ښاغلی احسان الله هلال د " دویناکولوپرمهال دنوي نسل ځوانان اودهغوی لپاره ځینې لارښونې" تر عنوان لاندی، داسی لیکی:

"
دنوي فصل(نوي نسل) یوځوان چې زده کړې يې دبکلوریاترکچې بشپړې کړې وې راسره مخ شو په خواراحترام یې خبرې اترې راسره شروع کړې، دځینو کاروپه اړه يې راڅخه مشورې غوښتې، داسې ښکاریدوچې هرڅه وایي سهوه ترې کیږي، خبرې به ترې ګډې وډې کیدې ویل: کله چې وغواړم په مسجد کې آذان وکړم زړه مې په درزار شي، له مشرانو سره دخبرو پروخت مې هم زړه دربیږي، په ټولګي کې مې چې استاد ددرس لوستلولپاره، جګ کړي زده کړی درس رانه هیرشي لکه پاڼه چې باد وهي رپیږم.

ډير فکر مې ورته خراب شو په داسې کورنۍ کې لوی شوی و چې هلته ماشومانو ته دخبرو کولو حق نه و ورکړل شوی، هلته ماشوم ته پاملرنه نه وه شوې، یواځې يې دې الفاظوذهن اوفکربې باوره روزلی و

_ دا مه کوه!
- کینه!
- ستا له دې کار سره څه؟
- مه غږیږه!
- چوپ شه!

په آخر کې ددې عادت په اخستلو سره دټمبل کلیمه هم ورته استعمال کړل شي، په اوریدو سره يې ماشوم داسې ناهیلې شي چې ګواکي حافظه یې هیڅ کار نه کوي زده کړي شیان په حافظه کې ساتي له خولې څخه یې نشي را ایستلی له دې ډار څخه چې امکان لري غلط وي، که فکر وکړو غلطي ده چې موږ او تاسې په سمه لاره برابروي.

داسې ماشومان مې ډير لیدلي چې دیو څه پوښتنه ترې وکړې، ډير په کراره هغه صحي ځواب له خولې راباسي خو کله چې آفرین شاباس الفاظ ورته ووایو نو هغه په هغه ځواب باندې ور زړور شي.

داچې دماشومانو لومړنی صنف دمور غیږ ده او د په په، مه مه لو مړني الفاظ له لومړني ښونکي یعنې مور څخه زده کوي، باید له هغې شیبې ماشومانو ته دخبرو کولو حق ورکړل شي، ترڅو په راتلونکې کې ښه استعداد او جرت ولري.

کوم ځوانان چې له خبرو کولو څخه په په ماشومتوب کې منع شوي، زیات له دې ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې دپنځو کسانو په مخ کې خبرې نشي کولای!

دهر انسان دپرمختګ لپاره ضروري خبره په ژوند کې ښه او په جرت سره وینا کول دي.

دهر علم دانتقال او هغو څخه دګټې اخستنې لپاره ښه وینا کول اړین دي!

دهغو ځوانانو لپاره چې په وینا کولو کې ستو نزې لري باید په لاندې لارښونو عمل وکړي.

۱. باید خپل ځان ډاډه کړي او وینا کول عادي خبره وګڼي.

۲. په ټولګي کې دتختې مخې ته زیات جګ شي.

۳. په بهیرونو اوغونډوکې ګډون وکړي.

۴. دښوونځي په لیني پرګرام کې ګډون وکړي.

۵. هڅه وکړي هرځای کې دخبروکولو سره بلدتیا پیداکړي.

۶. په خپلومنځونوکې اونیزبهیرونه جوړ کړي.

۷. نرمه لهجه وکاروي چې ترڅو مینوال پیداکړي.

ترڅو دالهي نعمت او لورینې (ژوند) په هنرکې بریالی او ځلانده ستوری شي، هغه څه چې دده په حافظه کې دعلم او پوهې په نوم قرار لري تر نورو خلکوته یې په داسې انداز ور ورسوي چې مینوال یې پرته له کومې ستونزې دخوږو الفاظو په اوریدو سره دحافظې په هغه صندوق کې په اسانۍ سره ثبت کړي، کوم چې ډکیدل یې له امکان څخه وتلې خبره ده.

دهغو کورنیو لپاره څو اړینې لارښونې چې ماشومان تحدید او له خبرو منع کوي.

۱. دخپلو ماشومانوخبرې په ډيره مینه سره واورئ.

۲. خپلوماشومانوته دخبروکولوحق ورکړئ.

۳. خپلوماشومانوته دخبروکولووخت ورکړئ.

۴. خپلوماشومانوته مه غږیږه مه وایئ.

۵. دخپلوماشومانوسره په خوارامینه خبرې وکړئ.

۶. خپلو ماشومانو ته نرمې او خوږې کلیمې ورزده کړئ.

۷. خپل ماشومان تشویق او وهڅوئ.

۸. خپلوماشومانو ته غوسه مه کوئ.

۹. خپلوماشومانوته دهغه غلطۍ په خبرو سره ورپه ګوته کړئ.

۱۰. له خپلو ماشومانو سره مینه وکړئ.

۱۱. خپل ماشومان هیڅ کله مه ناهیلې کوئ.

همدارنګه دبشریت ستر لارښود نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم له ماشومانوسره زیاته مینه درلوده، که ماشومانوته ته ښه پاملرنه وشي دسبا ورځې لویانو ته به مو قوت ورکړی وي، همدغه ماشومان دټولنې هیواد او خاورې راتلونکي دي هرچاته اړینه خبره ده چې دماشومانو په روزنه کې له پوره دقت څخه کار واخلي ترڅو ګران هیواد افغانستان مو دپیاوړي او روشن فکره نسل څښتن شي، لکه څرنګه چې دکور یا تعمیر تهداب باید مظبوط او کلک جوړول په کار دي همداشان مو باید دنسل او ټولنې تهداب پیاوړی و اوسي.

په ډيره مینه"

---------------------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما