د اسلام ستر پیغمبر خاتم النبین حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ځمکې پر مخ د نړۍ ګردو انسانانو ته د الهي رحمت د ډالۍ کولو ویاړ لري چې نبوت پرې ختم شوی او د انسانانو لپاره یې د آسماني رسالت نجات بښونکې سلسله بشپړه کړې ده. له همدې کبله محمد (ص) په کوم ځانګړي قوم، قبیله او سیمه پورې اړه نه لري بلکي د لوی خدای (ج) له خوا د ځمکې په سر د ټولو عالمیانو لپاره د رحمت، سعادت، نېکمرغۍ، هدایت او نېکبختۍ بنسټ اېښودونکی دی، د اسلام د سپېڅلي دین یې د نړۍ وګړو ته راوړی او د اېمان د روښانه پلوشو وړانګو ته یې انسانان وربللي دي. خدای جل جلاله د انبیا سورت په ۱۰۷ آیت شریف کې داسې فرمایلي دي: ژباړه (موږ ته نه یې لېږلی مګر رحمت د عالمیانو لپاره).
د دې آیت شریف څخه څرګندېږي چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو عالمیانو لپاره د رحمت پیغمبر دی داسې شامل او کامل رحمت دی چې د نړۍ ټولو موجوداتو ته د دې ستر او عظیم انسان د نجات بښونکي رسالت د منلو ویاړ منسوب دی او په منلو سره یې د خدای (ج) د رحمت په دایره کې شاملېږي. رحمت د خدای (ج) صفت دی او خدای (ج) یې خپل نازولی بنده او آخر الزمان پیغمبر د خپلې ځانګړې مهربانۍ له مخې د (رحمت العالمین) په صفت ښکلی کړی دی. له همدې کبله پيغمبر (ص) فرمایلي دي: (اې خلکو! په تحقیق سره زه د هدایت منونکو لپاره رحمت یم) الدارمي. پیغمبر (ص) په یو بل حدیث شریف کې داسې فرمایلي دي: ژباړه: په تحقیق سره زما او د خلکو مثال داسې دی لکه یو شخص چې اور بل کړي کله چې د ده شاوخوا رڼا شي نو پتنګان او یو ژوندي څیزونه په بل شوي اور کې د لوېدو له خطر سره مخ کېږي نو دغه سړی دا ژوندي څیزونو ته نجات ورکوي او نه پرېږدي چې په اور کې و لوېږي. نو زه هم تاسو په هغه اور کې له لوېدلو څخه ساتم چې تاسو په هغه کې د لوېدلو له خطر سره مخ وی. البخاري، کتاب الرقایق
رحمه للعالمین داسې یو صفت دی چې د نړۍ ټول ‌‌ذیروح که هغه واړه، لوی، ښځینه، نارینه، نږدې، لرې، دوست، دښمن او هر څوک وي پکې شامل دي او دغه رحمت په هېڅ یوه ځانګړې زمانه او خاص ځای پورې محدود نه دی بلکي دا یو داسې رحمت دی چې د قیامت تر ورځې پورې به دوام کوي. دا هغه رحمت دی چې په طبیعي توګه د پيغمبر (ص) په خبرو، کردار او اعمالو کې څرګند شوی دی او دغه رحمت داسې نه دی چې یوازې په تصنعي توګه د پیغمبر (ص) په ځینو ورځنیو چارو کې د هغه نمونې ښکاره شوې دي. پيغمبر (ص) فرمایلي دي چې ژباړه یې داسې ده: «زموږ له ډلې څخه نه دي هغه څوک چې زموږ په کشر شفقت و نه وکړي او زموږ د مشر احترا و نه کړي.» الترمذي. که رښتیا هم په انساني ټولنه کې د مشر او کشر حقوق و پېژندل شي او په سمه توګه مراعات شي نو د داسې یوې ټولنې ټول نارینه او ښځینه افراد به په لوړو اخلاقي معیارونو سمباله شي او د ژوند په چارو کې به داسې بری تر لاسه کړي چې مثال یې په نړۍ کې نه دی تېر شوی. همدارنګه پيغمبر (ص) نه یوازې د ټولنې په عادي انسانانو بلکي په هغو کسانو هم مهربانه وو، په مهربانه او نجات بښونکې لهجه به یې خبرې ورسره کولې او د خلاصون لاره به یې ورته په ګوته کوله چې د خپلې ګناه یا خطا اعتراف به یې کاوه. ابو هریره (رض) د پیغمبر (ص) څخه روایت کوي چې یوه ورځ د پيغمبر (ص) سره ناست وو، په دې وخت کې یو سړی راغی او ویې ویل: « اې رسول الله هلاک شوم» پیغمبر (ص) ورته وویل: «ولې څه در شوي دي؟» سړي وویل: « ما د خپلې مېرمن سره په داسې حال کې یو ځای والی وکړ چې فرضي روژه مې په خوله وه» پیغمبر (ص) ورته وویل: «آیا غلام یا وینځه لرې چې آزاد یې کړې؟» سړي ورته وویل: «نه» پيغمبر (ص) ورته وویل: «آیا دوې مسلسلې میاشتې روژه نیولی شې؟» سړي ورته وویل: «نه» پیغمبر (ص) ورته وویل: «آیا شپېتو مسکینانو ته ډوډۍ ورکولی شې؟» سړي ورته وویل: «نه» په دې وخت کې پیغمبر (ص) له مجلس څخه ولاړ، موږ همدلته وو چې یوه داسې خلته یې راوړه چې په هغه کې خرماوې وې. بیا یې وویل: «سوال کوونکی څه شو؟» سړي ورته وویل: «هغه زه یم» پيغمبر (ص ) ورته وویل: «دا واخله او خیرات یې کړه» سړي وویل: «آیا هغه چا ته یې ورکړم چې له ما څخه فقیر دی اې رسول الله؟ په خدای قسم دی چې د دې تورې ځمکې تر منځ زما له اهل څخه بل څوک بېوزله او فقیر نشته.» په دې وخت کې پيغمبر (ص) داسې و خندل چې د مخ غاښونه یې ښکاره شول او بیا یې وویل: « د خپلې کورنۍ غړو ته یې ورکړه» البخاري، کتاب الصوم.
په رښتنې بڼه رحمت او داسې یو تعامل چې له ګڼو پوښتنو سره سره سوال کوونکی له هېڅ راز سختۍ سره نه مخ کوي، له سوالونو څخه یې د ستړیا احساس نه کوي او هغه ټولې لارې چارې په خندنۍ ژبه ورته ښيي چې یو مظلوم او عاجز سړی څرنګه له خپلې ګناه څخه پرې نجات موندلی شي. همدارنګه بیا د پوښتنو په آخر کې خپله ځي نوموړي ته خرماوې راوړي او کله چې د سوال کوونکي له خراب اقتصادي حالت څخه خبرېږي نو په موسکا او خندا ورته وایي چې ولاړ شه، خرماوې د خپلې کورنۍ غړو ته ورکړه.
لکه څنګه چې د انسانانو په دنیوي ژوند کې د پيغمبر (ص) د مبارک سیرت هره برخه د رحمتونو وړانګې له ځان سره لري، په همدې توګه په اخروي ژوند کې هم پيغمبر (ص) د مومنانو لپاره د رحمت سمبول دی او خدای (ج) ورته د مسلمانانو د شفاعت مقام ورکړی دی. نو د پایلې په توګه ویل شو چې د پيغمبر (ص) دنیوي ژوند د نړۍ د ټولو موجودو انسانانو او ذېروح لپاره رحمت دی او په آخروي ژوند کې د هغه چا لپاره د خدای په دربار کې شفاعت غواړي چې د حق لاره یې نیولې وي او په دنیا کې یې غوره اعمال سر ته رسولي وي.