په داسې حال کې وسله والو طالبانو او داعش ترهګرو ډلو د روژې په روانه مياشت کې د افغان وژنې سيالۍ ترسره کړه چې يواځې د روژې مبارکې مياشتې په ۲۸ ورځو کې يې ۲۱۳ تنه شهيدان او ۷۱۳ نور افغانان ټپيان کړي دي؛ د وسله والو طالبانو مشر ملا هيبت الله په خپل اختريز پيغام کې لاهم په افغانستان کې د دوی د جګړې د تشديد او په پلازمېنه کابل کې د يوې نوې کورنۍ جګړې د پيښېدو خبرداری ورکړی دی. ملا هيبت الله رسنيو ته په خپل استول شوي اختريز پيغام کې ويلي؛ تر هغې به له جګړې لاس وانخلي څو چې بهرنيان يې له هيواده د باندې وتلي نه وي. 

دا په داسې حال کې ده چې پخپله ملا هيبت په خپل همدې تازه اختريز پېغام کې په دې خوښې څرګنده کړې چې نړيوال د طالبانو ملاتړ کوي. که څه هم د طالبانو مشر نه دي ويلي چې کوم نړيوال هيوادونه د طالبانو ملاتړ کوي خو داسې ښکاري چې اشاره يې روسيې، چين او ايران هيوادونو ته وي. 

د طالبانو مشر ويلي، د اسلامي نظام په سیوري کي سوله، رښتینی امنیت او د هېوادوالو سوکالي يې اساسي اهداف دي؛ دوى په کلک هوډ سره د خپل ولس اقتصادي، تعلیمي او هر اړخیز ودانیز پرمختګ ته تعهد لري؛ د بیارغونې د چارو او پروسو هرکلی کوي او د خپلو ټاکلو اصولو او لوائحو په رڼا کې په دې برخه کې د هر راز فعالیتونو ملاتړ او ساتنه خپله دنده بولي. 

طالب مشر ملا هيبت خان په داسې مهال سوله، امنيت ا و د هيوادوالو د سوکالي، خپل اساسي اهداف يادوي چې له يوې خوا يې په همدې اختريز پيغام کې په افغانستان کې د خپلو جګړو د تشديد خبرداری ورکړی او له بلې خوا د هلمند ولايت د تيرې ورځې خونړي بريد چې په کې ۳۷ تنه شهيدان او څه د پاسه ۶۰ تنه ټپيان شوي دي؛ مسوليت يې په خپله وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. له دې يوه ورځ وړاندې وسله والو د لوګر پر یوه جومات په حمله کې د حزب اسلامي یو پخوانی قوماندان او دوه نور عام افغانان په شهادت ورسول. له هغې وړاندې په مې میاشت کې یې په بلخ ولایت کې د شاهین قول اردو په جومات کې د شاوخوا ۱۵۰ تنو وینې وبهیولې. په ټوله کې طالب په افغانستان کې د داسې يوې پليتې جګړې ترسره کولو تاريخ تر شاه لري چې اسلام خو لا څه چې د نړۍ په هيڅ مذهب او قانون کې ورته جواز نه دی ورکړل شوی. 

د ملا هيبت خان ډلې د طالب پخوانۍ جګړه په خپل ځای خو د ملا هيبت اوسنی اختريز پيغام ډير جالبه او د خندا او مسخری وړ دی. په اوسني پيغام کې يې هيڅ د نظر يووالی شتون نه لري او محتوا يې ضد او نقيض ده چې يوه پراګراف يې د بل پراګراف نهې ده. 

د ملا هيبت خان د اختريز پيغام ضد او نقيض څرګندونې 

لومړی: د وسله وال طالب مشر ملا هيبت په خپل اختريز پيغام کې ويلي؛ تر هغې به له جګړې لاس وانخلي څو چې بهرنيان يې له هيواده د باندې وتلي نه وي. بل ځای يې بيا په دې خوښې څرګنده کړې چې نړيوال د طالبانو ملاتړ کوي. که څه هم د طالبانو مشر نه دي ويلي چې کوم نړيوال هيوادونه د طالبانو ملاتړ کوي خو داسې ښکاري چې اشاره يې روسيې، چين او ايران هيوادونو ته ده. دلته اوس خلکو ته پوښتنه پيدا کيږي چې آيا نصرانيان (روسان) او امريکايان توپير لري؟ آيا امريکا د ملا هیبت د دين خلاف او روسيه، چین او ايران يې د مذهب پيروان دي؟ آيا د روسانو او چينايانو دوستي روا او د امريکايانو ناروا ده؟ آيا د امريکا په وتلو به همدغه هيبت خېل طالبان افغانستان ته د روسانو د داخلېدو برابره نه کړي؟ آيا روسيه، چين او ايران د دين دوستان دي؟ 

زه د هيڅ کفري هيواد پلوی نه يم او نه يې ملګرتيا د افغانستان په ګټه بولم ځکه چی هيڅ کافر د مسلمان دوست نه شي کيدای. خو دلته خبره د ملا هيبت په متذبذبه دريځ کې ده چې له يوې خوا په افغانستان کې د بهرنيانو په مقابل کې د جګړې د دوام خبره کوي او له بلې خوا بيا له نورو بهرنيانو مننه کوي چې دوی سره مرسته کوي. 

دويم: د طالبانو مشر ملا هيب په اختريز پيغام کې ويلي، د اسلامي نظام په سیوري کي سوله، رښتینی امنیت او د هېوادوالو سوکالي يې اساسي اهداف دي، په داسې حال کې يواځې په مبارکه روژې مياشت کې د همدوی (طالبانو) او داعشيانو ترهګرو په بريدونو کې ۲۱۳ تنه هيوادوال مو شهيدان او ۷۱۳ تنه نور مو ټپيان شول. ملا هيبت او ډله يې په افغانستان کې کوم ډول سولې او امنيت خپل رښتيني اهداف بولي؟ په داسې حال کې چې د همدغو ترهګرو ډلو له لخوا مو هيوادوال آن په مسجدونو کې هم خوندي نه دي؛ ملا هيبت او ډله يې د کوم اسلامي نظام په سيوري کې سوله، رښتينی امنيت او د هيوادوالو سوکالي خپل اساسي اهداف ګڼي؟ هغه اسلامي نظام چې قرآن او رسول ص يې يادونه کړې او که هغه اسلامي نظام چې ملا فضلو، مولانا سميع الحق او د آی ايس آی بادارانو لخوا ورته جوړ شوی دی؟ د قراني اسلامي نظام په کوم ځای کې ويل شوي چې په مسجد کې د رب په خپل بوخت مسلمان شهيد کړه؟ 

پس ويلای شو چې د طالب وسله وال مشر ملا هيبت لخوا خپور شوی اختريز پيغام په ټوله معنا د آی ايس آی لخوا او د طالب وسله وال د روسي، چينايې او ايراني بادار لخوا جوړ شوی پیغام دی چې له هيڅ اسلامي اصل سره اړخ نه لګوي او يوازې د دوی د سياسي ګټو رانغاړلو لپاره ترتيب شوی دی. زمونږ غيور او د سيپڅلې عقيدې خاوند ولس دې پرې نه دوکه کيږي.