طنز
محمود نظری

دښځې لغته

عورته هغه ده چې ته يي وهلای سې په لغته
ښځه هغه ده چې تا وهلای سي په لغته
ماینه له میړه سر په سوله کې ژوند کوي
همسر هغه چې یو بل وهلای سي په لغته
ځکه ویښیاران خپل کوروالا ته وایي عورته
چې لغتې وغورځوي دهغې ونه خوري لغته
هغه چې ډیر د ښځو د حقوقو نار ې وهي
هغه هر وخت خپله ماینه وهي په لغته
ملایان د شپې میرمني ته غلت ایتونه وایي
په روایتو یې ځان خلاص کړی دی له لغته
یو دوې لغتې هر باتورمنصبدار خوري دشپې
د چا وي ښکاره دچا وي د لویو اولادو پټه
هغه چې د ورځي برېتوته بهرڅو تاونه ورکوي
په کور کي یې برېت نه شخیږي دښځې له هیبته
په خوب کي هر متاهل باتورخامخا ویریږي
په سبا یې بګیل حال وایي اتل یې وي خوله چپه