اوولسمه برخه - انګلستان - نومبر - ۲۰۱۷

ګرانو او قدرمنو لوستونکو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

ډېر خوښحاله یم چې الحمدالله یو ځل بیا د ستاسې په خدمت کي حاضرېږم.
زه غواړم چې د دغه پورتني عنوان په هکله یوه خبره درسره شریکه کړم.
یو څو کاله مخکې ما دلته د انګلستان په یوه ښار کې چې سوتهمپتن نومېږي، د ثواب په خاطر د افغانانو زامنو او لوڼو ته د پښتو او ریاضی تدریس کاوه. هلکانو ته د شنبې ورځ او نجونو ته د یکشنبې ورځ د سهار له ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې ټاکل شوي وه. شاګردان د تعلیمي پوهې په لحاظ په مختلفو صنفونو وېشل شوي و. د هر صنف په پای کې به ما د ۱۰ دقیقو د پاره یوه اسلامي موضوع هم شاګردانو ته وړاندې کوله. یوه ورځ موضوع د پلار د حقونو په باره کې وه، چې پلار په اولادونو باندې څه ډول حقونه لري. ټولو شاګردانو په ډېر شوق سره غوږ نیولی و، او له ما سره یې د تأیید په خاطر سرونه خوځول، خو یوې نجلۍ په لوړ آواز سره وویل: ” که پدر هم پدر باشد!“. زه د دغې نجلۍ د دغې خبرې په اورېدلو سره باالکل حیران شوم، اما، هېڅ مې ورته ونه ویل، او هغه صنف رخصت شو، او بل صنف شروع شو. د دغه نجلۍ دغه خبره هر وخت زما په فکر کې راګرزي. او په ریښتیا سره چې ډېره پخه خبره یې کړیده! چې پلار خو هم پلار وي؟
زه دغه خبره کله ناکله د ملګریو په مجلسو کې یادوم. د مثال په توګه: که څوک کوم وخت د یوه ملګري څخه ګیله کوي او یایې ډېر صفت کوي، نو زه هم د عادت په ډول بیا په آخر کې له ځانه سره په لوړ آواز وایم چې ملګری خو هم چې ملګری وي؟ که یو څوک د خپل استاد څخه ګیله لري او یا د هغو صفت کوي، نو زما په فکر کې سمدلاسه دغه خبره راګرځي، چې استاد خو هم استاد وي؟
له ګرانو او قدرمنو لوستونکو څخه هیله لرم چې لږ شانته په دغه حصه کې په غور او دقت سره فکر وکړي، او زما په فکر سره دغه ډېره مهمه خبره ده، او پدې خبره باید ښه څېړنه او غور وشي.
زه پخپله اوس الحمدالله د پلار او بابا په ځای یم. هر پلار پدغه خبره ډېر خوښحاله کېږی چې یو څوک د دوی اولادو ته د پلار حقونه د اسلام په رڼا کې بیان کړي. علت یې همدا دی چې دغه ټولې خبرې د هر پلار په ګټه دي، نو ولې به په هغه دغه خبرې ښې نه لګیږي؟ همدارنګه، پلرونه باید هغو خبرو ته هم چې په هغو کې د اولادونو حقونه بیانېږی، په خوښحالۍ او آرامۍ غوږ ونیسي، په هغو خبرو هم خوښحاله شي، او هغه په عمل کې پیاده کړي. یعنې که چېرې پلرونه او میندې د اولادو حقونه، او اولادونه د پلرو او میندو حقونه د اسلام په رڼا کې اداء کړي، نو په ریښتیا سره به د زمونږه او ستاسې کورنی ژوند، ګل او ګلزار وي. نه به کورنی خفګان، او نه به کورني جنګونه او جنجالونه وي.
دا خو باالکل یو واضح حقیقت دی چې په اسلام کې خو د پلار او مور د پاره ډېر حقونه شته. اما، کوم وخت مونږه او تاسې پلرونو او میندو په ریښتیا سره دغه فکر کړی دی، چې آیا موږه به د هغه پلرونو او میندو په جمله کې راشو او کنه، چه په اسلام کې هغو ته اشاره شویده. زه غواړم دغه نقطه د لمر په شان قدرمنو لوستونکو ته واضح کړم چې حتٰی که د چا پلار او مور غیر مسلمان هم وي، نو دوی ته هم د اسلام په رڼا کې حقونه ورکړل شوي دی، او مسلمان اولاد په دغه مکلف دی چې د دوی هغه حقوق د اسلام په رڼا کې په ښه توګه ور په ځای کړي. لېکن خبره داده چه آیا مونږه او تاسې پلرونو او میندو د خپلو اولادو اسلامي حقونه پر ځای کړي دي، او کنه؟ آیا دغه جمله ”پلار خو هم چې پلار وي؟“، په مونږه او تاسې تطبیق نشي.
ځنې پلرونه خو په ریښتیا سره د خپل اولاد په فکر کې هېڅ نوي. له دوی سره هېڅ غم نشته چې د دوی اولادونه څه کوي؟ دغه ډول پلرونه یوازې د خپل ځان په غم کې وي، او د پیسو په غم کې شپه او ورځ له کوره ورک وي. دغه غم ورسره نوی چې د هغه اولادونه لمنځونه کوي او کنه؟ آیا د شپې له خواه، هغه په خپل کور کې دی او یا که هغه د شپې په کوڅو او سرکونو کې کارته او پورته مڼډې وهي. همدارنګه، آیا میندو لکه چې لازمه ده خپل مسٔولیتونه د اولاد په حصه کې اداء کړي دي او کنه؟ ځنې میندې خو له خپل اولاد څخه باالکل خبرې نوي، چې هغه څه کوي، هغه له چا سره ګرزي؟ نو که خپل سرونه مونږه او تاسې په صداقت سره خپل ګرېوانو ته ټیټ کړو، نو کېدای شى چې دغه جمله چې ” پلار خو هم چې پلار وی، او مور خو هم چې مور وي؟“ په مونږه ټولو تطبیق شي. ځنې پلرونه خو چه کله خپلې مېرمنې د کوم عذر له کبله طلاقې کړي، نو هغه له خپل اولاد سره هم د همغه لحظې څخه جدایي اعلان کړي، او د اولاد د هېڅ شی څخه خبر نوي، او د دوی اولادونه د دغه ډول پلرونو په ژوند کې لکه یتیم داسې وي. نو په ریښتیا سره چې پدغه جمله کې چې پلار خو هم پلار وي، ډېر مفهوم پروت دی. دغه جمله چي پلار خو هم پلار وي؟ په اکثره حالتو کې د تطبیق وړ ده. د مثال په توګه چې:
۱- پلار خو هم چې پلار وي؟
۲- مور خو هم چي مور وي؟
۳- استاد خو هم چې استاد وي؟
۴- تره خو هم چې تره وي؟
۵- … او داسې نور؟
غواړم چې د نمونې په شکل د یوه استاد په حصه کې تبصره وکړم. له دغه خبرې سره به ټول موافقه ولري چې استاد په خپلو شاګردانو حق لري. البته، هغه استاد چې د خپلو شاګردانو د پاره یې ښه خدمت کړی وي. یعنې، د شاګردانو د پاره یې دغه لاندې شیان کړي وي:
۱- استاد په ریښتیا سره د شاګردانو د پاره خدمت کړی وي.
۲- استاد په ریښتیا سره د اسلامي اخلاقو څښتن وي.
۳- استاد په ریښتیا سره عادل وي.
۴- … او داسې نور.
که چېرې خدای نا خواسته، استاد دغه لاندې نیمګړتیاوې ولري:
۱- استاد د شاګردانو وخت ضایع کړی وي.
۲- استاد د خپل لوړ مقام څخه ناوړه ګټه پورته کړې وي.
۳- استاد بې ناموسي کړې وي.
۴- … او داسې نور.
نو بیا په ریښتیا سره دغه جمله چې استاد خو هم استاد وي؟ ډیره ښه تطبیق کېږي.
په نتیجه کې ویلی شو چې یو شی باید هماغه شانته وي چې تر څو د هغې شي لایق وګرزي. یعنې پلار باید د پلار مسٔولیتونه، مور باید د مور مسٔولیتونه، استاد باید د استاد مسٔولیتونه، په ښه صورت سره سرته ورسوي، چې تر څو هغوی د هغه ښو پلرو، میندو او استادانو په جمله کې راشي.
د یادولو وړ ده چې مونږه او تاسې پخپله خپل اولادونه په خپله خوښه همدلته راوستلي دي، نو باید د دوی په اسلامي تعلیم او تربیه کې یوه لحظه هم بې غوري ونکړو، او نور یې په الله(ج) وسپارو. الله(ج) د وکړي چې زمونږه ټولو اولادونه د اسلام په رڼا کې له مونږه ټولو څخه خوښحاله وي، او دغه جمله چې ” پلار خو هم چې پلار وي، او مور خو هم چې مور وي؟“ د دوی په ذهن کې ور ونګرزي.
په پای کې تاسې ټول په لوی او مهربان الله(ج) سپارم. زه په ډېره عاجزۍ سره دواړه لاسونه د الله(ج). لوی او مهربان دربار ته پورته کوم چې په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه شانته صلح راشي چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین. عبدالله وردک
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com