؛ د نظر بمونو او د خندا تندرونو يې د زړونو ماڼۍ لړزولې، د شونډو سکروټو يې وريتول کول او د مخ (شعاع ) خو يې د اوسپنو زړونه هم اوبه کولى شول.... ((ما نه غوښتل، چې له هغې سره د سترګو جنګ وکړم، خو لېوني زړه مې د امېدونو لښکر د هغې پر لوري قومنده کړ. غوښتل يې د هغې د زړه سيمه ونيسي او زما د مينې له پاره په کې جونګړه جوړه کړي، خو له بده مرغه چې لښکر

22.05.2017 شهزاده شيرين زوی

آيا د روژې د مياشتي زيری ور کول ثواب لري ؟

بسم الله الرحمن الرحيم نحمده و نصلي و نسلم علی رسوله الکريم امابعد : په خلگو کي نن سبا يوه خبره مشهوره ده چي د دوی په وينا نبي عليه السلام فرمايلي دي : څوک چي د رمضان د مياشتي خبر بل چا ته تر نورو مخکي ور کړي، پر هغه د جهنم اور حرام دی !!

20.05.2017 مولوي عصمت الله عزام

ته ښه اوسه ، هر څه به ښه ووینې !!!

ښځه او خاوند دواړه یوه نوي کلي ته د اوسیدو لپاره انتقال شول . په دوهمه ورځ دوی د سهار چای په څکلو بوخت ول ، چې ښځې د کړکۍ له لارې ګاونډۍ ته پام شو چې په تناب کالي اواروي . سمدلاسه یې وویل : ـ دا خو پاک نه دي ، دا ښځه نه پوهیږي چې په ښه توګه کالي څنګه وینځل کیږي ؟ کیدای شي چې ښه صابون ته اړتیا ولري . میړه یې له کړکۍ وکتل خو چپ پاتې شو . او هر ځل چې ګاونډۍ ښځه کالي اواروي نو دا ښځه همدا یوه خبره کوي . * یوه هفته وروسته ښځه د ګاونډي کور په تناب د پاکو کالیو په لیدو حیرانه شوه ،

18.05.2017 عبدالله دانشیار

د کرېکټ د نړۍ نه تکرارېدونکې څېره, برېنډن مککولم 

پوره نوم یې برېنډن بېري مککولم دی، نوموړی په کال ۱۹۸۱ د سپټمبر میاشت په ۲۷ نېټه په نوي زیلانډ کې ژېږېدلی دی. تراوسه یې په دې لوبډلو کې لوبې ترسره کړې دي:  نوي زیلانډ، برېسبن هیټ، کنټربیري، چېنای سوپر کینګز، ګلامورګن، ګوجرات لاینز، لاهور قلندرز، کلکته نایټ رایډرز ، نیو سوت وېلز او نورو ډېري لوبډلو کې یې لوبې ترسره کړي دي.  مککولم د نوي زیلانډ د لوبډلې د درې واړو فارمټ (ټېسټ، یوورځنې، شل اوریزه) لوبو لوبډلمشر هم پاتې شوې دی، چې د نړې یو له مهمو،مشهورو او غټو شاټونو وهو

16.05.2017 روح الامین نیازی

راه بیرون رفت از بیکاری

بیکاري معضلۀ است  که امروز و فردا بیشتر جوانان ما را به چالش کشانده، این پدیدۀ مشکل آفرین نگرانی  قابل ملاحظۀ را میان جوانان ما خلق کرده است.  بیشتر مشکلاتی که در جامعه به اتفاق می افتند یکی از عمده ترین دلایل آن بی روزگاری قشر جوان و فعال ما است، جوانان که هستۀ از جامعه را تشکیل میدهد، باید از نیروی بشری آنها به شکل مثبت استفاده شود.  همه میدانند در صورت بی کاری جوانان، گراف جرایم جنایی، فساد اخلاقی و جرایم سنگین بلند میرود، حتی دشمنان افغانستان در تلاش هس

16.05.2017 عبدالرحیم موسی زی 

له یوه سلفي سره خبرې اترې

  ژباړه : عبدالله دانشیار ویې ویل : چې زه سلفي یم . ما ویل : عجبه ده ، ایا ته د لومړیو دریو پیړیو له مسلمانانو ( خیر القرون ) څخه یې ... عمر دې تقریبا ۱۴۰۰ کاله دی ؟ ویې ویل : نه ، دا زما هدف نه دی . ما ویل : ستا هدف به د سلفو له افعالو څخه وي چې ترسره کوۍ یې . ویې ویل : هو ما وویل : سلف کې داسې کسان وو چې په یو رکعت کې به یې شپه صبا کړه، چا په یوه شپه کې ختم کولو ، چا په درې شپو کې او چا په یوه اوونۍ کې ... ته یې په څومره کې ختموې ؟ ته څومره

13.05.2017 عبدالله دانشیار

د دنیا موفقیت

انسان د دین، ایمان او وجدان په لحاظ مجبور او مسئول دی چه د خپل وس او طاقت سره سم هغه ووائي او ولیکي په کوم کښې چه د خلکو او د انساني ټولنې ګټه او فایده وي. دا دسلیم طبعیت حس او ذوق او پوهو کسانو نظریه ده چه د عالم د اصلاح له امله دی په حکیمانه صورت سره د جامعی د خیر او فلاح لپاره کار وشي. نو ځکه زه غواړم چه د ګرانو لوستونکي د معلوماتو له پاره څه حقایق د دنیا د موفقیت تر عنوان لاندې ولیکم. په دا ترڅ کښې د انصاف له خاوندانو څخه هیله لرم چه د تعصب نه کار وانخلي او د مضمون مقصد په پوره دقت

11.05.2017 خدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »

نورم ها و ارزش های اجتماعی

جامعۀ انسانی در هر پلۀ رشد تاریخی تکاملِ خویش دارایِ ارزش ها، نورمها وقواعدی است که باعث تنظیم حیات اجتماعی آن میگردد. بدون موجودیت و رعایتِ چنین ارزش ها، نورم ها و قواعد انتظام معاملات و رفتار روزمرۀ مردم برهم میخورد. هرگاه یک جامعۀ مشخص تحت نظر و مطالعه قرار داده شود، دیده میشود که افرادِ مختلف آن با وجودیکه در زندگی روز مره برخوردهای متفاوت از همدیگر را دارند، اما اکثریت مطلق شان در برخورد های عمده با هم مشابهت دارد و طرق اساسی رفتار، حالت و نوعیت تفکر شان دارای شاخص های عمدۀ مشترک م

06.05.2017 نور محمد غفوری

د معنوی ویاړونو ساتل د مادی شتمنیو په څیر اړین دی

ټولو ته معلومه ده چې کلتور او معنوی ویاړونه د ملت د جوړولو او ساتلو له غوره فکټورونو څخه شمیرل کیږي. د ملي ګټو د دفاع له پاره د معنوی ویاړونو ساتل هم د هېواد د جغرافیایی پولو او د ځمکې پرمخ او تر ځمکه لاندې شتمنیو په اندازه اهمیت لري. هر هیواد په دې ویاړي چې د تاریخ په اوږدو کې یې لوی پوهان، ښه نظرونه او اغیزمن اسبابونه بشری نړۍ ته وړاندی کړي دي. دلته په سر کې د معنوي ملي ویاړونو د ساتلو یوه نمونه د درنو لوستونکو له پاره وړاندې کوم. د تیرې عیسوي پیړۍ په نوي یمو کلونو کې چې (هیلموت کول)

02.05.2017 نور محمد غفوری

حکمتیار ته یولنډ لیک

پروفیسور کابلي والا – هند     آمدی جانم به قربانت  ولی حالا چرا   ؟  بی وفا حالا که من افتاده ام از پا چرا  ؟  ډیرې تودې آوازې دي چې ګواکي تیاری دې نیولی او را ستنیږې ، ډیرتاوده خبرونه همدا اوس دختیزاو لویدیز په جاسوسي اداروکې کښته اوپورته کیږي  چې کواکي نور دچین دیوال دنړیدو په درشل کې دي ، سوړجنګ  تود شو ، او تود بیا سوړ شو . خو ستا له خوا په دغه  اړه رښتیاوې  دا ښکاروي چې جنګ سوړ شو او می

29.04.2017 پروفیسور کابلی والا

زمونږ غویی او د نورو غواګانی

د موسی (ع) په وخت کی په بني اسرائلو کی یو کس چا وژلی ؤو او دوی به دا قتل په یو بل اړولو. بني اسرائلو دا قضیه موسی (ع) ته وړاندی کړه. هغه په ځواب کی وویل چی الله (ج) امر کړیدی چی تاسی یوه غوا ذبح کړۍ. بني اسرائلو موسی (ع) ته په ډیره ګستاخۍ ځواب ورکړ چی ته په مونږ ملنډی وهی. (سورة البقرة: ۶۷-۷۳). د بل حیوان پر ځای د غوا د ذبحی په انتخاب کی د قدرت بی شمیره اسرار او حکمتونه پراته دی. لرغونو مصریانو عقیده درلوده چه اسمان یوه ستره غوا ده چی له هغه نه د لمر سخوندر زیږیدلی دی. کیدای شې بنو اسرا

26.04.2017 داکتر محمد یوسف سلیم

غندنه، پلټنه او ترهګره ډله!

غندنه، پلټنه او ترهګره ډله، دغه کلمات به تاسي ډير ځله په رسنیو کي اوریدلي وي، چي کله هم یوه پيښه سوي وي، نو زموږ چارواکي يې په خپلو ویناوو کي ډیر ډیر یادوي، نوموړي درې کلیمي اوس مهال دلته په یو شعار باندي بدل سوي چي نه یوازي په افغانستان کي د داسی شعارونو شاهدان پاته سوی یو، بلکي په نړیواله کچه هم سیاسی فعالان نوموړي اصطلاحات د خپلو خلګو د غولولو لپاره کاروي، کله چی هم یوه پيښه منځ ته راځي، تاسی به ګوری چی چارواکي په خپلو خبرو کي ددې پيښي غندنه کوي او په پیښه کی د غمجنو سوو کورنیو سره ځان په

24.04.2017 صدیق الله ثموري

پوډریان او سیاست

احمدجان تڼی پوډریان او سیاست یوه حقیقت ته چی باید کلکه پاملرنه وشی هغه د افغانستان په اوسنی سیاست کی د پوډریانو ( په نشه یی توکو د روږدو کسانو) او د نشه یی توکو د کاروباریانو رول اغیزمن دی. اوس مهال پوډریان کولی شی په هیواد کی په سیاسی بهیر کی خپله اغیزه ثابته کړي . کابل د اوسنی اداری د مهمو لاسته راوړنو څخه یو هم په ټولنه کې د پوډریانو ( په نشه یی توکو د روږدو کسانو ) د یوه پراخ قشر او یا طبقې په توګه را منځته کول دي. د دوه زرم او دوه یو زرم کلونو کی په افغانستان کی پوډریان

22.04.2017 احمدجان تڼی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more