په دی وروستیو ورځو کی د یو شمیر تنظیمونو مشرانو په ترکیه کی سره لیدلی دی . داسی فکر کیږی چی هلته د عبدالرشید دوستم د زوی د باتور دوستم د نامزدی مراسم تر سره کیږی.ویل کیږی چی دا مشران هم نوموړو مراسمو کی د ګډون له پاره هلته تللی دی.
دا پوره ښکاره نه ده چی ددې مشرانو کتنی او خبرې یوازی د باتور دوستم د نامزدی په مراسمو باندی محدودې وې او که نور سیاسی اړخونه یی هم لري . دوی په کومو موضوعاتو باندی خبرې کړي دی . خو ټولنیزی رسنی دا کتنی او خبرې د دولت ضد د یوه نوي ایتلاف د جوړیدو له پاره سریزه بولي .
خو ځینی کسان دا فکر کوي چی نوموړو مشرانو په راتلونکو اولسمشریزو ټولټاکنو د پاره د ګډ دریز د خپلولو د پاره کتنی تر سره کړي دی چی د خپله منځه څوک د اولسمشری څوکۍ ته نوماند کړي او څوک به یی مرستیالان واوسي.
باید ووایو چی په افغانستان کی د شپیتو څخه زیات سیاسی تنظیمونه ، ډلی او ګوندونه رجستر شوی دی چی په هغوی کی جهادی او غیر جهادي ، ښۍ او کیڼ اړخی تنظیمونه هم شامل دي . کیدای شی یو شمیر ددی تنظیمونو څخه د نوموړی ایتلاف سره یو ځای شی او بیا نور یی ددی ایتلاف خلاف ، ورته ایتلافونه جوړ کړي.
خلک دا پوښتنه کوي چی اولسمشری ته د کاندیدو او یا کیمپاین د پاره زیات وخت پاتی دی ښایی د دوی کتنی او خبری بله کومه موخه ولری چی ایا ددی دریو مشرانو کتنی او خبری د اوسنی نظام د تقویه په خاطر دی او که ددی نظام د ړنګونو د پاره دي ؟ ایا د کابل حکومت دا قدرت لری چی هر ډول پوځی – سیاسی بحران کنترول او مدیریت کړي او که هیواد به د یوه ستر بحران سره مخامخ شي ؟ ددی ایتلاف په جوړیدو کی د ترکیې دولت رول څه دی؟
خو تر ډيره بریده د افغانستان په مسایلو کی دخیلو تنظیمونو په تیرو څو لسیزو کی څو څو واره په ایتلافی توګه سره یو ځای شوی او بیا یی ایتلاف پریښی دي.
ددی نوي جوړیدونکی ایتلاف په وړاندی به د طالبانو چلند په اړه هم معلومات نه شته. ایا طالبان به د دولت په وړاندی ددی تنظیمونو د اتیلاف سره مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه همکاري وکړي او که نه؟ یا به ددی ایتلاف په وړاندی د دولت خوا ونیسي؟ ګاونډي هیوادونه او په افغانستان کی موجوده نړیواله ټولنه به ددی ایتلاف په هکله به کوم فکرونه ولري؟
خو هغه څه چی د افغانستان د خلکو د پاره ډیر روښانه دی د کابل په ښار کی ددی تنظیمونو او نورو یو شمیر تنظیمونو تر منځ د خونړي جګړی دی چی د کابل ښار یی په کندواله واړوه او په لسګونو زره کابل ښاریان په کی ووژل شول. ددی تنظیمونو تر منځ د جوړیدونکی ایتلاف د افغانستان خلک او په تیره بیا د کابل ښاریانو په ذهنیتونو کی یو شمیر پوښتنی را منځته کړي دي.
ایا په کابل کی د اویایمو کلونو په شان ورته جګړه پیل کیدونکی ده ؟ ایا دا جګړه به د پخوا څخه څو څو وارې زیات تلفات او ورانۍ ولري؟ د افغانستان او په تیره بیا د کابل خلک چیرې وتښتي؟
همدغو اوازو او ګونګوسو د افغانستان خلکو او په تیره بیا د کابل ښاریانو سره پورتنی تشویشونه را پیدا کړي دی دا ځکه چی د افغانستان خلک په دی ښه پوهیږی چی په افغانستان کی داسی سیاسی تنظیمونه او یا ګوندونه وجود نلری چی دوی یوازی او یوازی د خپلو موخو د تر لاسه کولو د پاره په سیاسی او قانونی فعالیتونو بسنه کوي.
دا چی نوموړی مشران ولی ترکیی هیواد ته تللی او یا د تلو په حال کی دي د هغوی سفرونو د موخو په هکله په رسمی توګه څه نه دي ویل شوی. خو یو شمیر کسان فکر کوی چی هغوی به د اختر د ورځو د رخصتیو د تیرولو د پاره تللی وي.
که څه هم د هیواد د اولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د هغه ناروغی له امله چی ورپیښه شوی وه ، د طبی کتنو د پاره ترکیه هیواد ته سفر کړی او ویل کیږی چی د کتنو او درملنی وروسته به ډیر ژر هیواد ته راستون شی. اوس دده د ګوند یعنی جنبش اسلامی ګوند د مشرتوب څخه دده زوی باتور دوستم سرپرستی کوي په تیرو اونیو کی باتور دوستم د یو شمیر تنظیمونو د مشرانو او پیژندل شوو کسانو سره لیدنی او کتنی درلودلې . داسی ښکاریدی چی کیدای شی دا لیدنی او کتنی تر ډیره بریده د پیژندګلوی کتنی وې.
ددی په اړخ کی یو شمیر کړۍ په ټولنیزو رسنیو کی په ډیر زور سره دا تبلیغ کوی چی د دولت ضد ګواکی نوی ایتلاف رامنځته کیږی . که څه هم د اولسمشری ماڼی ددی نوی احتمالی ایتلاف د جوړیدو په هکله کوم تشویش نه کوي او وایی چی سیاسی ایتلافونه باید د ټولنی د انکشاف سبب شي.
په افغانستان کی اوس مهال یو کمزوری مرکزی دولت موجود دی اولسمشر تر ډیره بریده په مقرریو او ګوښه کولو کی خلاص لاس نه لري .اوسنی حاکم نظام د افغانستان د بشپړ اکثریت خلکو اراده نه تمثیل کوي په راتلونکی ممکنه ایتلاف کی شاملی ډلی په اوسنی دولت کی حاکم او تصمیم نیوونکی دریز لري.
د سیاسی ایتلافونو د جوړولو د پاره په هغه صورت کی په بهر کی غونډې جوړیږی چی هلته دیکتاتوری نظام واکمن وي او څوک ونه شی کولی سیاسی منظم حرکتونه تر سره کړي . اوس د قانون په رڼا کی د هیواد ټول اتباع کولی شی سیاسی ډلی ، ګوندونه ، ایتلافونه رامنځته کړي.خو دلته دومره کلک دیکتاتوری ویرونکی نظام حاکم نه دی چی څلورو او پنځو کسانو د غونډی د جوړولو د پاره باید دوی د هیواد څخه بهر سفرونه وکړي.
په ټولنیزو رسنیو کی د دولت ضد ډنډورچیان وایی چی په دی ایتلاف کی به دوستم ته مرکزی نقش ورکړل شی تر څو وکولی شی نوموړی ایتلاف خپلو موخو ته ورسیږی.
باید ووایو چی ورته ایتلاف د اتحاد شمال تر نوم لاندی چی شمالي ټلواله هم ورته ویل کیده په اویایمو کلونو کی رامنځته شوی و او دا کسان چی اوس په ترکیه کی سره ګوری د همغه ایتلاف مهم لوبغاړی و . خو په دوی کی جنرال دوستم ته کلیدی رول ورکړل شوی و. د داکتر نجیب څخه وروسته حکومت کی جنرال دوستم ته کلیدی رول ورنکړل شو. چی هغه هم د نوموړی ایتلاف څخه ووت او د ګلبدین حکمتیار سره یوځای شو.
لومړی باید ووایو چی عبدالرشید دوستم د طبی معایناتوپه نوم ترکیه ته ولاړ. د نوموړی ویاند په کلکه ټینګار وکړ چی د روغتیا په تر لاسه کولو سره به ډیر ژر هیواد ته راستون شی .
باید ووایو چی افغانستان بی چوکیداره سرای نه دی هر څوک چی وغواړی راشی ، راځي دی او څوک چی ځي هغه دی ولاړ شی. دلته قوانین او چارواکی شته دی.
اوس دا پوښتنه را منځته کیږی چی دوی د کوم دولت په ضد ایتلاف جوړوی ؟
دا ځکه چی اوسنی د وحدت ملی حکومت ، پنځوس سلنه څوکۍ په ښکاره او رسمی توګه د دوی په لاس کی دی . همدارنګه د پاتی نیمایی حکومت څخه د عبدالرشید دوستم هم غوړه برخه لري .
د کتونکو په باور د موجوده دولت اویا سلنه کلیدی څوکی ددی پورتنیو ډلو په واک کې دي. اکثریت وزیران ، معینان ، والیان ، کوماندانان ، سفیران او چارواکی ددی ډلو غړي دی او ددی ډلو د اجندا مطابق کار کوي. همدا خبره ده چی اوسنی دولت د افغانستان د خلکو اراده نه تمثیلوي .
ددی په اړخ کی چی نوموړی تنظیمونه دولتی واک په لاس کی لري د هغی په اړخ کی د هیواد اقتصادی ماشین هم د دوی له خوا کنترول کیږی .
راځی وګورو چی په دی دولت کی واک د چا په لاس کی انحصار شوی دی؟
باید ووایو چی د افغانستان په دولت کی ټولی مقرری د نوموړو ډلو له خوا او یا د دوی په توافق سره تر سره کیږی . که چیری دا دولت د توکمیز له امله وګورو د هیواد بشپړ اکثریت قوم ( د ۶۰ سلنه څخه زیات) پښتون قوم په دولت کی د خپل موجودیت په تناسب ډيری کمی څوکۍ لری او هغه هم د داسی کسانو په لاسونو کی دی چی د پورته ډلو د اجندا سره سم حرکت کوي.
باید واقعیت ووایو چی دلته د قدرت انحصار د پورتنیو ډلو سره دی او تل هڅه کوي چی دا واک له پخوا څخه هم ټینګ او پراخ کړي.
اوس دا پوښتنه رامنځته کیږی چی دوی د دولت په ضد مدنی او خطرناک (؟) حرکتونه پیلوي. تر څو د دوی غوښتنی ومنل شی.
اوس پوښتنه پیدا کیږی چی دا پاتی ( ۳۰ سلنه ) څوکی او یا واک هم دوی غواړي چی تر لاسه یی کړي او په دی ډول سل په سلو کی د دولت کنترول په لاس کی ولري ؟ په داسی حال کی چی اوسنی دولت د دوی په کنترول کی دی دا ځکه چی دوی اویا سلنه واک او قدرت په لاس کی دی.
ایا د دوی دا غوښتنی مشروع دی او که نه؟
باید ووایو چی په افغانستان کی زیاتره سیاسی ډلی او تنظیمونه د خپلو موخو د تر لاسه کولو د پاره د زور او تهدید څخه کار اخلي .
د بلخ والی د کوچنی اختر د را رسیدو له امله ویلی دی که چیری یی غوښتنی ونه منل شی دوی به مدنی خطرناکو حرکتونو ته لاس واچوی .
مدنی حرکتونه د اولس کار دی نوموړو د دولت مخالفینو تر اوسه د خپلو غوښتنو لست نه دی اعلان کړی تر څو د افغانستان خلک تری خبر شی او بیا د نوموړو غوښتنو په نظر کی نیولو سره په نوموړو (( مدنی )) حرکتونو کی د ګډون او یا نه ګډون فیصله وکړي.
هر سیاسی تنظیم او غورځنګ تر ټولو لومړی خپل مرام او غوښتنی دخلکو په وړاندی ایږدی تر څو د خلکو پراخ ملاتړ په تر لاسه کولو سره پراخ مدنی حرکتونه تر سره کړي .
د ټولو سیاسی او مدنی حرکتونو اصلی محرکه قوه اولس دی که اولس پوه شی چی نوموړی حرکت د دوی او وطن په ګټه دی د هغه څخه ملاتړ کوي او که پوه شی چی دا غوښتنی د اولس او هیواد په ګټه نه دی بیا ورته تش په نامه مدنی او سیاسی حرکتونو ته شا کوي.
نو لدی امله چی د احتمالی ایتلاف ګډون کونکو څخه هیله کیږی چی د خپلو غوښتنو په هکله د افغانستان خلکو ته په تفصیل سره معلومات ورکړي او خلک په دی قانع کړی چی د هغوی غوښتنی شخصی نه دی بلکی د هیواد او اولس د خیر او ښیګڼی د پاره دی تر څو خلک د نوموړی تنظیم له خوا رابلل شوی مدنی حرکتونو کی پراخه برخه واخلی .
خو باید ووایو چی خلک اوسنیو حالاتو ته په کتو سره هیڅکله دی ته تیار نه دی چی په ( خطرناکو ) حرکتونو کی برخه واخلی . خلک په دی پوهیږی چی ټول مدنی او سیاسی حرکتونه باید د اساسی قانون او د هیواد د نورو نافذه قوانینو مطابق وي. کله چی یو مدنی یا سیاسی حرکت د اساسی قانون مطابق وی په هغه صورت کی هغه ته د ( خطرناک ) حرکت خطاب نه شو کولی.
بله دا چی هره ډله چی د اپوزیشن په توګه غواړی حاکم دولت دې ته اړ کړی چی د دوی غوښتنی ومنی ، باید هغوی د دولت د چوکاټ څخه بهر واوسی . دوی باید د دولت په تصمیمونو او اجراتو کی باید کومه اغیزه ونلري.
دا کسان چی کیدای شی د خلکو د اوازو سره سم د دولت ضد یو ایتلاف رامنځته کړي باید دوی د دولت له څوکیو لکه د اولسمشری لومړی مرستیالی ، اجراییوی ریاست ، د اجراییوی ریاست معاونیت ، په لسګونو وزارتونو او معینیتونو ، د سلګونو کوماندانیو ، ریاستونو ، ولایتونو او سفارتونو څخه استعفاوې ورکړي او د خپلو استعفاو اصلی علتونه خلکو ته بیان کړي.
کله چی دا درې واړه تنظیمونو پورې تړلی کسان د دولت د چوکاټ څخه ووتل په هغه صورت کی دوی کولی شی د دولت ضد ( مدنی ) حرکتونه پیل کړي خو باید دا حرکتونه د اساسی قانون او د هیواد د نورو متنفده قوانینو مطابق واوسي، چی اولس او خلکو ته ( خطرناک) تمام نه شي.
ځینی کسان داسی فکر کوی چی اوس هم اویایمه لسیزه ده هغه چی نوموړو ډلو د پوځی امکاناتو په درلودلو سره وکولی شول د ځانونو د پاره د نفوذ سیمی رامنځته کړی او هم ځانونه د ټوپک په زور د هیواد د ننه او د باندی ثابت کړي .
اوس د یوویشتمې پیړۍ دوهمه لسیزه ده. د هیواد د ننه او بهر حالاتو ډیر بدلون موندلی دی:
لومړی : په افغانستن کی د امریکا متحده ایالات او ناټو پوځی حضور لري. دوی نه غواړی چی په هیواد یوه عمومی انارشی رامنځته شي.
دوهم : ګاونډی هیوادونه په ځانګړی توګه ایران او پاکستان د اویایمو کلونو په شان نشی کولی په ښکاره او بی شرمانه توګه مداخله وکړي
دریم : د افغانستان خلک پخوانیو ترخو تجربو ته په کتو سره نه غواړي اوسنی نسبی ثبات له منځه ولاړ شی.
یو ټکی اړین دی چی باید ورته اشاره وشی هغه دا چی که چیری پورتنی ډلی د دولت د جوړښت څخه ووځي بیا دوی به هیڅکله دا موقع تر لاسه نکړی چی همدومره واک ، قدرت او نفوذ په دولت کی تر لاسه کړي. هغه مهال به دولت د ملی دولت د جوړیدو خواته حرکت کړي وي. او د هغه څخه به د اولس ملاتړ هم زیات شوي وي.
همدا خبره ده چی نوموړی تنظیمونه نه غواړی وزارتونه ، معاونیتونه ، کوماندانی او ریاستونه خوشی کړي ددی په ځای چی د دوی په قول ( مدنی خطرناک ) حرکتونه پیل کړی دا یوازی تبلیغاتی مانورونه دی تر څو په اولس مشر باندی د فشار په راوړلو سره د دوی ( پټو او نه اعلان شوو ) دغوښتنو ته غاړه کیږدي.
مګر د افغانستان خلک دا غواړی چی نوموړی ممکنه راتلونکی ایتلاف ګډون کونکی د اولسمشر څخه د پټو غوښتنو په ځای ، خپلی غوښتنی د اولس سره شریکی کړي که چیری نوموړی غوښتنی معقولی وې په هغه صورت خلک به هم د دوی په مدنی حرکتونو کی فعاله برخه واخلي.
هم دا د کابل د اداری د مشر دنده ده چی د دې نوي احتمالی ایتلاف د ګډون کونکو غوښتنی دافغانستان د خلکو سره شریکې کړي او په دی لاره کی د خپلو کړنو راپور خلکو ته ورکړي.
د کابل په وزیراکبرخان مینه په سیمه کی وروستی ټانکری بمب د چاودنی ( چی ځینی یی شک په ایران او بیا ځینی یی شک په پنجاپ کوي ) وروسته د مدنی حرکتونو په نومونو خوځښتونو دا ثابته کړه چی د افغانستان خلک او په تیره بیا د کابل خلک ډیر هوښیار دی او حالات په دقت سره څیړي. د کابل خلک نه غواړي په داسی غونډو کی برخه واخلی چی د هغه له امله خلک د ستونزو سره مخامخ شی .
همدا خبره وه چی د کابل وروستی د ( مدنی ) په نوم حرکتونه د ماتی سره مخامخ شول د دی حرکتونو ماتي یو شمیر کسان په دی فکر کی کړل چی د دولت ضد نوی ایتلاف جوړیدو له پاره زمینه برابره کړي .
که چیری داسی فرض کړو چی نوموړی سفرونه د دا ډول ایتلاف د رامنځته کیدو د پاره یوه هڅه ده ، خو دا ډول هڅې په تیرو شپاړسو کلونو کی څو څو ځله تر سره شوی دی خو هر ځل د ماتي سره مخ شوي دي. دا ځکه چی :
جنرال عبدالرشید دوستم د نورو ګوندونو او تنظیمونو د مشرانو په شان یوه سیاسی څیره ده چی تر ډیره بریده هڅه کوی چی د مسایلو په وړاندی ملی دریز خپل کړي. هغه غواړی د موجوده شرایطو سره ځان سم برابر کړي .
هغه پوهیږی چی په ممکنه ایتلاف کی هر ډول چی رول ولوبوی په دولت کی د اوسنی رول څخه زیات څه نشی تر لاسه کولی نو ځکه امکان لری چی ممکنه نوی ایتلاف به د ده له پاره کومه په زړه پورې موضوع نه وي.
بله دا چی اوس هغه پخوانی تنظیمونه وجود نلری بلکی اوس هغه تنظیمونه چی زرګونو کسان یی شاته ودریدل اوس یی شاته سلګونو کسان هم نه دریږي.
که چیری د دولت حاکمه برخه د دولت اقلیت برخی په ضد د مدنی خطرناکو حرکتونو ګواښ کوي به هغه صورت کی د دوی مخالف اړخ خلکو ته مراجعه کوي او د دوی د ملاتړ په تر لاسه کولو سره د هر ډول خطرناک حرکت مخنیوی کوي لکه چی په تیرو څو ورځو کی د کابل د اداری مشر په زرګونو کسانو سره کتنی تر سره کړي دی او هڅه کوی چی نوموړو کتنو ته پراختیا ورکړي.
باید ووایو چی خلک به مدنی خطرناکو حرکتونو ته دا موقع ورنکړی چي د ارګ په دیوالونو ورټوپ کړی او واک په زور اشغال کړي. او هیواد د یوې ستری تراژیدی سره مخامخ کړي.
که څه هم دا دوهم وار دی چی د مدنی حرکتونو په نوم د ارګ په دیوالونو د ټوپ وهلو هڅه شوی ده مګر بریالی شوی نه دي .نو نشی کیدای شی دا ډول ورته هڅې بریالی شي.
ښه به دا وی هر څوک چی غواړي سیاسی واک تر لاسه کړی باید د قانون د موادو سره سم حرکت وکړي .ددی په ځای چی ځانونه د ارګ دیوالونو ته ورسوی او ارګ ته په دیوالونو ورټوپ وهی باید خپل مدنی حرکتونه د پوځي سیاسی مرکزونو او دفترونو څخه لیری ، په مناسبو ځایونو کی تنظیم کړي . د سړکونو او څلور لارو د بندیدو او کیږدیو د وهلو څخه ډډه وکړي او په داسی ځایو کی په میلیونوکسان راټول او خپلی غوښتنی ورته بیان کړي، چی د خلکو د ځورولو سبب نه شی .
ډیر خلک په دی باور دی چی دا ایتلاف به ټینګ پاتې نه شی یعنی نوموړی احتمالی ایتلاف به مخکی له جوړیدو ړنګ شي . او نوموړو سفرونو ته به هسی د اختر د ورځو د رخصتیو د تیرولو او یا د باتور دوستم د نامزدی په مراسمو کی د ګډون پلمه ورکړل شی .
دا ځکه چی د افغانستان خلک ددی احتمالی ایتلاف شریکو تنظیمونو د فعالیتونو ، کړنو او ایتلافونو د تاریخ سره ښه اشنا دي. دوی باور لری چی همدې ډلو څو څو ځلې ایتلافونه کړي مګر بیا خپلو ایتلافونو ته شا کړیده، دا وار به هم ورته پیښه تکرار شي.
یا کیدای شی یو شمیر غونډو وروسته به کمزوری ایتلاف ر امنځته او وبه نه شی کولی خپلو نا اعلان شوو اهدافو ته د رسیدو په لاره کی به د ستونزو سره مخامخ شی. چی دا به ددی سبب شی چی ټول ګډون کونکی به ایتلاف ته شا کړي.
نو ځکه د پورته حقایقو په بیان سره ډیر خلک په دی هکله تشویش نه کوي چی ګواکې افغانستان به د اویایمی لسیزې جګړو ، ورانیو او تباهی ته بیرته ستون شي.
که چیری پورتنی ډلی دا فکر کوی چی د هیواد د اکثریت اولس ملاتړ ورسره دی بیا دی دوی د پارلمان او اولسمشری څوکیو ته ځانونه کاندید کړی او دخلکو د رایو د اکثریت په بنسټ دی د هیواد ۱۰۰ سلنه واک دی په خپلو لاسونوکی متمرکز کړي. د افغانستان خلک به په دی هکله کوم اعتراض ونلري.

ویرونکي ګونګوسې