داوبواوانرژۍوزارت دکره معلوماتوله مخې افغانستان د(۲۳۰۰۰) مېګاواټه اوبو، (۱۰۰۰۰۰۰) مېګاواټه د لمر ،(۱۵۸۰۰۰)مېګاواټه دباداو(۳۰۰۰)مېګاواټه دککړومودودانرژۍتولیدولوسرچینې لري چې ټوله (۱۱۸۱۰۰۰)مېګاواټه تولیدي انرژۍ جوړولی شي .خودکورنیوتولیدي انرژیواهمیت په دې کې دئ چې له یوې خوا زموږ ؤلسي او دولتي ستونزې ورسره هوارېدای شي ، هېوادموپه صنعتی اوزراعتي دواړوبرخوکې دخودکفا کېدواواقتصادي پراختیا پرخواوده کوي ،پرخپلوپښودرېږي، هیوادله پردیومرستوپرې ژغورل کېږي اوله بله اړخه دپردیووارداتی انرژیومخه ورباندې نیول کېږي اودولت همدا اوس خپل پلان شوي پلانونه ورباندې عملي کوي .     
څرنګه چې دلته زموږدخبرواصلي موضوع (په افغانستان کې دتولیدي انرژیوسرچینې اوظرفیتونه) دي،نوموږخپل متن هم په همدې ټکي کې رانغښتی چې په لاندې توګه ورته اشارې شوې دي :
دایومسلم حقیقت دئ چې افغانستان دآسیا په زړه کې دانرژیوډک یوداسې ستراتیژیک هېواددئ چې دټولې سیمې اونړۍ پام یې ځانته وراړولی دئ، له دغه برښنایې انرژیوڅخه دځمکې پرسرپه اوبو،ترځمکه لاندې په غازونو ،په هوا اودسردپاسه په لمریزه رڼاکې ډېرسترظرفیتونه اولوېې وړتیاوې په افغانستان کې شتون لري. خوتراوسه یې له فعالولوڅخه ځکه عاجزدئ او دومره مالي امکانات یې په لاس کې نه شته چې له امله یې دامهال په افغانستان کې په هرودرېیوتنوکې یوازې یوتن داسې برښناته لاس رسی لري چې په ژمي او ؤړي کې دلږې برښنا اوپه ښارونوکې دنا مناسبولګښتونوله امله د پارچویوبهیرهم د هغوی پراوږو وربا دئ .
ولې بیا هم موږ دغه شتمنۍ په څوکته ګوریوکې درپېژنو :
لومړی : ـــ  د انرژۍ هغه سرچینې چې په افغانستان کې شته اوخلک کارترې اخلي دوه ډوله دي :
دبرښنایي انرژۍ سرچینې :
الف : د تصفیه یا له کثافاتوڅخه دپاکې انرژۍسرچینې د افغانستان په پرېمانه اوبو، بادونواولمرکې پرته له کثافت څخه شتون لري ، ځکه په هغوکې د سون عضوي موادنه کارول کېږي اویوازې دفازونوپه فعالولوسره دبرښنایي مزو په واسطه له یوې سیمې څخه بلې ته د انتقالېدواو استعمال قابلیت لري ، خوڅه وخت چې له دغه ډول انرژۍ څخه په تودوخه کې کاراخیستل کېږي ، برښنايي رڼا یې محراق ته برابرېږي اودتودوخې اوپخلي له پاره په برقي بخاریو،برقي منقلونو، برقي داشونو، اوتوګانواونوروسامان آلاتوکې کارترې اخیستل کېږې .
دغه ډول انرژي دهستوګنې پرسیموباندې هم کوم منفي اغېزنه لري،خوبیه یې ګرانه اودیادې انرژۍ ظرفیت په اوسنیوشرائطوکې د افغانستان تیت پرک نفوس ته درسولو امکان نه لري ځکه خوپه غرني افغانستان کې (۲۰٪) خلک له دغه ډول انرژۍڅخه ګټه اخلي .
دافغانستان دولت هم په دې هڅه کې دئ چې ددغه ډول کورني تولیدي انرژۍ ظرفیت زیات اودخودکفایۍ ترکچې پورې ورسوي ترڅودګران بیې وارداتي انرژۍ مخه پرې ډپ ، بیه یې راټیټه اوخلک دامکان ترکچې د کورني تولیدي انرژۍکارولوته رامات کړي،چې په دې کارسره به له یوې خوا زموږ دکورني تولیدکچه دکمیت اوکیفیت له مخې معیاري شي اوله بل پلوه به د افغانستان کورنۍ پانګه پردیو بانکونواوجیبونوته نه لوېږي .     
د انرژۍ یو ډول بله د یو رانیمو سرچینه هم په افغانستان کې شتون لري چې د ریاکتورونو اساس یې د سردار محمد داؤدخان په واکمنۍکې په پنځه کلن پلان کې کېښودل شو .
افغانستان په هلمند ، پنجشېراونوروسیموکې دیورانیموډېرې بډایې زېرمې لري چې دانرژۍ له دې سرچینوڅخه افغانستان پرخودکفاکېدوسربېره دانرژۍد صادرېدوخواته هم وراوړولی شي،ځکه هستوي بېطرۍ (۲۴) ساعته برښنا تولیدولای شي خود ریاکتورونودنصب اوکنټرول خطرات یې هم ډېردي چې افغانستان اوس مهال د هستوي ریاکتورونودکنټرولولوجوګه نه دئ .
ددغه ډول انرژیویوبل ډول یې دیوې ساده دستګاه (ګبرګېس)پرمټ له حیواني فضله موادوڅخه ترلاسه کېدای شي ،هغه هم داسې چې دیوې زراعتي غوا فضله مواد هره ورځ یوه عادي کورته د همدې دستګاه له لارې برښنااوتودوخه برابرولی شي ،ځکه دغوا فضله موادپه(ګبرګېس)کې په غازباندې بدلېږي اوغازپه پایپ لینونوکې دروښنایۍترڅراغونواودتودوخې ترمنقلونوپورې رسېږي اوکورته برښنا اوتودوخه برابرولی شي.    
ب: دانرژۍ دغه ډول هغه سرچینې دي چې په عضوي موادو( نفتو، غازو، ډبروسکرواولرګیو)کې موندل کېږي .
څرنګه چې افغانستان ټول ټأل (۲۳۰۰۰ ) مېګاواټه داوبود انرژۍ تولیدولوظرفیت اووړتیا لري .خوله بده مرغه چې افغانستان دخپل یادپوتنشیل له فعالولوڅخه وروسته پاتې شوی اوس مهال له (۲۳۰۰۰) مېګاواټه داوبود انرژیکي ظرفیت څخه یوازې(۴۴۰ )مېګاواټه تولیدي او(۵۰۰)مېګاواټه وارداتي انرژي لري، په داسې حال کې چې افغانستان په کوردننه (۵۰۰۰) مېګاواټه تولیدي انرژۍ ته اړتیا لري ، ترڅودخودکفایۍ کچې ته پرې ورسېږي .
 زموږهېوادپه طبیعي ډول(۳۰۰)ورځې لمرلري چې که سولرونه ورته ولګول شي یوازې لمریزه برښنایي انرژي زموږتراړتیا ډېره په کې تولیدېږي .خو اوس مهال په ټول هېوادکې(۱۰۰۰) مېګاواټه تولیدي اووارداتي برښنایي انرژي شتون لري . له لمریزې برښنایي انرژۍ څخه په تودوخه اوپخلي کې هم ګټه اخیستل کېدای شي ،ځکه که دلمریزې انرژۍ محراق یوې نقطې ته متمرکزشي ، په پخلي اوتودوخه کې هم کارترې اخیستل کېدای شي.
له نېکه مرغه چې دسولرونودغه ډول سیستمونه اوس مهال دهېوادپه ډېروولایتونوکې فعال شوی دي ، ځکه ددې سیستم فعالېدل اوعام کول هېواد والوته خوراارزانه تمامېږي.
د یادولوده چې افغانستان ټول ټال د(۱۰۰۰۰۰۰) مېګاواټه لمریزې انرژۍ تولیدولوظرفیت اوپوتنشیل په ځان کې لري .که چېرته ددغه لمریزپوتنشیل دپه کاراچولوله پاره دجاپان یاکوم بل هېوادپه څېرله کوم هېواد سره سم د رغولوقراردادونه لاس لیک اونړیوال له افغانستان سره خپلې مرستې جاري وساتي ، نوکېدای شي چې زموږهېواد له خپل دغه شته پونشیل څخه دسیمې هېوادوته خپله انرژي صادره کړي اودا بیا د افغانستان بله کورنۍ اقتصادي دروازه افغان ؤلس اوافغان حکومت ته پرانیزي .
ــ   (۱۵۸۰۰۰) مېګاواټه یې بل پوتنشیل دئ چې د بادي انرژۍ د تولید له لارې ترلاسه کېدای شي چې متأسفانه دسامان آلاتو د زیاتې بیې اود افغانستان دکمزوري اقتصاد له امله له دې ظرفیت څخه په بشپړه توګه کارنه دئ اخیستل شوی . ځکه ددغه ډول انرژیوتولیدوونکې دستګاه وې چې لږترلږه یو مېګاواټ انرژي تولیدولای شي د (۱۵۰۰۰۰۰۰) ډالرو په ارزښت جوړېدای شي چې موږ په دې بیه په افغانستان کې د اوبو(۱۵) داډول انرژي تولیدوونکې دستګاه وې جوړولای او فعالولای شو .
دسون ککړمواددانرژۍ بله سرچینه ده چې افغانستان به تر(۲۰۲۰ )زیږدیزکال پورې وکولی شي پرمټ یې (۳۰۰۰) مېګا واټه برښنا تولیدکړي .
همدا اوس افغانستان له تاجکستان ، ازبکستان ، ترکمنستان او ایران څخه ټول ټال (۱۰۶۴) مېګاواټه برښنایي انرژي واردوي. چې له تاجکستان ، ازبکستان اوترکمنستان څخه واردوونکې(۹۰۰) مېګاواټه  برښنایي انرژي د افغانستان په شمالي ولایتونواوکابل کې ، اوله اېران څخه پاته (۱۶۴) مېګاواټه برښنا بیا په هرات ، فراه اونیمروزولایتونوکې مصرفېږي .
خومتأسفانه چې افغانستان له تېروکلونوراهیسې دخپلوسیندونوپه شتون کې همداسې اړاومحتاج پاتې شوی او زموږ د اوبوله انرژۍ څخه د افغانستان ګاونډ یان په ناقانونه توګه ګټه اخلي .
که موږ ددغه دری واړو ظرفیتي انرژیو( داوبو، لمراوباد ) ارقام سره یوځای کړو، د په لاس راتلونکو دری واړو انرژیوشمېره (۱۱۸۱۰۰۰) مېګا واټه تولیدېدونکې انرژۍ ته رسېږي .
افغانستان داوبودانرژۍ دوړتیا له امله په سیمه کې خورا بډای هېواد اودغرونو، سردرو او وادیوتسلسل یې دې هېواد ته د بهاندو همېشنیو سیندونود اوبوظرفیت وربښلی دئ چې له امله یې خورا ډېره انرژي پرې ترلاسه کېدای شي .
د بېلګې په توګه : 
آومو سیند چې د ټو ل هېواد په کچه د (۵۰٪ ) انرژۍ ظرفیت په کې شته ، خو تر اوسه پورې له دغه ظرفیت څخه افغانستان کار نه دئ اخیستی .
د آمو سیند پوتنشیل او ظریت ټول ټال په یوه ساعت کې (۳۷،۵) میلیارده کیلو واټه دئ . چې له دې جملې څخه په یوه ساعت کې (۳۳ ) میلیارده کیلو واټه په پنج سیند پورې اړه لري . ځکه پنج سیند د ذرقول سیمې څخه د بحرله سطحې په (۴۱۲۵ )متره جګه ارتفاع کې قرارلري سرچینه اخلي او په یوه دقیقه کې (۲۰۵۰) مترمکعبه اوبه جوړوي .
د حیرتانو په سیمه کې بیا ددې سیند ارتفاع د بحر له سطحې څخه (۳۰۰) متره جګوالی لري ، په همدې ډول ددې سیند جګوالی وروسته له هریوکیلو مترڅخه تر(۳،۸ ) متروډېردئ او موږکولاس شو په دغه سیند باندې ډېر داسې بندونه جوړکړو چې هم زموږ ځمکې پرې خړوبې اوهم برښنایي انرژي ور باندې تولید کړو .
خواوس دآمود سیندګټه زموږ شمالي ګاونډیانوته ډېره ده اوموږدآموسیند له اوبوڅخه دګټې پرځای دوه تاوانونه ګالو :
لومړی : تاوان زموږ د اوبو مفت بهېدل دي چې نه زموږ ځمکې ور باندې خړوبې شوې اونه هم موږ له خپلودغو اوبوڅخه برښنایي انرژي پرې ترلاسه کړه ، داځکه چې د آمود سیند د تولیدي انرژۍ پوتنشیل زموږ په لاس کې نه شته خو د اوبو ظرفیت یې هرکال موږ ته دګټې پرځای فزیکي مشهود تاوانونه را اړوي .
دوهم : هرکال زموږخاوره ،کلي اوناحیې د خپل طغیان پرمهال وړي ، استینادي دېوالونه نه لرو اوآموسیند دتېرپه څېرهمداسې د افغانستان په خاوره کې د ننه د یوه طبیعي سرحد په نوم بهېږي .
همدا سې د مرغاب سیند چې په یوازې ځان په فی ساعت کې(۰،۶)میلیارده کیلوواټه اودخپل مرستیال( ارغنداب) سره یوځای (۲۱،۵) میلیارده کیلوواټه برښنایي انرژي تولیدولی شي ددې بند د برښنایي انرژۍ ظرفیت (۷۰۰) میګا واټه په پام کې نیول شوی ، خو(۳۰ )کاله مخکې یې (۴۵۴) کیلوواټه برښنا تولیدوله .
ددوهم سروبي توربینونومخکې دبرښنایي تولید(۱۵۰۰)کیلوواټه ظرفیت درلود .
انجینیراحسانیاردظاهرشاه په وروستۍ لسیزه اودداؤدخان په لومړیودووکالوکې فنی مشاور ؤ اوما خپله مصاحبه ور سره وکړه او په سرکې مې ترې وپوښتل چې :
پوښتنه : ـ تاسو(احسانیارصاحب)پوره ( اته کاله ) د ظاهرشاه اوداؤدخان فني مشاور پاتې شوي یاست ، کله چې په پارلمان کې د ظاهرشاه په زمانه کې د اپوښتنه را پورته شوه چې : آیا افغانستان صنعتي شي ، که زراعتي اویا دواړه ؟ او په پارلمان کې پرېکړه وشوه چې : افغانستان خپله د زرګونو مېګاواټه تولیدي انرژۍوړتیا لري ، او باید بندونه ورته جوړ شي، ترڅوله یوې خوا د افغانستان اوبه مهار او شاړې ځمکې یې خړوب شي اوله بل پلوه د تولیدي انرژۍ له لارې صنعتي وده وکړي . تاسو د وخت ټول واکمن ته په دې اړه څه مشوره ورکړه ؟
نوموړي زما ددې پوښمنې په ځواب کې داسې وویل:
ځواب : ــ موږشاهرشاه ته مشوره ورکړه چې : په افغانستان کې (۳۰۰ ) مېلیون هکتاره ځمکه خپله خلکواودوخت حکومتونوآباده کړې ده،که چېرته آبګردان اود اوبودانرژۍتولیدولوبندونه ورته جوړشي(۳۰۰)مېلیون هکتاره نوره ځمکه ورباندې آبادېدلی شي چې دټولې خړوبې شوې ځمکې شمېره به (۶۰۰۰۰۰۰۰۰)مېلیون هکتاره ته ورسېږي . هغه دښتي اوشاړې ځمکې چې داوبوله نشتوالي څخه وچې اوبې حاصله پرتې دي ، هغه به ټولې خړوبې، افغانستان به دغنمواونوروغلودانو په ګُدام بدل اوپه کوردننه به خودکفأ اود صادراتوترکچې ورسېږي . افغانستان به هم یوصنعتي اوهم زراعتي هېواد شي .
لنډه داچې په افغانستان کې دامهال دانرژیووضعیت داسې دئ چې یوازې په برښنایي سکتورکې په یوکال کې په سلوکې ایله له(۱،۸)سلنه برښنایي انرژۍ څخه ګټه اخیستل کېږي او(۲۶)مېګاواټه برښنا په یوکال کې همداسې په خپل سرپه مصرف رسېږي .     
ــ  موږ په افغانستان کې (۱،۵۶۹ ) میلیارده بشکې دنفتوکشف شوې ذخیرې ، (۱۵،۶۸۷) میلیارده فټ مکعب ګاز ، (۵۶۲۰) میلیارده بشکې د مایع ګاز اوله (۱۰۰)تر(۴۰۰) میلیون ټنو پورې داوبلن غاز ذخیرې لرو،چې هغه تراوسه پورې ګټې اخیستو ته نه دي سپارل شوې او د افغانستان خلک په سلوکې (۸۰٪ ) له لرګیوڅخه ګټه اخلي . ځکه دولت دا مهال په افغانستان کې (۱۴۰۰) مېګاواټه تولیدي او وارداتي برښنا برابره کړې چې هغه د افغانستان له پاره بسنه نه کوي او افغانستان ټول ټال (۵۰۰۰) مېګاواټه برښنا ته اړتیا لري چې تراوسه موږ لاس رسی نه ورته لرو .
په دې برخه کې دولت ځینې لاسته راوړنې هم لري، ځکه دسلما ، کچکي ، دوهم سروبې اونوربندونه څه نا څه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي اوپرپاتې نوروآبي پروژو باندې کار روان دي چې کېدای شي ډېر ژرګټې اخیستنې ته وسپال شي .  
پایله :
افغانستان د انرژیو لرونکی یوشتمن هېواد دئ ، دولت هوډلري چې ګام په ګام دخپلومنظموتدارکاتي پلانونوعملي کولوله مخې دکورنیوتولیدي انرژیوترلاسه کولودې مدیریت ته اوږه ورکړي ،ترڅود افغانانوملي هیلې په کوردننه ورسره پوره اوسیمې اونړۍ ته دځواب ویلوچوګه شي .