د ځوانيمرګ ورور په یاد مې

د روژې مبارکې میاشتي وروستۍ لسیزه ده ګڼې کورنۍ د خپل ژوند په نېم ژوانده حالت کې هم د خپلو کورنیو او په ځانګړې توګه د کوچنیو ماشومانو لپاره د اختر په نوم جامي او نورې ډالۍ له بازارونو څخه رانیسي، بازارونه ستاسو(ترهګرو) له وحشیانه بریدونو سره سره د خلکو له ګڼي ګوني ډک دي او ستاسو ددغو وحشیانه بریدونو له امله د هېواد په لر او بر کې ګڼي کورنۍ د ویر په ټغر ناستي دي نو که یوازې ددغی مبارکي میاشتي د بریدونو قربانیانیو کورنیو شمېر را واخلو نو تر زرګونو اوړي.
په دغو کورنیو کې داسي کورنۍ هم شته چې د یوې ګولې ډوډډۍ پیدا کولو لپاره یې خپل ماشومان سرګردانه د ښارونو په یوه او بله کوڅه کې په کثافات ځایونو باندې ګرځي ترڅو خپلو کورنیو ته یوه مړۍ ډوډوۍ پیدا کړي.
طالبانو ستاسو ددغو وحشي بریدونو له امله د افغانستان ملا ماته شوه ځکه زیاترو کورنیو د خپلو کورنيو د ګټو وټو لپاره ځوانان په ډېرو سختو شرایطو کې روزلې ول تاسو هغوئ په ډېره بې رحمانه توګه له منځه یوړل پیغلې مو کونډي کړي، میندي مو بورې کړي، پلارونه مو په ملا مات کړل، خویندي مو د ډېرو ژړاو له امله په سترګو ړنډي کړي او کوچنې اولادونونه مو خوار او زار کړه هغه اولادونه چې د خپلو پلرونو مینې ته اړتیا لري او په اختر کې به یې په غیږ کې نیسي او له پلورنځیو څخه به یې ورته بسکیټ رانیسي تاسو ووژل .
زه ډېر لرې نه ځم یوازې د خپلې کورنۍ درد درسره شریکوم چې تاسو په څومره ناځوانمردانه برید کې د روان کال د مۍ په 16 مه زموږ دوه ګلابونه هر یو د کونړ ولایت د اترا ادرې مسول محمد ناصر نصرت او د یاد ولایت د بشرې منابعو مسول سنګر افغان په هغه توغنديز برید کې له منځه یوړل چې هغه توغندی به هم تاته زموږ د خاروې یانې د ناموس دوښمنانو اهدا کړې وو او بیا دې څنګه په ویاړ دغه مسولیت هم واخیسته او ورته دې ولیکل چې په کونړ کې دوه لوړ رتبه ځوانان ووژل شول وحشي طالبه تاسو په خپل رسمي ویب سایټ کې د یوې اعلامیی متن په دې شکل لیکلي. (د کونړ ولايت د بشري سرچينو رييس او د مخابراتو رياست د اترا څانګې مشران په توغنديز بريد کې وژل شوي دي.) بل ځای دې داسي لیکلي (د ټولو جګړو په جریان کې د ۱ تن لوړ رتبه چارواکي مدیر ناصر(چې په مرکزاسعداباد کې یې دنده لرله) په ګډون ۲۲ تنه عسکر، پولیس او اربکیان ووژل شول، ګڼ شمیر نور ټپيان شول).

ناصر په فوځ کې دنده نه درلوده، ناصر په ملي پولیسو او ملي امنیت کې دنده نه درلوده چې له تاسو وحشي ترهګرو سره په مخامخ جګړه کې لګیدلې وي کاشکي داسي شوې وه چې یوه دوه ترهګر خو به دده په ډزو کې هم جهنم ته تللې وې بلکي ناصر تاسو ولس ته د خدمت کولو پرمهال وواژه هغه خدمت چې تاسو به دده د مرګ خبرپه خپرولو کې هم دده د کړې خدمت له ابزارو څخه ګټه پورته کړې وې چې ده به خپل ولس ته شپه او ورځ یو کړې وه.
له ناصر څخه یو دوه کلن یاسر ناصر او یو څلور ورځنې یاسین ناصر پاتې دي د یاسین د پیداکیدو خوشالۍ په ویاړ له ناصر څخه دې په همدې ورځ اخېستل شوې پسه هم پاتې کړ چې هغه به صدقه کوه او د یاسین په څير د تاندو ماشومانو د لویدو او د وطن د خير دوعا به یې پکې کوله، سبا کوچني اختر دی او ستاسو د ترهګرو سرلارې اعلامیه هم ورکړي اختر مو مبارک شه کوم اختر؟ هغه اختر چې ستاسو له لاسه زرګونو کورنۍ د ویر په ټغر ناستي او د خپلو نازولو ویر کوي نو هغوئ به څنګه دغه کوچني اختر نماځي.
دوه کلن یاسر ناصر هره ورځ خپلې مور ته ګرځنده موبایل وروړي او ورته په نیمه ژبه وایې دادا ته زنګ وواهه چې راشي نو د مور له سترګو یې د اوښکو دارې راوانې شي ورته وایې زویه دادا دې نور نه راځي هغه نور ستاسو روزنه او پالنه نکوي هغه نور تاسو ته کالي نه راوړي ، هغه نور زنګ درته نه وهي او نور نو یاسر په غوصه شي او موبایل په ځمکه وولي نو ایا ترهګره ته په کور کې خپل ماشوم لرې او کنه او کله دې په نه شتون کې د هغه درد احساس کړي او کنه خو داسي نه دې شوې بلکي الله دې درته وښئ چې له نورو له درد خبرشي.
ناصر نصرت که څه هم اوس په فزیکې په لحاظ زموږ په منځ کې نشته دي خو د هغه مینې او محبت له امله چې ناصر خپلو خلکو او دوستانو سره لرله هغه ژوندي دی او هغه ته هره ورځ په زرګونه لاسونه د دوعا لپه پورته کېږي او دا هغه وخت په اثبات ورسیده چې کله د ناصر د شهادت خبر په رسنیو کې خپور شو نو په یو ساعت کې په زرګونو خلک د هغه په جنازه کې د ګډون لپاره جلال اباد ښار او خوګیاڼیو ته ځانونه ورسول د هغه دوه جنازې وشوې او په هره جنازه کې ستاسو د تباه کیدو خیراوې وشوې د ناصر دوه عمومي فاتحي هم واخیستل شوې او په هره فاتحه کې په زرګونو دوستانو یې دده د خیر او ستاسو د بربادۍ خیراوې وکړي.
نو ای ترهګرو نو اوس هم سرې وخت دي له خپلو وروڼو له وژنو را وګرځي او خپل سوله ایز ژوند له خپلو کورنیو او ورونو سره پیل کړي نو الله مهربانه ذات دي کیدای شې عفوه درته وکړي ځکه ستاسو په لاس کې وسله پردۍ ده ستاسو قومانده پردۍ ده ستاسو روزي پرده ده او ستاسو وژل ناروا دي نو ښه ده چې د خپل هېواد د ابادۍ او سوکالۍ لپاره کار وکړو نه یې د ورانۍ لپاره.
په همدې هیله