یو څوک هغه وخت د یوه شي په قدر پوهېږی چې هغه له لاسه ورکړي (عبدالله وردک)
شپاړسمه برخه - انګلستان - نومبر - ۲۰۱۷
ګرانو او محترمو وروڼو او خویندو السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي چه د خپلو اولادو او دوستانو سره روغ او جوړ وی. آمین. په ریښتیا سره چې یو څوک تر هغه وخته پورې د یوه شی په قدر نه پوهېږی، چې تر څو هغه یې له لاسه نوی ورکړی. د مور او پلار په قدر هغه څوک ښه پوهېږی، چې مور او پلار یې لدې فاني دنیا څخه پخواه سترګې پټې کړي وی. اوس چې هر څومره لاسونه ټکوي، په درد نه خوري او ګټه نلري. هغه وروڼه او خویندې چې تر اوسه پورې دوی د مور او پلار له ښکلي نعمته محروم ندي، باید د الله(ج) شکرانه اداء کړي، او شپه او ورځ د خپلې مور او پلار په خدمت کې تېر کړي. کوښښ وکړي چې د دوی د لیدلو زیارت وکړي، او د امکان په صورت کې کوښښ وکړي، چې د دوی خدمت پخپل لاس وکړي. له دوی سره وخت تېر کړي، او کوښښ وکړي چې د دوی زړونو ته لاره پیدا کړي، او د دوی زړونه لاسته راوړي. اولادونه باید د خپل پلار او مور له ارمانونو څخه ځان خبر کړي، او له دوی څخه پوښتنه وکړي، چې دوی په ژوند کې څه ارمان لري، او بیا کوښښ وکړی چې د دوی ارمان د امکان په صورت کې د دوی په ژوند کې عملي کړي. هغه وروڼه او خویندې چې له خپلو میندو او پلرونو څخه لرې ژوند کوي، هغه باید د امکان په صورت کې د خپل پلار او مور د لیدلو د پاره لږ تر لږه په‌ کال کې یو وار وطن ته ولاړ شي، او هلته دوی له خپلو ملګرو سره په بنډارو خپل وخت تېر نکړي، او کوښښ وکړي چې زیات وخت له خپلو میندو او پلرونو سره تېر کړي. پلرونه او میندې د خپلو اولادو په لیدلو سره ډېر خوښحاله کېږي.
که د چا مور او پلار تر اوسه پورې ژوندي وي، او هغوی یې تر اوسه پورې حج ته نه وي بېولي، نو ژر تر ژره د امکان په صورت کې باید هغوی حج او عمرې ته بوزي. د مور او پلار د پاره بهترینه تحفه حج او عمره ده.
یوه نقطه باید په ډېره واضح توګه ذکر شي چه باید مونږه او تاسې داسې ونکړو چه حلال او حرام سره غونډ کړو او هغه بیا د خپل پلار او مور د خدمت د پاره پکار واچوو. نه، نه، داسې باالکل ونشي، په دغه ترتیب د خپل پلار او مور خدمت کول په حقیقت کې د دوی مقام ته لویه بې احترامي او سپکاوۍ دی. په هېڅ صورت کې حرامې پیسې د خپل پلار او مور په خدمت کې استعمال نشي. دغه نقطه خو باید ټولو ته د لمر په شان واضح وی چې باید مونږه او تاسې خپله روزي او پیسې د حلالې لارې لاسته راوړو. حرام نه پخپله وخورو، نه یې په خپلو اولادونو او دوستانو وخورو. له حرامو څخه خو باالکل ځانونه پاک وساتو. ښه مور او ښه پلار به هېڅکله د اولاد په حرامو پیسو خوښحاله نشي، او که خدای ناخواسته، د چا په پلار او مور حرام او حلال فرق نکوي، نو بیا په دغه پلار او مور کې څه کار شته. د یادولو وړ ده چې د پلار او مور خدمت باید د اسلام په چوکات کې د ننه اداء شی، په هېڅ صورت کې د الله(ج) احکام تر پښو لاندې نشي. اولادونه باید په یاد ولري، چې د هغوی مور او پلار په هېڅ صورت کې په دغه نه خوښحاله کېږي، او نه باید خوښحاله شي چې په هغوی حرام وخوړل شي.
ځنې وروڼه او خویندې له بانکونو څخه په سود قرضه اخلي او بیا په هغه خپل پلار او مور حج او یا عمرې ته لېږي، چې دا نو باالکل داسې غلط کار دی چې هر هوښیار سړی باید ورته حیران شي. ځنې خو بیا دومره خپل ځانونه هوښیار او چالاکه بولي، چې وایي زه حلالې روپۍ له حرامو څخه جدا ساتم، او دغه پاکې روپۍ بیا د خپل پلار او مور د حج او نور خدمت د پاره پکاروم. دغه شانته فکرونه ټول شیطاني فکرونه دي، او له دغه ډول غلطو او شیطاني فکرونو څخه باید خپل ځانونه لرې وساتو. ځنې وروڼه او خویندې به مو لیدلي وی چې وایي فلاني سړی ماته بازي راکړه او له هغه سړي څخه ډېر خفه هم معلومېږي، او له هغو سړي څخه ګیله هم لري، لیکن دغه سړی له خپله ځانه نه خفه وي، او نه له خپله ځانه ګیله کوي، چه هر وخت دغه سړی خپل ځان ته بازی ورکوي، او د ډېر خفګان خبره خو داده چې دغه محترم هر وخت خپل ځان ته بازي ورکوي او پرې پوه هم نه وي.
ځنې خو تر هغو پورې د پلار او مور په قدر نه پوهېږي چې تر څو دوی پخپله پلار او مور نه وی شوي. کله چې دوی پلار او مور شي، نو بیا پوه شي. اما، په ځنو وختونو کې هغه بیا ډېر ناوخته شوی وی، د دوی پلار او مور له دغه فاني نړۍ څخه د تل د پاره سترګې پټې کړې وي. هېره د نه وي چې ځنې فکر کوي چه مونږه خو الحمدالله خپل پلار او مور ته هر وخت حلالې روپۍ لېږلې، او په دغه حلالو پیسو مونږ د دوی خدمت کړی. که چا دغسې کار کړی وي، هغه باالکل ښه کار کړی، او الله(ج) د نور هم په نېکۍ توفیق ورکړي، اما، دغه ورور او خور هم باید پوه شي چه پلار او مور یوازې په روپیو نه خوښحاله کېږي. ډېر شیان شته چه سړی په هغه نه وی خبر. زه غواړم چې د ځان په هکله یوه خبره در سره شریکه کړم. الحمدالله تر هغو پورې چې زما پلار او مور ژوندي و، الله(ج) د دوی دواړو ته د ټولو مسلمانانو مړیو سره جنت الفردوس په نصیب کړي (آمین)،
زه هر کال له خپلو بچیانو سره د دوی د لېدلو د پاره تللی یم. زما مشره خور به د یو څو ساعتو د پاره ډېره خوښحاله وه، لیکن بیا به لږ وخت وروسته ډېره ژر ډېره خفه معلومېده. ما به ورته ویل چې خورې! ولې خفه معلومېږی؟ هغې به په ځواب کې راته وویل چې بیا به بېرته ځې! په ریښتیا سره چې کله به بېرته راتللو، نو په دوی ټولو به غم جوړ و او مونږه او دوی ټولو به په ګډه ژړل، او په کور کې به غم جوړ و. ما فکر کاوه چې ان شاءالله ما به د خپل پلار او مور حق اداء کړی وي، ځکه چې الحمدالله زما پلار ۲ حجونه او مور مې یو حج کړی و، او د زما د معاش لومړنۍ حصه به اول د دوی د خدمت د پاره حواله کېدله. لیکن زه په خپل فکر کې باالکل غلط وم. اصله کېسه داسې وه چې زما ځنو اولادو ته په همدغه شهر کې د لوړو زده کړو داخله ورکړل شوه او دوی خپل سبق همدلته شروع کړ، نو په ریښتیا سره زه د اولاد له جدایۍ څخه خبر نه وم، ځکه زما ټول اولادونه له ما سره همدلته په همدغه شهر کې و. کله چې د ما بل زوی ته به بل شهر کې په پوهنتون کې ځای ورکړل شو، نو په ما د اولاد د جدایۍ درد ورو ورو شروع شو. ما د هغه زوی شپې او ورځې شمېرلې، یوه ورځ راغله چې د هغه د سفر بستره مو وتړله، زه په ژړا وم او هېڅ مې ژړا نه درېدله. په دغه وخت کې زه پوه شوم چې په ریښتیا سره د اولاد جدایي څومره سخته وي، نو ما تلفون را واخیست او خپلې مرحومې مور ته مې سمدلاسه تلفون وکړ چې ګرانې او شېرینې مورې! ماته بښنه وکړه، زه نه پوهېدم چه تاته به ما څومره تکلیفونه درکړي وي (البته زما پلار هغه وخت پخوا په حق رسېدلی و، الله(ج) د هغه و بښي). زما مور حیرانه شوه چې زویه څه خبره ده؟ ما خپله کېسه ورته وکړه چې د ستا فلانی لمسی بل شهر ته د سبق د پاره روان دی، او زه اوس پوه شوم چې د اولاد جدایي څومره زور لري. مور مې په ځواب کې راته وویل چې هو زویه، شکر دی چې پوه شوې، او زما له زړه څخه خبر شوې. ما فکر کاوه چې ما به ان شاءالله د خپل پلار او مور یو څه حق اداء کړی وي، مګر زما فکر غلط و. آه د هغه چا په برخه چې دوی پخپله ښه پوهېږي، چې دوی د خپل پلار او مور حق ندی اداء کړی. نو راځی په دغه سره موافقه وکړو چې:
۱- که کوم ورور او یا کومه خور دومره نېک بخته وي، چې د هغې پلار او مور، یا یوازې مور، او یا یوازې پلار یې تر اوسه پورې ژوندي وي، نو هغه ته تر اوسه فرصت شته چې د هغو خدمت د اسلام په رڼا کې سرته ورسوي. یوه بله خبره زه تاسې ټولو ته کوم چه لطفاً د خپل پلار او مور د پاره د کور د خرڅ څخه علاوه او جداء یوه اندازه روپۍ خاص د دوی د پاره لېږی، دوی په دغه کار ډېر خوښحاله کېږي. دوی له دغو روپیو څخه خپلو دوستانو ته تحفې اخلي، او دغه کار دوی ډېر خوښحاله ساتي. که دغه کار مو تر اوسه نوی کړی، لطفاً هغه وکړی.
۲- د هغه ورونو او خویندو چې پلار او مور یې په حق رسېدلي، دوی باید په هر لمانځه کې د دوی د مغفرت د پاره د زړه له کومي دعا وکړي، چې الله(ج) دې د هغوی پلرونه او میندې د قبر له عذابه، د دوزخ له عذابه وساتي، او الله(ج) د هغوی ته د ټولو مسلمانانو مړیو سره جنت الفردوس ور کړي (آمین). همدارنګه، په یاد راوړي چې د دوی محترم پلار او مور د دوی د پاره څه ندي کړي؟ نو باید دوی د خپل پلار او مور د پاره په هره مناسبه موقع کې صدقهٔ جاریه ورکړي، او د خپل پلار او مور د دوستانو سره رابطه وساتي. کوښښ وکړي چې د خپل پلار او مور نېک نومونه، نور هم نېک وساتي.
۳- هغه وروڼه او خویندې چه دوی دومره نېک بخته دي، چې د دوی پلار او مور تر اوسه پورې ژوندي، او د دوی سره په یوه کور، او یا یوه کوڅه، او یا یوه شهر کې ژوند کوي. دوی باید له الله(ج) څخه ډېر راضي وي، او د الله(ج) ډېر شکر پرځای کړي. دوی تر اوسه پورې د پلار او مور له دعاء څخه محروم شوي ندي. د پلار او مور دعا د خپل اولاد په حصه کې ډېره مهمه ده. پلرونه او میندې، باید هر وخت د خپل اولاد د پاره دعا وکړي. خبردار اوسۍ! چې هېڅکله خپل اولاد ته ښېره ونکړی.
راځی په آخر کې ټول د عاجزۍ دواړه لاسونه د الله(ج) بښونکي او مهربان دربارته پورته کړو، او د خپل پلار او مور او د ټولو مسلمانانو د پاره د زړه له کومي د مغفرت دعا وکړو. همدارنګه، یو ځل بیا د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته د عاجزۍ دواړه لاسونه پورته کړو، چه الله(ج) د په افغانستان او ټوله نړۍ کې هغه شانته صلحه راولي چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین.
تر بلې لیکنې د الله(ج) په امان. والسلام. عبدالله وردک.
زما اړیکه: abdullahwardak53@gmail.com