څنګه د ګاونډي حق اداء او څه ډول ټولنیز ژوند غوره کړو ؟

لیکنه: حضرت عثمان نوري
د غربت او فقر ژوند ډیری وګړي دې ته اړ کړي چې د سیمو له اوسیدونکو سره یو څو ورځې ژوند د همسایتوب (ګاونډیتوب) په بڼه تېرکړي؛ خو دا لړۍ نه تنها په افغانستان کې بلکې په ټوله اسلامي نړۍ کې جریان لري. ترهرڅه لومړی باید دا روښانه کړم چې ګاونډي څه ته وايي؟
ګاونډي هغه چاته ويل کيږي، چې زموږ په شاوخوا (چم؛ ګاونډ او یا هم کوڅه) کې استوګنه ولري او د یو بل په غم او ښادۍ کې ځان شریک بولي.
هرهغه څوک چې په یوه ټولنه کې ژوند کوي؛ اړینه ده چې د ټولنې د غړو او د چم اوسیدونکو سره ښې او مثبتې اړیکي ولري، ځکه د ښو اړیکو پالل زموږ پر شخصیت مثبته اغېزه کوي. د ښو اړیکو یا د ټولنیز ژوند پالل اسان کار نه دی او یو ځانګړي هنر ته اړتیا لري؛ خو کچېرته مو ټینګ عزم او کلک هوډ وکړ؛ په ټولنه کې ښې اړیکي پاللی شئ! د ټولنیز ژوند په پاللوکې بیا ډېر داسې کم خلک شته چې په سختو شېبو کې د خپلوګاونډيانو مرستې ته چمتو اوداړتيا پرمهال دهغوی ناروغ روغتون اوډاکتر ته رسوي. همداراز زموږ په ټولنه کې ځیني کورنۍ د ماشومانو په سر او د دیوال شریکۍ په موضوع کې زیات وخت شخړې او لانجې کوي.....ځيني کورنۍ بیا له دې هم سرټکوي چې په اطرافو (بانډو) کې هغه دیوال شریکي کورونه چې پرته له خبرداري د بام سر ته پورته کیږي او د خپل ګاونډی د ښځينه وو (تور سرو او پېغلو) د ځورونې لامل ګرځي....
که چېرې د ټولنې ټول وګړي داسلام دسپېڅلي دين په رڼا کې دګاونډيتوب حقوق او اوصول وپېژني، هېڅکله به هم زموږ په تولنه کې ستونزې رامېنځته نشي او په سولیزه فضا کې به خپل ژوند په خوښۍ تېرکړو. دا چې د ګاونډي حقوق څه دي؟ او د ګاونډي سره څه ډول ژوند او زنده ګي تېره کړو؟ دا هغه پوښتنې دي چې د لېکنې په پاتې برخه کې یې ځواب موندلی شئ !
الله (ج) په قران عظیم الشان کې فرمايي:
ژباړه: د الله تعالی عبادت وکړئ او شریک ورسره مه جوړوئ یعنې الله تعالی یو وګڼئ، عبادت یې هم وکړئ، شریک ورسره هم مه جوړوئ، د مور او پلار سره نیکي کوئ، دخپلو یتیمانو، مسکینانو (بې وزلو) او د هغه ګاونډيانو سره ښه سلوک کوئ کوم چې مو رشته دار (خپلوان) وي، او د خپل همسایه (ګاونډي) سره، مسافر سره هم ښه کوه یعنې د هغه چا ملمستیا کوه چې دبل هېواد مسافر او د لارې لاروی وي.
حضرت ابوهریرة رض فرمايي: چې نبي کریم (ص) وویل: ای ابوهریرة ! پرهېزګاره شه ته به ټولو خلقو کې اوچت عبادت ګار شې، قناعت بخش اوسېږه؛ ته به په ډېرو شکر ګذاره خلقو کې حساب شې، څه چې د ځان لپاره خوښوې؛ د نورو لپاره یې هم خوښوه؛ ته به ټولو وګړو کې اوچت مؤمن شې، د خپل ګــــــاونــــــــــډي سره ښه سلوک کوه نو ته به اوچت مسلمان شې؛ او خندا کمه کړه؛ ځکه خندا زړه وژني.
حسن بصري په خپل سند سره زیاتوي چې یو چا له حضرت محمد (ص) نه وپوښتل: ای د الله رسوله (ص) د ګاونډي یوبل باندې څه حقوق دی؟ هغه (ص) وفرمایل: که کوم څه درنه د قرض (پور) په بڼه وغواړي نو پور ورکړئ؛ که بلنه درکړي؛ بلنه یې قبوله کړئ؛ که مریض (رنځور) شي نو پوښتنې ته یې ورشئ؛ که د مرستې غوښتنه درڅخه وکړي نو مرسته ورسره وکړئ، که څه مصیبت او ستونزه ورته پېښه شي نو عزت یې وکړئ؛ که څه ګټه ورته ورسیږي خوښي ورسره څرګنده کړئ؛ که وفات (مړ) شي نو جنازه یې وکړئ، او که چېرته غائب شي نو د کور او عیال حفاظت به یې کوئ......

جضرت ابوذر غفاري (رض) فرمايي: چې ماته حضرت محمد(ص) د ۳ څیزونو وصیت کړی دی
۱- اوره او اطاعت (مننونکی) اوسه؛ اګر که یو پوزه پرېکړی غلام درباندې امیر وګمارل شي.
۲- کله چې ښوروا (د غوښې ښوروا، شوروا) پخوې نو اوبه پکې زیاتوه، اوبیا ښوروا خپلو ګاونډیانو کره لیږه؛ وايي که یو سړی مړ شي او دهغه ۳ ګاونډیان وي او ګاونډیان ترې راضي وي نو دده لپاره به بښنه وکړلی شي.
۳- او لمونځ په خپل وخت کوه.
که غواړئ ښه ګاونډیتوب وپالئ، نو لاندې څلور لارښوونې عملي کړئ !
۱- که ستا سره څه وي؛ نو دګاونډي همدردي پکې کوه.
۲-د ګاوڼډي مال او متاع ته به طمع (هیله) نه کوې.
۳-ګاونډي ته دهېڅ ډول ضرر او تاوان رسولو کوښښ مه کوه.
۴-او که ګاونډي درته ضرر ورسولو نو ته پرې صبر کوه
په دې کار سره خلک تر ډېره بریده کولی شي چې د ګاونډي حقوق اود ټولنیز ژوند اصول ادا کړي خو ځيني خلک دا حقوق اوصول د پښو لاندې کوي.
ـــــــــــــــــــــــــــــ
پای