ملا محمدعمرمجاهد او طالبان د عبدالحی مطمئن په کتاب کې ..!!

موسی فرهاد --- 2017 – جون 14

کتاب

کتاب نوی چاپ شوی، نوم یې دی «ملامحمدعمر،طالبان او افغانستان» 380 مخونه لري، د کتاب فزیکي جوړښت یا صحافت قریباً د بهرنیو لیکوالو د کتابونو په څیر په معیار پوره ګڼل کیدای شي، که څه هم ځای ځای د کمپوز تیروتني او د پاڼو د ګنډلو ستونزه لري. د کتاب ژبه روانه ژورنالیستیکه جذابه پښتو ده، چې لوستونکی د لوستلو پرمهال ستړیا ته نه پریږدي. په کتاب کې راوړل شوي مباحث ترډېره له تطویل او اختصار دواړو خلاص ښکاري. چې همدا د فصاحت او بلاغت آر معیار دی. کتاب شپږ څپرکي یا بابونه لري چې په هر یوه کې دننه په لسګونو مطالب راغونډ شوي دي .
کتاب د لیکوال په یادښت پیل شوی چې د خپل ځان او کتاب دواړو په اړه یې په ادبي او شاعرانه ژبه قلم چلولی، د خپل یتیمانه ماشومتوب غمجن داستان یې په خورا ژړوونکو کلماتو کښلی. دا له دې امله هم دردوونکی دی چې زموږ د بې وزلې ټولني د یوه پوره نسل د ژوندانه انځور وړاندي کوي .
لیکوال مزید د خپل کتاب په اړه وایی : زما دغه کتاب د خپلو لیدلیو او اوریدلیو پیښو یو ریښتینی حکایت دی چې د لوستونکو په وړاندي یې ږدم ، دا زما قضاوت او شخصي دریځ نه دی او نه د چا په فرمایش او نه هم چا ته کمپاین دی.
دی وایی، ممکن کتاب مې د دوو لوریو خوښ نه شي ، یو هغه چې پر طالب نیوکه ګناه ګڼي او بل هغوی چې د طالب مخالفت یې روڼې سترګي ړندي کړي او د طالب هرڅه منفي تصور کوي. خو له دې دوو پرته ، د نورو لپاره ښایی یو غوره معلوماتي مصدر و اوسي.
لیکوال زیاتوي چې ، په کتاب کې مي معلومات یا خو خپل دي او یا له نورو ترلاسه شوي، هغه چې له نورو مي اخیستي، د ځینو د نا کره والي پړه یې باید پر ما ونه غورځوله شي. خو د لیکني په جریان کې چې مي تبصرې دي ؛ په هغوی کې ښایی غیراختیاري تمایلات موجود وي چې هغه مې بیا د بشري عجز برخه وګڼئ.
د لیکوال دغه ډول څو جملې ښایی زما غوندي د ډیریو لوستونکو ځیني نیوکي حل کړای شي. خو ټولي نه. چې په راتلونکو کرښو کې به اشاره ورته وشي.

له سریزي ور ها خوا

ښاغلي مطمئن د خپل کتاب لپاره، دوه مهم ټکي د اصلي موضوع په توګه انتخاب کړي ، هغه لکه څنګه چې یې له نامه نه ښکاري، ملامحمد عمر مجاهد او طالبان. د افغانستان په اړه بحث یې داسی ښکاري چې طفیلي او د آري موضوع لپاره د مدخل په حیث راوړل شوی.
که څه هم بلا ډېري خبري ممکن پاتي وي خو د کتاب پر آره موضوع، طالبان او ملامحمدعمرمجاهد یې رښتیا هم تر ډېره حده بحث کړی، أمیرالمؤمنین ملامحمدعمرمجاهد یې له وړوکتوبه ، تر زلمیتوبه ، ځوانۍ ، جهاده، ، د تحریک تر پیلیدلو، بیا تر امیرمنتخب کیدلو، اووه کاله په سختو شرایطو کې واکمني کولو ، ورپسي د سقوط پرمهال بیا راپاڅیدلو ، د جهادي قافلې د بیا منظم کولو او بیا تر وفاته پوري د هغه پر ټول ژوند، په جلا جلا بابونو کې ښه په تفصیل سره غږیدلی ، په دې برخه کې یې زیاتره له خپلو تبصرو او ذهني تمایلاتو پرته کوشش کړی چې مستند جریانات د حکایت په ژبه وړاندي کړي او د امیرالمؤمنین ژوند پکښي ترسیم کړي.
خو په دې کې یوه نیمګړتیا ما ته دا ښکاره شوه چې ملامحمدعمر یوازي په نوم یاد شوی او ورسره د مجاهد لقب چې نژدي د نامه یو نه بیلیدونکی ټکی ګرځیدلی ؛ نه دی ورسره ذکر شوی. کیدای شي د لیکوال به اختصار یا بل کوم غرض و، خو د دې په وجه سړی داسی محسوسوي چې دا کتاب ګویا د مشر د ویاند له لوري نه، بلکي د یو کوم بهرني ژورنالیست په لاس لیکل شوي دی.
که څه هم د ملامحمدعمرمجاهد له نامه سره د مجاهد لقب نه ذکر کولو کې نه کوم شرعي حرج شته او نه یې پر تاریخ کوم اثر پریوزي. مګر په اسلامي ټولنه کې خصوصاً دینپالي طبقه کې لقبونه اکثراً د تفاؤل او نیکپالۍ لپاره ایښودل کیږي. او خلک د لقب په غوره کولو کې تر نامه زیات اهتمام کوي چې دا د ځان لپاره نیک تفاؤل ګڼي. له همدې ځایه ده چې القاب له صدراسلامه په ټولو مسلمانانو په ځانګړي توګه زموږ په ټولنه کې یو ډول نیک شګون او احترام ګڼل کیږي. بیا د یو داسی چا چې هغه د مسلمانانو یو ستر أمیر تیر شوی وي او د أمیر ویاند چې د خپل مشر نوم په څومره احترام واخیستلای شي؛ هغومره یې کتاب او د لیکوال شخصیت ورسره سِوا کیږي. ترټولو ښه به دا وای چې د کتاب د نامه سره د مجاهد لقب هرو مرو یاد شوی وای. ولي چې په کتاب کې دننه بیا هم ځای ځای ذکر شوی دی. امید دی چې په راتلونکي ایډیشن کې د ښکلا دغه نیمګړتیا یې اعاده شي.
ښاغلي مطمئن د طالبانو د غورځنګ د راپیلیدلو اړتیا ته د خپل کتاب 11 مخونه ځانګړي کړي چې د مشت نمونه یې خروار په بڼه یې د هغه وخت د انارشیزم مظالم بیان کړي. او هغه یې آساسي باعث ګڼلي چې حتمي باید د نجات یو خوځښت رامنځ ته شوی واي.
ورپسي یې د طالبانو د تحریک د پرمختګ جریانات یو په بل پسي ویلي تر دې چې طالبان کندهار نیسي، هرات نیسي ، کابل نیسي ، شمال نیسي. ممکن په دې کې ډېر کم داسي پیښې وي چې ذکر شوي نه وي، البته ځیني خبري هرو مرو شته چې یا خو را اخیستلي شوي نه دي او یا یې په ډېر لږ تفصیل له لږو معلوماتو برخمن جریان ویلی،
مثلاً د بازسازۍ په اړه څه نه دي ویل شوي. که ویل شوي هم وي ؛ هغه ممکن د یوې بلې خبري په ترڅ کې په مناسبتي ډول راوړل شوي وي. هغه مهال که څه هم بیا رغونه به ډېره کمه وه ، خو ابتدا یې هرو مرو شوي وه ، اراده ورته موجوده وه ، د وسایلو د نه شتون ، د شرایطو د نه مساعدت ، د جګړې او نړیوالو بندیزونو له شته والي سره سره بیا هم ډېر کارونه شوي. لکه د یو فلج حکومتي نظام پر پښو درول، د دولتي ودانیو بیا رغول ، د لویو لارو د رغولو کار پیلول ، د تلیفوني سیستم جوړول ، د نويو افغانیو د چاپ چاري تکمیلول د هوايی ټرانسپورټ فعالول او داسي نور... تر ډېره حده شوي دي. که څه هم کم به وو.
دا راز د اسلامي قوانینو د احیاء او پلي کیدلو په رابطه مستقلاً څه نه دي ویل شوي. لکه په کامله توګه د قضاء شرعي کول او د هغې په مدني او دیواني چارو کې کافي پرمختګ او شفافیت ، حدودو او قصاص ، حجاب او داسی نور احکام چې د طالبانو د نظام یو مثبت اړخ وو خو دنیاوالو یې همیشه د غلط تعبیرولو پروپاګند ته مخه کړي. په دې اړه د لیکوال لخوا اړین تفصیلات نه دي ویل شوي ترڅو یې حقایق روښانه کړي وای. مګر په کتاب کې یوازي د امر بالمعروف یادونه شوي چې هغه یې هم د نیمګړتیاوو اړخ را سپړل شوی.
بلخوا په شمال کې د دښتې لیلې بشري غمیزه اګرچه راوړله شوي خو ده ، مګر تنها په یوه او یا تر یوه هم په کمه صفحه کې را ټوله کړای شوي ده. دا راز د سقوط پرمهال په شمال کې د دوستم او امریکایانو په لاس د لسګونو زرو طالبانو بې رحمانه تاریخي قتل عام هم ډېر په لږه او سرسري بڼه راوړل شوی.
چې د لوستونکی تنده نه یوازي ماتیږي نه ، بلکي د دومره غټي پیښې کمرنګه او وړوکي بیانول؛ لوستونکي ته یو ډول سوال پیدا کوي. په داسي حال کې چې د تاریخ لوستونکي وګړي طبعاً د داسی پیښو جزئیاتو ته تږي وي.
خو بیا هم په هرصورت دا مشکله ده چې د ټولو جریاناتو احاطه دې مالها و ما علیها یو سړی په کلي ډول وکړای شي. او په هغه کې دې هیڅ ډول کمی نه وي. مګر د نورو خلکو په پرتله زه فکر کوم چې دا یوه ځانګړتیا د دې کتاب لیکوال لري چې که په ټولو کې نه وي په بیخي ډېرو جریاناتو کې په یو نه یو ډول دخیل دی او د طالبانو په اړه چې بل هرچا کتابونه لیکلي ؛ د هغوی په پرتله د دې کتاب خاطرات قابل اعتبار دی.
لیکوال پخپل کتاب کې په ټولیزه توګه د طالبانو او د هغوی د أمیر اصلي تصویر د مستندو حقایقو په مټ داسي په مناسب انداز وړاندي کړی چې د هغوی دښمنان یې ښایې هیڅکله ونه غواړي او نه یې غوښتی وي.

تېروتني

د ښاغلي عبدالحی مطمئن کتاب (ملامحمدعمر، طالبان او افغانستان) سره له ځینو ځانګړتیاوو، ځیني نیمګړتیاوي او وړې تېروتني هم لري چې د بیلګې په ډول به یې د څو یادونه وکړو.
مثلاً په 38 مه صفحه کې یي د نورالمدارس د تأسیس میلادي نیټه 1898 لیکلي چې په حقیقت کې دا نیټه 1942 ده. باید وویل شي چې په نیټو کې نور ځایونه هم خطاوي شته ، لکه :
په 62 صفحه کې یي د صبغت الله مجددي د حکومت د ټاکلو نیټه د ثور 8مه لیکلې حال داچې د ثور په اتمه فقط واک ورته انتقال شو ، حکومت یې لا له وړاندي جوړ شوی و.
په 44 صفحه کې وایي د ثور له انقلاب نه شپږ میاشتې وروسته ترکی له منځه ولاړ او واک أمین په لاس کې واخیست حال دا چي ترکي شپږ میاشتې نه ، بلکې نژدې اتلس میاشتي یې پاچاهي وکړه.
په 73 صفحه کې یي د ملا صاحب د جبهې مشر حفیظ الله اخندزاده یاد کړی چې د نامه سمه بڼه یې فیض الله اخندزاده دی.
په 74 صفحه کې یي ویلي ملا صاحب او ملا نیک محمد یو ځای جهاد کاوه حال دا چې ملا صاحب د ملانیک محمد له شهادت نه څو میاشتې وروسته کندهار ته راغلی.
په 76 مه صفحه کې وایي ملا صاحب پخپل ټول ژوند کې یو ځل پاکستان ته سفر کړی و. (که څه هم دا خبره د هغه په ژوند لیک کې چې د طالبانو پر رسمي صفحه خپور شوی؛ هم همدغسي لیکل شوي) . خو زما مالومات دا راښیی چې ملا صاحب یوځل نه بلکي څلور ځله پاکستان ته تللی، دوه ځله د زخمونو د معالجې لپاره یو ځل د زخمي ملګرو د پوښتنې لپاره او په وروستي ځل د حرکت په تنظیم کې د خپلې جبهې د رسمي کولو پخاطر تللی. والله اعلم
دا هغه وړې تېروتني دې چې په دویم ځل چاپ کې یې ممکن اصلاح ته د لیکوال پام ور واوړي.

نیمګړتیا

په کتاب کې چې د لوستونکي په وړاندي لومړی د اعتراض ټکي را څرګندیږي او سړی د لیکوال په اړه داسی شکمن کوي چې خدای مکړه هسی نه، لیکوال د یو تاریخي اثر د لیکلو په جریان کې په ځینو مواردو کې د تعصب او شخصي کینې ښکار سوی نه وي. هغه دا چې په ځینو ځایونو کې ځیني اشخاص بې مورده د نیوکو هدف ګرځول شوي چې دا زموږ په ټولنه کې نوی دود خو په غربې ټولنو کې ښایی ډېر قابل اعتراض نه ګڼل کیږي.
زما په وړاندي په کتاب کې ډېر داسی ځایونه راغلل چې لیکوال ځیني مستند جریانات داسی ویلي وي چې په هغه کې طبعاً د یو چا نوم اخیستل کیږي ، د هغه کردار یادیږي خو د هغه شخص کردار منفي اوسیدلی وي نو په سناریو کې د دې شخص ناسم کردار بیانول یو مجبوریت وي ځکه چې د تاریخي پیښې په کره والي کې د حقیقت ذکر کول اړین وي. نو دا د چا پر شخصیت تعرض نه بلل کیږي زما په نظر.
د بیلګې په توګه د ملاصاحب د وفات او له هغه نه را ورسته جریاناتو کې د عبدالقیوم ذاکر او د ځینو نورو وګړو شخصیتونه داغداره شوي، خو هغه له دې امله نه، چې ګویا پر هغوی باندي د لیکوال لخوا له ځانه تور او تهمت ویل شوی. بلکي په اصلي او واقعي بڼه د پیښې او جریان د بیانولو له امله دا شخصیتونه مورد اعتراض ګرځیدلي. چې دا یوه طبعې چاره ده.
ولي ځیني داسی موارد شته چې د لیکوال لخوا ځیني وګړي بې ضرورته تر قلمي برید لاندي راغلي د مثال په ډول لیکوال د ملاآغاجان معتصم د سیاسي کریکټر په اړه تفصیلي غږیدلی چې هغه یې بیل جریان دی خو په ضمن کې یې د هغه پر شخصي ژوند او شخصیت بلاضرورته لګیدلی چې زما په ګمان د دې خبرو ځای کتاب نه وو. چې دا یې یوه نمونه ده. کیدای شي دا ډول متعدد نور موارد هم د لوستونکو په مخ ورشي.
د دې ترڅنګ ځیني نور کسان د لیکوال لخوا یاد شوي او د هغوی منفي کړني حکایتاً ذکر شوي ، که فرضاً هغوی په وروسته کې د خپل ځان سپیناوی وړاندي کړي ممکن د لیکوال خبره تر سیوري لاندي راولي چې ګویا د دې خبري په اصلي شکل معلومولو کې لیکوال دقت نه دی کړی.
د دې یو مثال دا ذکر کولای شو چې په کتاب کې د قطردفتر د افرادو په ډله کې مولوي شهاب الدین دلاورصاحب یاد شوی چې لیکوال وایی د خلکو لخوا دا او دا ډول خبري ورپسي کیږي. په دې کې یې ویلي دي چې مولوی دلاور صاحب له مایکل سمپل سره په تماس کې اوسیدلی ، که داخبره حقیقت ولري رښتیا هم چې نه یوازي د هغه شخصیت داغداره کیدای شي بلکي د سیاسي دفترچارواکي او له هغه نه بیا د امارت مشرتابه تر سوال لاندي راځي چې داسي کردار لرونکی وګړي څنګه د تحریک استاځولي کوي..؟!
مګر د کتاب له چاپ نه وروسته مي هغه ورځ په دې اړه د مولوي شهاب الدین دلاورصاحب وضاحت ولوستی چې حیرانوونکی و . نوموړي اګرچه د لیکوال د خبري تصدیق کړی او ویلی چې دا واقعیت دی چې له مایکل سمپل سره می رابطه لرلي خو هغه د مشرانو په اجازه او د یو خاص مقصد لپاره وه، چې هدف ترسره نشو بیرته مې د مشرانو په امر رابطه ورسره قطعه شوي. نو دلته که سړی فکر وکړي د دلاور صاحب وضاحت، د لیکوال څرګندوني ترسیوري لاندي په دې وجه راوستلي، چې ګویا هغه د اصلي موضوع په کره والي کې له دقت نه کار نه دی اخیستی.
نو زه وایم که چېري لیکوال دا هڅه نه وای کړي چې د ځینو خلکو په اړه د هغوی د شخصي ژوند په متعلق خبري وکړي او یا که شخصي هم نه وي بلکي د هغوی اجتماعي او سیاسي کریکټر ذکر کولو اړتیا وي خو هغه باید په ډېرو دقیقو مالوماتو بنا وای ؛ نو ښایی چې د کتاب دغي نیمګړتیا، کتاب تر خپل یخ سیوري لاندی راوستی نه وای .
اوس زه فکر کوم چې کیدای شي د ځینو وګړو دا کتاب د شخصې کینې په وجه خوښ نه وي او یا ځیني کسانو ته د سیاسي او نورو ملحوظاتو په وجه په زړه کې خوند نه ورکوي ؛ خو په ظاهره به هغوی ټول دا بهانه کوي چې په کتاب کې شخصیت ځپنه شوي ؛ خلکو ته به یې همدا نیمګړتیا ورپیژني.
امید دی چې دا ډول وړې تیروتني هم د راتلونکي ایډیشن په ترځ کې د لیکوال لخوا تجدید نظر کړای شي.
په هرصورت په اخیر کې دومره ویلای شم چې د ښاغلي عبدالحی مطمئن صاحب کتاب د تاریخ د دې خاصې مقطعې په اړه تر ټولو ښه شاهکار دی ، تر ده وړاندي چې څه لیکل شوي د هغوی په نسبت دا یو نایاب او مستند اثر ګڼل کیدای شي. لوستل یې ګټور او د مالوماتو لپاره که جامع او مانع مصدر نشي ګڼل کیدای د یو مدخلي مأخذ ځای هرو مرو نیسي . له لوستلو یې ځان مه بې برخي کوئ.
خدای پاک جل جلاله دي لیکوال ته أجر ورکړي.

مننه
موسی فرهاد

چارشنبه – 14 جون 2017