فردی ظرفیت جوړول، ټولنیز ظرفیت جوړول او دولتي ظرفیت جوړول یعنی څه؟

ظرفیت جوړول لپاره مختلفه او متنوع تعاریف وجود لری، دلته په لنده توګه کولای شو ظرفیت جوړول داسی تعریف وکړو:

د فرد محوره په محدوداتو کې، ظرفیت جوړول، یعنی: د انسانی توان توسعه، د انسانی توان ارتقا، د انسانی توان پراختیا. په بل عبارت ظرفیت جوړول، د انسان د مولدیت پراختیا ته وایو. د بنست محوره په حدودو کې، بنستیز او یا سازمانی ظرفیت جوړول، یعنی: د یو بنست، د یو سازمان د یو دولت، د یو دولتی ارګان مولدیت، موثریت او ګتورتوب پراختیا، رُشد، توسعه او انکشاف ته وایو، چې، پر دقیق سنجش او دقیق ارزیابی استوار به وی.

د United Nations Development Program (UNDP) تعریف په اساس "ظرفیت جوړول" یوه اوږد محاله پروسه ګنل کیږی، یوه طویل مدت پروسه محسوبیږی، چې، هغهلته دولتی کارمندان، غیر دولتی کارمندان، علمی- تخصصی انجمنونه او سایر اکادمیکی مراکز د انسانی منابعو توسعه، مدیریتی نظامونه ایجادول، توانمند چاپیریال ایجادول لپاره فعالانه سهم اخلی، او، د یو شفاف خط مش سره همراه، او په ټولنه کې د قانونیت په چوکات کې یو بل سره فعالانه مشارکت ولری،

دلته پر دری موضوعاتو باندی لږ مکث صورت اخلی:

۱. فردی ظرفیت جوړول

۲. ټولنیز ظرفیت جوړول

۳. دولتي ظرفیت جوړول

د فردی ظرفیت جوړول په هکله کې د زمونږ افغانی فلسفی څخه استفاده صورت اخلی او د دولتي ظرفیت جوړول په برخه کې له محترم محمد عارف رسولي لیکنی څخه هم نقل قول صورت اخلی.

۱. فردی ظرفیت جوړول:

او راځو چې به وګورو چې د زمونږ افغانی فلسفی پر اساس فردی ظرفیت جوړول څه معنی لری:

مونږ انسانانو لپاره څښتن تعالی د تعقل او تحسس قواګانی اهدا فرمایلی دی، او که چیرته له تعقل کلکین څخه پر فردی ظرفیت جوړول قضیه کې لږ غور او دقت کړو، بیا دا نتیجی ته راځو، چې، انسان د یو فرد په حیث ذاتی او کسبی توانمندی ګانی او مختلفه استعدادونه لری. د انسان اخلاق، سلوک، کرکتر، شخصیت او ټول توانمندی ګانی او مختلفه استعدادونه په کورنیز چاپیریال، طبیعی چاپیریال، وړکتون، ښونځی، مسلکی ښوهنځیو، پوهنتون او بلاخره د کار په چاپیریال کې ارتقا اخلی.

یعنی چې، انسان یو ثابت ظرفیت او یو ارتقایی ظرفیت لری!

دانسان ثابت ظرفیت د عادی شرایطو په وخت کې دانسان سلوک او برخورد تعینوی او دانسان ارتقایی ظرفیت دغیر عادی شرایطو په وخت کې "علمی توپانونه" او یا حتی "جګړیزه سیلابونه" هم ایجادولی شی!

انسان د رُشد او ارقا لپاره دیر دروند او هم اوچت ظرفیتونه لری، مګر کله چې دا ظرفیتونه خالی وساتل شی، او یا انسان لپاره د تعقل او تحسس د متعادلانه ارتقا لاری خلاص نه وی، بی نظمی مینځ ته راځی او نا متعادل لږ ظرفیته انسان لپاره د افراط لاره خلاصیږی.

په یوه ټولنه کې د فردی ظرفیتونه جوړول کورنیز، وړکتونیز، ښونځییز، پوهنتونیز او دولتی دقیق، جدی او مثمر فعالیتونه ته اړتیا لری، تر څو د یوه ټولنه ضروری احتیاجات رفع شی!

۲. ټولنیز ظرفیت جوړول:

په ګران افغانستان کې نه یوازی دولتی سازمانونه او دولتی بنستونه، بلکی غیر دولتی سازمانونه او دولتی بنستونه هم د ظرفیت جوړولو ﻣﺴﺎﺋلو ته مخامخ دی، چې په دی ساحه کې هم باید جدی او دقیق علمی اقدامات صورت اخلی!

غیر دولتی بنستونو لپاره سازمانی ظرفیت جوړول باید داسی علم محوره وی، چې، متفاوتو او مختلفو افرادو او متفاوتو او مختلفو پروګرامونو، متفاوتو او مختلفو پروژی او متفاوتو او مختلفو نورو سازمانی فعالتونو لپاره خپل ګتورتوب، موثریت او توسعه وی مفیدیت په لند مدت، وسط مدت او اوږد مدت سازمانی فعالتونو لپاره کې ثابته کړی.

هره ټولنه، هر هیواد، هر بنست پر خپل دوامداره توسعه وی لاره لپاره، یعنی د خپل پرمختګ لپاره تر یوه زیاده حده پوری د انسانی نیرو ظرفیتونو ته اړتیا لری.

له دی کبله لازم او ضروری ګنل کیږی، چې، پر مختلفه سطوحو کې، یعنی د فردی په سطح کې، د سازمان په سطح کې او د ټولنه په سطح کې لازمه، مناسبه او موثره ظرفیت جوړول صورت اخلی، تر څو چې مطلوب او مثمر نتیجه لاس ته راځی.

په ټولنه کې په غیر دولتی سازمانونه او غیر دولتی بنستونه ظرفیتونه جوړول په دی معنی کې دی، چې، په غیر دولتی سازمانونه او غیر دولتی بنستونه د سازمانی او بنستیز توانایی اصلاح شی، غیر دولتی سازمانونه او غیر دولتی بنستونه خپل سازمانی او بنستیز توانایی کمیتی او کیفیتی شه والی ته ارتقا ورکړی!

۳. دولتي ظرفیت جوړول

له دی کبله چې متاسفانه له پنځه لس کاله را پدی خوا، سره د تولو امکاناتو سره، مونږ ته د دولتی ظرفیت جوړولو پروسه په شفافه او دقیق توګه څرګند او واضح نه دی، نن صبا هم، مونږ په دقیق توګه نه پوهیږو ، چې، کوم ظرفیتونه زمونږ په افغان دولت کې موجود دی، او ظرفیتونو ته زمونږ دولت په کار او په ضرورت دی؟

په هر صورت مونږ فقیر ولس نن صبا تر یو حده پوری ځان نیکمرغه احساسوو، له دی کبله چې مونږ لا اقل یو علمګرا او صادق ولسمشر لرو چې د ظرفیت جوړول په اصطلاح پوهیږی، ظرفیت جوړول پروسه د یو جدی پروسه په حیث محسوبوی او په دی مهم او اساسی لاره کې ګامونه اخلی. د محترم حامد کرزی په دوره کې متاسفانه اوضاع او احوال نور هم بد تره وه. که چیرته ولسمشر کرزی پخپله په دی کبیسه کال، په بله کبیسه کال کې یو ځله، دوه ځله د ظرفیت جوړول اصطلاح استعمال کړی دی، او کله کله له خارجی هیوادونو کې داسی بی ځایه خواهشات او توقع درلود چې، افغانستان لپاره، افغان دولت لپاره ټول ظرفیتونه باید چې دوی جوړ کړی، مګر د دی ځینی وزیران او د هغه دوره ځینی لوی لوی مقامات، مثلاٌ خُرم صیب، هیوادمل صیب، نبی فراهی صیب، زردشت شمس صیب، حتی ښاغلی نجیب منلی په دقیق توګه د ظرفیت جوړول پروسه پر اهمیت او ارزش باندی په معقوله او فعالانه توګه نه پوهیدل! که چیرته زمونږ داسی لوی لوی منصب داران د ظرفیت جوړول پروسه په ساحاتو کې داسی غافل وی، له نورو څخه څه ګیله!

ملی، صادق او آګاه افراد، ملی، صادق، فعال او آګاه چاپیریال ته ضروت او اړتیا لری!

په هر صورت اوس راځو د ښاغلی محترم عارف رسولی لیکنی ته:

ښاغلی محترم عارف رسولی تقریباٌ یوه کاله پخوا، د "نهادونه ریښې ځغلوي: په ستونزمنو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړول" تر عنوان لاندی داسی لیکلی دی:

"
نهادونه ریښې ځغلوي: په ستونزمنو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړول

سریزه
زموږ ګران هیواد افغانستان چې له اوږده وخته راهیسې د بیوزلیو ترڅنګ اوږدې شخړې هم ورباندې راغلې د ماتیدونکو هیوادونو په کتار کې راغی. داچې هیوادونه څنګه دې حالت ته راځي، ستونزې او فرصتونه یې کوم وي، څنګه له دې حالت څخه خلاصون مومي د نن زمانې د پرمختیايي پوهې لپاره یوه ستره ننګونه ده.
دا کتاب چې ما یې ژباړې ته ملاتړلې ده، نهادونه ریښې ځغلوي: په ستونزمنو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړول، نومیږي. دا کتاب په ماتیدونکو او شخړو وهلو حالاتو کې د دولتي نهادونو د ظرفیت په لوړولو کې یوه نوې څیړنه ده. هیله ده چې زموږ د هیواد کدرونه به ورڅخه ګټه واخلي.
په دې کتاب کې په لمړي سر کې یو لنډیز وړاندې کوو چې، د کتاب موخې، د موضوع تشریح، د څیړنې میتود، ستونزې او ورڅخه هیلې او نور وړاندې پکې وړاندې کړو. په نورو څپرکو کې بیا د مختلفو ماتیدونکو او په جګړو کې ښکیل هیوادونو کې د بریالیو نهادونو په پالیسیو، تګلارو، ننګونو، او ورڅخه د وتو په لارو څیړنه کوو، او هڅه کوو چې پایلې داسې تشریح کړو چې د نورو جګړو ځپلو ملکونو لکه د افغانستان لپاره  ګټورې تمامې شي او ورڅخه زده کړه وشي.
دلته ځینې ترمینالوژیگاني او مفهومونه کارول کیږی چې یو شمیر دوستانو به نوي وي. زه په لنډه توګه یو څو لږ څه تشریح کوم.
ظرفیت (Capacity): زیات تعریفونه ورته کارول شوی دي. دلته دا تعریف په کاریږي: د افرادو، نهادونو، او ټولنې توان چې فعالیتونه ترسره او عیار کړي، ستونزې حل کړي، او په تلپاتې توګه ځانته موخې وټاکي او تر لاسه یې کړي.
د نهادونو ظرفیت(Institutional Capacity): عبارت له توانمند کولو، تولنیزه پانګه، توان ورکوونکی چاپیریال او شرایط، او د قدرت اړیکې. د نهادونو ظرفیت په دې توګه، په ستر مفهوم کې عبارت له:تخنیکي مهارتونو، رهبرۍ، د سازمان مشروعیت، سیاسي ملاتړ، او مناسب او پوره توان بخښونکي چاپیریال (د مثال په توګه، قانوني چوکاټونه، او همغږي کولو ترتیبات).
نهاد (Institution) : نهادونه، سازمانونه، او ټولنې چې د اړیکو، همکاریو او هماهنګیو په یوه مکانیزم، د لوایحو په چوکاټ او د قدرت د اړیکو په کانټیکسټ کې فعالیت کوي. هر یو د دې له یو بل سره د تړلو اجزاوو په توګه کار کوي، او که سم په کار واچول شي، مرسته ورسره وشي، د نهادونو د ظرفیت په ټینګښټ کې ونډه لرلای شي.
د کتاب لنډیز
د بریالیو عامه دولتي نهادونو جوړول او فعالول ان د ملکونو په غوره او عادي شرایطو کې یوه دوام لرونکې او اږدمهاله ننګونه ده. د دې ننګونې پیچلتیا د هغو بې ثباته شرایطو له کبله چې په ماتیدونکو او جګړو ځپلو ځایونو کې چیرې چې بشري امنیت، ټولنیز پیوستون، سیاسی ثبات، او اقتصادي فعالیتونه له ستونزو سره مخ شوي وي، لانور ستونزمن اړخونه پیدا کوي.
د ماتیدونکو او جګړو ځپلو ځایونو (ټولنو) په هکله اکادیمکي لیکنې د نهاد جوړولو له ننګونو، خنډونو او په اخري تحلیل کې له ناکامیو ډک دي. خو بیا هم، له زیاتو ستونزو سره سره ځینې عامه نهادونه په ماتیدونکو او جګړو ځپلو شرایطو کې کولای شي چې ریښي وځغلوي او په اغیزمنتیا سره لاسته راوړنې ولري او بنسټیز خدمتونه وړاندې کړي. دوی کولای شي د خپل ملک د خلکو په منځ کې مشروعیت ترلاسه کړي، او په یوه بحراني کاري حالت کې په ځان ویسا او د ننګونو سره مقاومت پيداکړي. مشاهده یوه تحلیلي معما ده چې دا څیړنه هڅوي. موږ د بریالیتوب د کیسو په یوه نمونه باندې تمرکز کوو، او ځکه نو د نهادونو هغه کړنې او پروسې ځانګړې کوو کوم چې په نامناسبو شرایطو کې توان لرونکي او بریالي نهادونه په ګوته کوي. د څیړنو دا لاسته راوړنې د ماتیدونکو او جګړو ځپلو حالاتو په هکله په لیکنو او تحلیلي موادو کې یوه خورا مهمه تشته ډکوي. همدارنګه، دا کار د هغو پالیسي جوړوونکو کسانو لپاره یو ښه رهنما رامنځته کوي، چې د لږ ظرفیت لرونکو ملکونو د عامه سکتور د نهاد جوړونې په هڅو کې بوخت دي.
نهاد جوړونه په هر ځای کې یو اوږ او پیچلی کار دی، خو په تیره بیا به ماتیدونکو او شخړو وهلو شرایطو کې هغه ننګونې چې باید ورسره مقابله وشي په خاصه توګه زړه وهونکې دي. ماتیدونکي او جګړو وهلي ملکونه د سترو او عمده ننګونو سره مخ وي، زیات وختونه اوږدمهاله، ټولنیز، سیاسي، او جغرافیايي پیچلتیاوې لري. هلته سیاسي-ټولنیز حالت زیات وختونه بې ثباته او د سترو او وړاندوینو څخه بهر بدلونونو سره مخ وي. زیات وختونه دولت تر پلازمینې ور اخوا کمرنګه حضور لري او نارسمي نهادونه د خلکو په ژوندونو کې تر رسمي هغو زیات حضور لري. خپلوي پالل او پراخه ځاني ګټې لټول او فساد عام وي.  دولت د خلکو په سترګو کې لږ مشروعیت لري.د دولت او ټولنې ترمنځ قرارداد خورا کمزوری وي. په هغو ملکونو کې چې غوره اساسي قوانین لري د ملت او دولت ترمنځ یو ټولنیز قرارداد شتون لري. په بل عبارت دولت د قانون په چوکاټ کې حاکمیت لري، قانون پلی کوي، ټولو خلکو ته یو شان خدمتونه وړاندې کوي او مشروعیت له خلکو اخلي. په مقابل کې بیا خلک هم وجایب او مسوولیتونه لري، د دولت په اعمالو نظارت کوي، کمښتونه سموي، خپلې وظیفې او مکلفیتونه په ځای کوي او په دې توګه دواړه خواوې و دې ټولنیز قرارداد ته ژمن وي. خو په پورته ټولنو کې دا ټولنیز قرارداد له ستونزو سره مخ وي. نړیوال پرمختیايي همکاران حالاتو ته په ځواب ویلو کې ډېر د اعتماد وړ نه وي او بدلیدونکې پالیسۍ لري. له یوې خوا، هغوی له غیرفعالو نهادونو سره کار پریږدي، له بلې خوا، بیا زیاتې خو نامنظمې مالي زیرمې په ناڅاپي توګه له تاوتریخوالي وروسته ملک ته را وړي.
موږ مومو چې نهادونه په داسې خصمانه چاپیریالونو کې هغه وخت بریالي کیږي کله چې هغوی وتوانیږي چې د ځیرکانه مدیریت تګلارې د پیژندل شوو ګډو وسیلو او اصلاحاتو له لړۍ څخه جوړې او په سمه توګه یې پلې کړي. همدارنګه، په موازي توګه د دوی تکتیکونه چې له ستر سیاسي-ټولنیز چاپیریال سره په کوم کې چې دا ادارې واقع دي، سمون ولري. زموږ په نمونه کې، داسې کوم روښانه وړاندویونکي نشته چې وښيي کوم نهادونه او سکتورونه به بریالي شي. هغه سکتوري نهادونه چې په یوه ماتیدونکي او جګړو ځپلي ملک کې بریالي کیږي په بل ورته هیواد کې کیدای شي پاته راشي. خوله دې څخه یوه اړیکه او طرح رابرسیره کیږي. هغه داچې بریالي سازمانونه په نتیجو باندې د تمرکز او په عین حال کې د  مشروعیت په رامنځته کولو سره داخلي موثریت او له سازمانه بهر عامه ملاتړ ترلاسه کوي. دا پخپل وار سره د سیاسي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره زیات اړین څیز وي. دا ټول په ګډه د هغه اړین مقاومت او توان تر لاسه کولو او ساتلو لپاره کوم چې، په هغه بدلیدونکي سیاسي-اقتصادي چاپیریال کې اړین وي. پراخه ټولنیز ملاتړ دا نهادونه او کارونه یې د سیاسي نظره و مطرح سیاسي لوبغاړو ته په زړه پورې کوي، چې له اصلاحاتو څخه ننګه وکړي او د زیاتیدونکو  سیاسي مداخلو مخه ونیسي. په ټولو حالاتو کې، د تخنیکي رهبرانو او کارکوونکو یوه شبکه یوه بریالۍ کړنلاره او مسیر رامنځته او تلپاته کوي.
 هغه ادارې چې په دې څیړنه کې تر غور لاندې نیول شوې دي راز راز شکلونه او جوړښتونه ښيي. هغوي د خپلو وړو سازمانونو تګلارې له یوه سیاسي-ټولنیز چاپیریال سره نښلوي. ځینې شکلونه دادي: (۱) ځینې نهادونه د ټولنې د وتلو او نخبه کسانو د مرستو او د ادارې د پالیسیو ته د ژمنتیا له کبله بریا مومي، (۲) ځینې نور بریالي نهادونه  د هغو فرصتونو څخه کار اخلي، اصلاحاتو ته ځان وقف کوي او د عملیاتي صلاحیتونو څخه مخکې له دې چې سیاسي تعادل بدلون ومومي اړینه ګټه پورته کوي، او (۳) همدارنګه، نورې ادارې د شریکباڼو او عمده ذینفعانو له پراخه ملاتړ څخه ګټه اخلي. کله کله خو د یوه مخالف سیاسي چاپیریال په شتون کې، له نظرونو پټ ځینې اصلاحات او مثبت نتایج لاسته راوړي او وروسته بیا له مطرح سیاسي لوبغاړو څخه حمایه تر لاسه کوي.  د نهادونو د بریالیتوب لپاره په دې پورته دریو لارو کې د نهادونو بریا له سیاسي هڅونو، اړتیاوو او یا د حالاتو څخه ځانته د سیاسي اهمیت موندنې لپاره شرایط برابروي. خو بیا هم دا ټول شکلونه او نقشې د ملي- سیاسي او د نهادونو په وړه کچه تګلارې په داسې لارو ترکیبوي چې نهادونه وتوانوي ریښي وځغلوي او بریا ته ورسیږي. د پام وړ خو داده چې، د تګلارو هغه ډولونه چې دا ادارې او نهادونه یې کاروي په غیرعادي توګه په مختلفو لارو کې ورته والي لري.
موږ خپل استدلال په دې توګه جوړوو. لمړی، موږ د دولت ظرفیت په ننګوونکو چاپیریالونو کې د ملي-سیاسي کانټیکسټ (مفهوم ) او فرصتونو او د وړو نهادونو د انتخابونو او تګلارو په ګډ ټکي کې د یوه مسوولیت په توګه چوکاټ بندي کوو. دوهم، موږ د نهادونو بریا تعریفوو، ترتیب شوې، متمرکزه مقایسوي متودولوژي چې په څیړنه کې کارول شوې چوکات بندي کوو او د بریالیو ادارو خپله نمونه تر بحث لاندې نیسو. وروسته موږ و تجربوي موندنو ته ورګرزو چې، د نهو عامه بریالیو ادارو د خاصو څیړنو څخه په ګمبیا، د لاوس د خلکو په دیموکراتیک جمهوریت، سیرالیون، او تمور لستو کې رابرسیره شوي دي. دریم، موږ د نهادونو د بریالیتوب لپاره دری متبادلې لارې تشریح کوو. څلورم، موږ په لنډ ډول د نهادونو د هغو وسیلو او تګلارو لړۍ چې بریا په ټولو راز راز ادارو کې مهمه بولو او په ټاکلو برخو یې ویشو. او پنځم، موږ له خپلو څیړنو څخه د پالیسۍ رابرسیره کیدونکې اغیزې وړاندې او تشریح کوو. په نتیجه کې، په لنډه توګه زموږ کلیدي موندنو او وړاندیزونو ته بیا کتنه کوو او په موضوع باندې د لانورو څیړنو د امکاناتو وړاندیز کوو.

د اړوندو کتابونو بیا کتنه: په ننګونکو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړونه
پرمختیایي ټولنه په دې یوه خوله شوې چې هغه ننګونې چې ماتیدونکو او جګړو ځپلو دولتونو ته پیښې دي تر ډېرې زیاتې کچې په دې کې پرتې دي چې د هغوی نهادونه ظرفیت نه لري. په ماتیدونکو او شخړو وهلو شرایطو کې نخبګان باید د نهادونو دوه اړخیزه ظرفیت (وړتیا) ته انکشاف ورکړي ترڅو وتوانیږي په اغیزمنه توګه د دولت او ټولنې ترمنځ د قرارداد په هکله، په هر شکل چې وي، لاسته راوړنې او نتیجې ولري. د دولتي ظرفیت (وړتیا) لمړی اړخ د یوه جدي ظرفیت هغه عناصر دي چې د «ویبرین» په نامه یادیږي او د عامه یا دولتي ادارې په داخلي خود مختارۍ باندې ولاړ دی (نړیوال بانک ۱۹۹۷). د نهادونو د ظرفیت دوهم اړخ عبارت له «توکویویلین» عنصر څخه دی چې د جدي ظرفیت عنصر دی، او د دولت او ټولنې په اړیکو تمرکز کوي او ورسره تړاو لري. په لنډه توګه، بریالۍ دولتي ادارې له داخلي سازمان څخه غواړي چې خپل کاري صلاحیت تعریف او ورباندې عمل وکړي او هغوی باید بهرنۍ اړیکې داسې مدیریت کړي چې ټولنیزې اړتیاوې پوره او په بریاليتوب سره په سیاسي-ټولنیز کانټیکسټ (شرایطو) کې حرکت وکړي.
ستر او ملي اړخ: چې له سیاسي-ټولنیزو شرایطو سره اړخ ولګوي
د نهادونو ظرفیت جوړونه او د اصلاحاتو نوښتونه، د دې لپاره چې د مدیریت وړ، تلپاتې، او مشروع وي، نو د ملک له ټولنیز او سیاسي جوړښت سره حتما باید اړخ ولګوي. د پالیسي جوړوونکو او پلي کوونکو له غوښتنو او هیلو سره برابر وي، او د ملک د ټول نفوس هر اړخیز پراخه ټولنیز شرایط یې په نظر کې ساتلي وي. د نړۍ د ۲۰۱۱ کال پرمختیايي راپور داسې یو ښه مناسب، د هڅونو سره برابره فلسفه وړاندې کوي، استدلال کوي چې، د نهادونو اصلاح اړتیا نلري چې په ماتیدونکو او جګړو ځپلو شرایطو کې بې عیبه وي; بلکه، هغه باید د ملک له سیاسي کانټکسټ (شرایطو) او غوښتنو سره په هر وخت کې سر وخوري.

(دوهمه برخه)
سریزه
زموږ ګران هیواد افغانستان چې له اوږده وخته راهیسې د بیوزلیو ترڅنګ اوږدې شخړې هم ورباندې راغلې د ماتیدونکو هیوادونو په کتار کې راغی. داچې هیوادونه څنګه دې حالت ته راځي، ستونزې او فرصتونه یې کوم وي، څنګه له دې حالت څخه خلاصون مومي د نن زمانې د پرمختیايي پوهې لپاره یوه ستره ننګونه ده.
دا کتاب چې ما یې ژباړې ته ملاتړلې ده، نهادونه ریښې ځغلوي: په ستونزمنو شرایطو کې دولتي ظرفیت جوړول، نومیږي. دا کتاب په ماتیدونکو او شخړو وهلو حالاتو کې د دولتي نهادونو د ظرفیت په لوړولو کې یوه نوې څیړنه ده. هیله ده چې زموږ د هیواد کدرونه به ورڅخه ګټه واخلي. دا کتاب په مسلکي انګریزي ژبه لیکل شوی دی او اوږدې جملې لري. ما هڅه کړې د لوستونکو د اسانۍ لپاره یې مفهوم ته ژمن پاته شم او کیدای شي ځینې اوږدې جملې مې په دوو وړو جملو ویشلې وي.
په دې کتاب کې په لمړي سر کې یو لنډیز وړاندې کوو چې، د کتاب موخې، د موضوع تشریح، د څیړنې میتود، ستونزې او ورڅخه هیلې او نور وړاندې پکې وړاندې کړو. په نورو څپرکو کې بیا د مختلفو ماتیدونکو او په جګړو کې ښکیل هیوادونو کې د بریالیو نهادونو په پالیسیو، تګلارو، ننګونو، او ورڅخه د وتو په لارو څیړنه کوو، او هڅه کوو چې پایلې داسې تشریح کړو چې د نورو جګړو ځپلو ملکونو لکه د افغانستان لپاره  ګټورې تمامې شي او ورڅخه زده کړه وشي.
دلته ځینې ترمینالوژیگاني او مفهومونه کارول کیږی چې یو شمیر دوستانو به نوي وي. زه په لنډه توګه یو څو لږ څه تشریح کوم.
د نهادونو ظرفیت (Institutional Capacity): عبارت له توانمند کولو، تولنیزه پانګه، توان ورکوونکی چاپیریال او شرایط، او د قدرت اړیکې. د نهادونو ظرفیت او په دې توګه، په ستر مفهوم کې عبارت له:تخنیکي مهارتونو، رهبرۍ، د سازمان مشروعیت، سیاسي ملاتړ، او مناسب او پوره توان بخښونکي چاپیریال (د مثال په توګه، قانوني چوکاټونه، او همغږي کولو ترتیبات) دی.
نهاد (Institution) : نهادونه، سازمانونه، او ټولنې چې د اړیکو، همکاریو او هماهنګیو په یوه مکانیزم، د لوایحو په چوکاټ او د قدرت د اړیکو په کانټیکسټ کې فعالیت کوي. هر یو د دې له یو بل سره د تړلو اجزاوو په توګه کار کوي، او که سم په کار واچول شي، مرسته ورسره وشي، د نهادونو د ظرفیت په ټینګښټ کې ونډه لرلای شي.
د کتاب د لنډیز دوهمه برخه
ستر او ملي اړخ: چې له سیاسي-ټولنیزو شرایطو سره اړخ ولګوي
د نهادونو ظرفیت جوړونه او د اصلاحاتو نوښتونه، د دې لپاره چې د مدیریت وړ، تلپاتې، او مشروع وي، نو د ملک له ټولنیزو او سیاسي جوړښت سره حتما باید اړخ ولګوي. هغه باید د پالیسي جوړوونکو او پلي کوونکو له غوښتنو او هیلو سره برابر وي، او د ملک د ټول نفوس هر اړخیزه پراخه ټولنیز شرایط باید په نظر کې وساتي. د نړۍ د ۲۰۱۱ کال پرمختیايي راپور داسې یوه مناسبه، د هڅونو سره برابره فلسفه وړاندې کړې، استدلال کوي چې، د نهادونو اصلاح اړتیا نلري چې په ماتیدونکو او جګړو وهلو شرایطو کې بې عیبه وي; بلکه، هغه باید د ملک له سیاسي کانټکسټ (شرایطو) او غوښتنو سره په هر وخت کې سر وخوري.

دوهم چوکاټ: د ظرفیت لوړولو څخه مطلب څه شی دی؟
د ظرفیت لوړولو کلمه په زیاتو ځایونو کې کاریږي، زیات وختونه یې پوره مانا ته لږه پاملرنه کیږي. په وروستیو څو کلونو کې د نړۍ کارپوهان هڅیدلي چې یوه ګډ تعریف ته ورسیږي. اوس اوس په عامه توګه توافق شته چې: د ظرفیت لوړول « هغه کارونه دي چې د اشخاصو، نهادونو، او سیستمونو توان زیات کړي چې پریکړې پلې کړي او فعالیتونه په بریالۍ، اغیزمنه، او تلپاتې توګه ترسره کړي».
د فرد په کچه د ظرفیت لوړول زیات وختونه د ټریننګونو په مټ د پوهې او دمهارتونو د انتقال له لارې د عادتونو (نظریو) د بدلون پروسه ده. همدارنګه، د ظرفیت لوړول د زده کړه د کار په بهیر کې، د مشارکت، مالکیت ترلاسPresident Ashraf Ghani’s appointment of Ahmad Yusuf Nuristani, former Head of the Independent Election Commission (IEC), as Afghanistan ambassador to Spain has been challenged by the Office of the Chief Executive.
While the Ministry of Foreign Affairs did not yet comment on the appointment of Nuristani, the Office of the Chief Executive (CEO) said the step was at odds with the commitments of the National Unity Government (NUG) to fight corruption. It urged President Ghani to retract his decision.
“We hope that the selection is not true. And if it is true, we expect that Nuristani’s alleged involvement in corruption and election problems be taken into account. The decision to appoint him as ambassador should be canceled. We promised the people and international community that we will fight corruption, but such an appointment will undermine our commitments and, hence, the decision should be canceled,” deputy spokesman to the CEO Jawed Faisal said.
A number of political experts called the appointment a sign of political dealing that give veracity to reports of wide-ranging electoral fraud in favor of Ashraf Ghani during 2014 presidential election.
“President Ghani appointed his uncle as an ambassador who was almost retiring. With the appointment of Nuristani and the continued employment of other IEC staff still undermining their

ځینو د دې لپاره استدلال کړی چې بریالی نهاد جوړونه اړتیا لري چې، خامخا د دولت او ټولنې د مذاکراتو او قرارداد له روحیې سره همغږي ولري. د دولتي عامه نهادونو هغه توان چې د دولت او ټولنې د قرارداد سره سم باید خدمات وړاندې کړي د دې نهادونو له زیاتو علاقه لرونکو لوریو سره د دوی په اړیکو او همکارۍ پورې تړاو لري. په دې کې  حکومتي سیاسي مشران، مالي مرسته ورکوونکي او د پلي کولو شریکباڼي (عامه او خصوصي) او د د دې نهادونو د خدمتونو وړاندې کوونکي ټول شامل دي. لیونارد (۲۰۱۰) روښانوي چې سازماني اغیزمنتوب تر یوې کچې په هغو ګټو پورې اړه لري چې هغه ادارې یا نهادونه یې د قوي سیاسي ګروپونو لپاره رامنځته کوي. منور (۲۰۰۷) د ځانګړو تجربوي څیړنو په بنسټ استدلال کوي چې، ادارې په ماتیدونکو او جګړو ځپلو شرایطو کې کیدای شي زیاتې بریالۍ وي که دوی خپل پروګرامونه د محلي علاقه لرونکو خواوو سره په نژدې همکارۍ سره طرح او عیار کړي. په ورته ډول، د نهادونو د ریښې ځغلولو توان په دواړو رسمي او غیر رسمي سیاسي پروسو او د قدرت په جوړښتونو او د ملک په تاریخي حالاتو کې ریښه لري. د بې ثباتۍ ځینې عناصر په ټولنیزو خوځښتونو او اړیکو کې ژورې ريښې لري. د نهادونو د ظرفیت یو بنسټیز اړخ په دې اړه لري چې د دولت کومې ادارې کولای شي د ټولنیزو شخړو په هکله منځګړتوب وکړي او د سیاسي- ټولنیز جوړښت او چوکاټ په بیا رغونه کې ترکومه مرسته کولای شي.
په بې ثباته یا ماتیدونکو دولتونو کې، چې لږ سازماني او د نهادونو ظرفیت لري، دا سیاسي قوتونه او سترې ټولنیزې خواوې کیدای شي بدلیدونکي وي او کله خو په تعجب سره زر او په آسانۍ سره سرچپه کیږي او بدلون مومي. په عملي توګه، سازماني اغیزمنتوب په پراخه سیاسي کانټکست (شرایطو) او نهادونو پورې اړه لري او هغه څه ته شکل ورکوي چې په عملیاتي لحاظ ممکن دي. په ځینو حالاتو کې، د مطرح خلکو سیاسی چنې وهل به د پرمختیايي موخو لپاره لاره هواره کړي; په نورو شرایطو کې، د سیاسي پیژندل شوو خواوو ګټې ممکن په کوم ځانګړي سکتور یا کتیګورۍ کې د عامه خدمتونو او یا د ټولنې د یوې مهمې برخې لپاره زیات اهمیت او دلچسپي رامنځته کړي.
واړه ابعاد (اړخونه): د بریا لپاره د نهادونو تګلارې
پوهانو او پرمختیایي کارکوونکو موندلي چې داخلي او خارجي ابعاد په ننګوونکو شرایطو کې د بریالي نهاد جوړونې د تشریح لپاره مهم او د تطبیق وړ دي. هغوی استدلال کوي چې دواړه خواوې له یو بل سره اړیکه او همکاري لري. د اړوندو علمي اثارو له پلټلو وروسته لیونارد (۲۰۱۰) وویل چې د سازمان د اغیزمنتوب د فرضیو یو مهم عنصر دادی چې څنګه سازمان او اداره د د کارونو د سرته رسولو لپاره خپل جوړښت ټاکي. ګراینډل (۱۹۹۷)، د مثال په توګه څلور خواص په ګوته کوي چې د دریمې نړۍ په ناسمو شرایطو کې د عامه (دولتي) سکتور ادارو ته د ښو لاسته راوړنو توان ورکوي. بریالۍ ادارې د بریالیتوب یو راز رامنځته کوي، په بل عبارت د ځان لپاره یو میشن او کاري هدف ټاکي؛ ځان عیاروونکي مدیران لري څوک چې د ستونزو حلوونکي او په ټیم کې کار ته میلان لري؛ د اجراآتو او کړنو لپاره روښانه تعریف شوې هیلې لري؛او د پرسونل د مدیریت لپاره په یوه ټاکلي چوکاټ کې یو څه ازادي لري.
په دې تمرکز چې څنګه د یوې ادارې فعالیتونه د هغوی په لاسته راوړنو اغیزه کوي د نهادونو د پرمختګ د “Specificity” یا د مشخص کولو له یوې وتلې تیورۍ سره تړاو لري. د دې تیورۍ په بنسټ هغه ادارې چې زیات تخنیکي او تخصصي فعالیتونه (لکه، مرکزي بانک، د ښوونې او روزنې د وزارت په پرتله) لري، ممکن چې ښه لاسته راوړونکي وي. فوکویاما (۲۰۰۴)، نوره هم د مشخص کولو تیوري روښانوي او وايي چې د دولت جوړونې او د نهادونو د اصلاح هڅې په هغو ادارو کې زیاتې بریالۍ وي په کومو کې چې کارونه په لوړه کچه ځانګړي او د راکړو ورکړو حجم یې کم وي، ځکه دا هغه ادارې دي چې د نظارت وړ تولیدات ډېر او د احتساب پکې امکان زیات دی.
نړیواله پرمختیايي ټولنه دې پایلې ته رسیدلي چې په بې ثباته او جنګونو وهلو شرایطو کې باید د لمړي ځل ترټولو غوره اصلاحاتو د نظریې له انتخابه چې کیدای شي یو خنډ وي، تیر شو. بلکه د هغه په ځای نن سبا په تر ممکنه حده ښه حکومتولۍ“Good enough governance”  باندې زیات توافق شته. دا مطلب په لمړي ځل ګراینډل تشریح کړ(۲۰۰۴،۲۰۰۷). دا نظریه د په کافي اندازه غوره (نه بې عیبه) تکتیکونو انتخاب دی، یا د شرایطو په بنا د نهادونو داسې عیارول دي چې امکان ولري. په دې توګه، به تربحث لاندې نهادونه وتوانیږي چې لږ تر لږه د کافي کیفیت لرونکې لاسته راوړنې ولري چې خپلې پرمختیایي موخې ترلاسه کړي. دې ته ورته، نهادونه کیدای شي په بې ثباته کانټکسټ (شرایطو) کې لا نور بریالي وي که دوي شته ظرفیتونه له نظره ونه غورځوي. په بل عبارت، کله چې هغوی په دقت سره پخوانی شته ظرفیت – که هغه پخپله په اداره، نورو عامه (دولتي) ادارو کې، نادولتي موسسو او یا مدني ټولنو کې وي، وپيژني، ورڅخه کارواخلي، او د  هغو په بنسټ کار پیل کړي. د مثال په توګه، ټیسکي (۲۰۰۵)، د افرادو په وړتیا، سازماني اغیزمنتوب، او توان ورکوونکي چاپیریال لکه د قوانینو او مقرراتو په سموالي د یوځای کولو په اهمیت باندې د تلپاتې ظرفیت جوړونې لپاره ټینګار کوي. د یو میکانیزم په توګه د دې کړنو لپاره هغه د توان بخښونکي چاپیریال د ننګونو، په کې شاملو غوښتنو، همدارنګه د ادارې د اصلاح د امکاناتو (ابعادو) په هکله د یوې هدفمندې کړنلارې د جوړولو په اهمیت باندې ټینګار کوي.
زیات وختونه، د عامه سکتور ادارې کوم چې ټاکلي فعالیتونه تعقیبوي ورته سازمانی اصلاحات به ټولو ملکونو کې اختیاروي. په خاصه توګه،  دا کار په تیره بیا مرسته کوونکو ته د ځواب ورکولو او هغو پروګرامونو کې چې په ځانګړو معیاري سازماني مدلونو ټینګار کوي اړین وي. د مثال په توګه، د مالیې وزارتونه تل هڅه کوي چې یو بل ته زیات ورته وي. د بریالیو نهادونو لپاره د عین شکل او نمونې کاپي کول یوه مهمه تګلاره ثابیتیدلای شي چې مالي زیرمې او د بسپنه ورکوونکو د کمکونو نور ډولونه تر لاسه کړي. خو دا ورته والی له نیوکو سره هم مخ دی. لکه څنګه چې پریچیټ، ووډلاک او اندریو ویلي (۲۰۱۳)، د نهادونو په دې شکل ټینګار زیات وختونه د کاري کم پرمختګ لپاره  یو سرپوښ هم کیدای شي او د ظرفیت د لوړولو په ځای د توانمندۍ یوه لومه رامنځته کولای شي. د دوی په نظر په عمل کې، د عامه دولتي ادارو نهادینه او سازماني شکل د خاصو فعالیتونو د تعقیب لپاره کولای شي او باید چې متحول وي.
د څیړنې طرح (دیزاین): د نهادونو د بریا تشریح کول
په وروستیو کلونو کې د عامه (دولتي) سکتور د نهادونو د ظرفیت د کچې مالومولو د تعریف لپاره زیات پرمختګونه رامنځته شوي دي. خو تر اوسه دې ارزونې ته چې د نهادونو په دیزاین، او د عملیاتو په بریا کې کوم عنصرونه په حقیقت کې ستره ونډه لري، لږ بنسټیز او اساسي تفکر وقف شوی دی. دا څیړنه هڅه کوي په هغو دولتي سازمانونو باندې د تمرکز له لارې چې بریاوې لري د بریالیو نهادونو د جوړونې په بنسټ باندې پوه شي. د مطالعې لپاره یوازې د بریالیو نهادونو انتخاب ځکه کوو چې موږ په قصدي توګه له یو بل سره تړلې خو په عین وخت کې متحولې ښکارندې ټاکو. دا میتود چې په پرمختیايي ملکونو کې د سازمانونو د اغیزمنتوب په کیسو باندې پوه شو اکادیمیکي او منطقي ریښې لري.   لیونارد (۲۰۱۰)، وایي چې د پوهانو او څیړونکو یو وړوکی خو د اعتبار وړ ګروپ خپله د ده، نارمن اپهاف، جودیت ټینډلر او سامویل پال په ګډون په دې اړه څیړنې کوي. هغوی بریالۍ پرمختیايي بوختیاوې په دې اساس چې « دا خورا خطرناکه ده چې انکشافي نسخې یوازې د هغو داتا (data) په اساس چې د ناکامیو تر اغیزو لاندې وي، مطالعه شی.»دا د بریالیو ټولنو د نهادونو د څیړنې پروژه هم په ځان کې رانغاړي چې د جنیفر واینډر لخوا په پرنسټن پوهنتون کې ترسره کیږي. دا څیړنه راسپړي او راپور ورکوي چې څنګه اصلاحات اغیزمن حکومتي نهادونه جوړوي.
موږ نهادونه او دولتي ادارې هغه وخت بریالي تعریفوو، چې لږ تر لږه، هغه دری بنسټیزې نتیجې او لاسته راوړنې ولري: پایلې (نتیجې)، مشروعیت، او دوام. یو نهاد هغه وخت کولای شي چې نتیجې تر لاسه کړي که هغه له ځانه تلپاته او په تولید (Outputs) او نتیجو (Outcomes)  کې د اندازې وړ اصلاحات له ځانه وښيي.  د مشروعیت په اندازه کولو کې، موږ د ادارې د اجرا آتو په هکله د نفوسو په نظریاتو باندې تکیه کوو. دا کار په دې توګه کوو چې، ایا یوه نهاد په کومو ممکنو او شته خواوو ( د مثال په توګه، کلیوالي- ښاري، د قومي ګروپونو په منځ کې، او نورو) کې نتیجې او لاسته راوړنې لرلې دي او که نه. په اخر کې، یو مقاومت کوونکی (په پښو ولاړ) نهاد دوام کوي، د وخت په تیریدو سره پایلو ته پراختیا او دوام ورکوي، ان د رهبرۍ د بدلون او د  داخلي ټکانونو په وړاندې. د بریا دا دری اړخونه، التبه، له یو بل سره تړلي دي. په دې معنی چې، د یوه سازمان یا ادارې مشروعیت تر یوې کچې لږ تر لږه د هغو په نتیجو باندې اړه لري؛ یو نهاد چې مشروع وبلل شي زیات ممکن دی چې مقاوم وي؛ او په خپل وار سره، یو زیات مقاوم نهاد زیات فرصت لري چې مشروعیت او ښې پایلې نتیجې) تر لاسه کړي.
موږ د څیړنې او ارزونې لپاره یو شمیر هغه نهادونه ټاکلي وو چې د بریا لپاره یې ټاکل شوي معیارونه پوره کول او په هغو ملکونو کې واقع وو چې، د نړیوال بانک د ۲۰۰۹ کال د بې ثباته او شخړو وهلو ملکونو په لیست کې یې ځای درلود. بله داچې، هغه ادارې په معقوله توګه د دولت یو دایمي ارګان بلل کیدای شي. د مثال په توګه، عامه (دولتي) نهاد کیدای شي په دې توګه د مالیې وزارت وي، د خدماتو د وړاندې کولو نهاد، یا ان کومه دولتي تصدي وي. خو د پروژو د پلي کولو واحدونه (PIUs)  او یا د مرسته کوونکو پروګرامونه په دې کتار کې نه راځي. موږ د نهاد (Institution) لغت په عادي محاوره کې د ادارې او یا سازمان په توګه کاروو، خو دا له هغه نوي تعریف سره چې د نهادونو اقتصاد یې تعریفوي(North 1990)  چې د « لوبو مقررات» یا « قبول شوې ټولنیزې کړنې» په معنی راځي، چې له سازمان یا ادارې سره توپیر لري. موږ کولای شو چې په څو ورځو کې یو سازمان جوړ، تشکیلاتي جوړښت، مسوولین او مقررات ورته وټاکو، وسایل، ځای او زیرمې ورکړو، خو د دې لپاره چې دا سازمان په نهاد بدل شي یعنې مقررات سم پلي، پریکړې له اصولو سره سمې وي، اړیکې او اعتماد رامنځته، رهبري او ورڅخه اطاعت کوونکي ظهور وکړي، نو وخت، ښې رهبرۍ او د نظام همکارۍ ته اړتیا لري.

دیوه په پښو ولاړ، خپلواک او هوسا افغانستان په هیله"

نور بیا….

-------------------------------------------------
به امید اصلاحات وسیع اجتماعی در افغانستان عزیز
به پیش به سوی مبارزه با فساد اداری و آوردن صلح بین الافغانی!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما