خير دا خو لږ عمر دى تېر به يې کړم
خو زه په دې يم اندېښمن خالقه(ج)
چې ابدي عمر به څنګه کېږي
يمه هغه لره غمجن خالقه(ج)
                                     
د مړو چم، چې هديره يې بولي
په هغه کلي کې به جنګ خو نه وي؟
لکه لېوان له تازه ښکار نه چارپېر
يو به د بل په وينو رنګ خو نه وي؟
                                     
خدايه(ج) که غرونه، غرونه خاورو لاندې
څوک ښايستونه او ښکلا مړه کوي
ماته له مرګه پس ژوند مه راکوه
داسې حالات مې روح او ساه مړه کوي
                                      
هره شېبه به ځنکدن کې يمه
که مړي هم مونږ لېونيو غوندې
ولري ګل رنګ کې اغزن خويونه
د ګل ګلابو د پنډيو غوندې

له تور لحد نه به وتلى نشم
په ما به بار وي خرورونه خاورې
د تېښتې لار به وي چينجو خوړلې
وي به مې شپږ خوا دېوالونه خاورې
                                     
ستا لوى جهان نه لوى جنت به راته
د مېږي سترګې نه هم تنګ وي ربه(ج)
که يو انسان د بل انسان له پاره:
لکه کوکنار او لکه بنګ وي ربه(ج)
                                      
څښاک به مې هلته هم د زړه وينې وي
که هديره کې مرکونډيو غوندې
د طبيعت په پښو چوخېږي راته
خواص د مړو د اغزيو غوندې
                                      
زه خو به بيا ومرم له ډېره غمه
که هلته هم خلک رڼا قتلوي
که وي د شمعې او څراغ دښمنان
که د اشرف مخلوق معنا قتلوي
                       
لکه چې وم هاغسې خاوره مې کړه
که مړي هم د دې ژونديو په شان
د نفس په داړو انسانان شوکوي
د تور ځنګله د شنو زمريو په شان
                                      
ما د هندو په ډول وسوځوئ
چې باد مې يوسي د درياب څپو ته
کب غوندې پټ شم د انسان له ظلمه
ښکته شم سپينو او رڼو اوبو ته

ماته يې مه راښيه خدايه(ج) که څوک
چا ته د سپينو اوښکو هار جوړوي
شي انځورګر د مخ تخته باندې يې
نرى تک سپين د اوبو مار جوړوي

که انسانانو کې وي دومره توپير
چې يو (بهلول) بل د (سلطان) په څېر وي
ما "شيرين زوى" ته بيا ژوند مه راکوه
که بل جهان د دې جهان په څېر وي