روانې چارې او بېلابېل


نور بايد د I.S.I ډول ته ګډ نه شو

درنولوستونکو! غواړم په يوې لنډې موضوع رڼا واچوم کله چې په افغانستان سور پوځ يرغل وکړ، په وړاندې پاکستان او امريکا نهه ګوندونه په ګرم او تور پنجاب کې د رهبرانو ترنامه لاندې د اسلام په جامه کې د دې خاورې د ورانولو او سور ښامار د نابود کولو لپاره پيدا کړل چې څوک په يوه نوم او بل نوم خو په حقيقت کې بايد و وايو چې په اسلام کې يوې ډلې د اتحاد او اتفاق له پلوه د دين او وطن د خپلواکۍ لپاره کارکړی وای، دوی په ټګه کې وه، تر نن يې ارمانونه پوره نه شول او په لکونو هېوادوال د دې مسلمانو مشرانو ل

23.12.2018 اېمل افغان

د امریکايي پوځیانو وتل او د افغان سولې نوي فرصتونه

  له افغانستان څخه د امریکا نیمایې پوځیانو وتلو، او پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو وتلو تمه، یوازي د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس لپاره ویاړ دی، حتی هغوی ته چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو. تر ویاړ پورته، دا هغه غوټه وه چې په تېرو اتلسو کلونو کې يې د پرانیستو رښتینې هڅې نه وې شوې؛ ځکه د سولې بهیر کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.   ښه ده چې طالب د افغان ولس له ادرسه له امریکا او نړیوالو سره خبرې وکړي، نه&nbsp

22.12.2018 نظرمحمد مطمئن

د سولې پر لور يو بل ګام؛ امريکا د طالبانو يو بل شرط هم مني

  په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو په روستيو کې هڅې تر پخوا ګړندۍ شوې او وسله وال طالبانو هم له امريکا سره تر دا مهاله د ترسره شويو ليدنو خوښ دي؛ اوس ټاکل شوې چې د وسله والو طالبانو بل لوی شرط چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتل دي؛ ومنل شي. د لويديځو رسنيو د راپورونو له مخې ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې له افغانستانه خپل نيمايې سربازان وباسي. وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي ټرمپ پرېکړه کړې چې خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي. که څه هم امریکايي رسنۍ وايي چې ولسمشر

22.12.2018 خوشحال آصفي

ستیز بازاری

در بازار آزاد افغانستان، فروشگاه های متنوعی وجود دارند که از به اصطلاح شیر مرغ تا هرچه دلخواه شود، می فروشند. در هنگامه ی انتخابات ریاست جمهوری سال 1393 که با سر و صدا های زیادی توام شد، نوع دیگری از فروشات را عرضه کردند که رسانه یی نیز شده است. در این که زیر سایه ی نیرو های بیگانه، بیگانه پرستان بسیار سود جستند، شکی نیست، اما سودجویی تا م

20.12.2018 مصطفی عمرزی

پاکستانی کرکټي د سولې امتياز غواړي

څه له پاسه څلوېښت کاله کېږي په افغانستان کې د کورنيو او بهرنيو ښامارانو په ځانګړې توګه د پاکستان له لاسه اور بل دی او هېوادوال بې ځایه په کې سوزي، چاه د جهاد اوجنت ترنامه لاندې په دې خاوره کې خپلې ګټې او حورې خوندي کړې او چاه د پکول او قهرمان اوځينو خو لا د طالب او پګړۍ په بهانه د پاکستان د تور پوځ په مشوره لونګۍ په سرکړې توره او دوره يې ترملا، په موټرسايکل سپاره اوجګړې ته يې غېږ ورته کړې چې په نتيجه کې افغان ځوانان د اور د لمبو ښکار شول، اقتصاد خراب، فرهنګ د بل په غېږ کې ولوېده، ښو

19.12.2018 اېمل افغان

استرالیا: د راتلونکي کال ټاکنې او د پولو د امنیت په سر سیاسي شخړې

استرالیا کې ځینو رسنیو خبرونه خپاره کړي چې ګواکې د دغه هیواد د سرحدي ځواک ځینې څارونکی کښتۍ د سونګ د موادو د کموالي له امله ممکن په بندرونو کې متوقف پاتې شي او ښايي خپلې سمندري ګزمې او څارنې ترسره نه کړي. خو د چهارشنبې په ورځ د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پيټر ډوټن یاد خبرونه رد کړل او د استرالیا سرحدي ځواک ته یې سپارښتنه وکړه چې خپلې سمندري ګزمې او څارنې دې له اوسنۍ کچې سره سمې وساتي. ډوټن وویل، « د استرالیا سرحدي ځواک د نورو ادارو په شان باید د خپلې بودیجې دننه کار وکړي او ک

18.12.2018 خوشحال صافی

ځوریدلو پناه غوښتونکو لپاره نوی سرخوږی

د ګارډین ورځپاڼې یو ریپوټ وايي، د پاپوا نیوګینیا په مانوس ټاپو کې د استرالیا د حکومت په مالي ملاتړه جوړ شوي ساتنځای کې د پناه غوښتونکو نویو زیږیدلو ماشومانو ته د پاپوا نیوګینیا حکومت د زیږون سندونه نه ورکوي، باوجود د دې چې د یادو ماشومانو میندې ځايي میرمنې دي او د دغه هیواد تابعیت هم لري. دغه ورځپاڼه لیکي، د ۲۰۱۵ کال راپدیخوا د مانوس ساتنځي لسګونو پناه غوښتونکو له ځايي میرمنو سره ودونه کړي، خو اوس دغه هیواد یې د ماشومانو له قبلولو انکار کوي او له امله یې یاد ځوریدلي پناه غوښتونکي او د

18.12.2018 خوشحال صافی

نظر د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره کړ

نظر ؛ د امریکا د متحده ایالاتو ویبپاڼې ډيلې کالر کې ( د افغانستان له پاره چین او پاکستان خپل پلان برسیره کړ ) تر عنوان لاندې لاورینس سلین چې يو پې اچ ‌‌‌‌‌‌ډې لرونکی د پوځ د احتیاط ځواکونو متقاعد ‌‌‌‌‌‌ډګروال دی ، د ‌‌‌‌‌‌ډيسامبر میاشتې په ۱۲ مه لیکنه کړي چې د هغې غټ ټکې ستاسو د معلوماتو له پاره خپروم . هغه لیکې : په چاینا ‌‌‌‌‌‌ډيلې کې چې یوه دولتي رسنۍ ده د چ

18.12.2018 نوروهاب څپاند

په زهرو کی ګیرولس

په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کې راګير هېواد دى . سره له دی چی را تاو شویو غرونو افغانستان ته ښکلا ورکړی خو همدغو غرونو بیا په خپله خیټه کی ولس ته یی شتمنی ساتلی .له همدغو غرونو څخه پاکی او د څښاک اوبه یی یوه داسی الهی تحفه بللی شو چی ټول هیواد ته کرنیز پیداوار ورکولی شی او تر څنګ یی د بریښنا بندونه جوړیدلی شی. که چیرته واکداران د یاد هیواد زړه سوای او ریښتینی مینه له خپل هیواد سره ولری دوی کولای شی خپل هیواد او ولس له روان ناورین څخه وژغوری.د افغانستان غرونو کی داسی شتمنی پرته ده چی دا

17.12.2018 عبدالواحد(تابع)

د جنګ ټغر ټوليږي، سوله په دوه قدمۍ کې ده

وروسته له هغې چې زلمي خليلزاد د سيمي هيوادونو ته د افغان سولې په تړاو درېيم سفر پيل کړ؛ د افغان سولې په تړاو په کور دننه او بهر هيلې زياتې شوي دي. دا هيله مندي هغه مهال لا زياته شوه چې کله زلمی خليلزاد روسيې ته ولاړ او هلته يې له روسي چارواکو سره د افغان سولې په تړاو خبرې وکړې. که څه هم مسکو ته د خليلزاد له سفره وړاندې مسکو په ملګرو ملتونو کې د افغان سولې په تړاو وړاندې شوي پرېکړه ليک ته ممتنع رايه ورکړې وه؛ خو د سيمي هيوادونو په ځانګړې توګه مسکو او د منځنۍ آسیا هيوادونو ته د زلمي خليلزاد له

16.12.2018 خوشحال آصفي

فارسی زبان؛ تابوی شکسته

شکست بوزینه (لطیف پدرام) در انتخابات پارلمانی بدخشان، معانی و اثرات زیادی دارد. این نماینده ی بیگانه که بر اثر فتور حاکمیت های ملی، چهره ی نحس (عوالم) درونی اش را نیز آشکار کرد، نماینده ی حقیرترین ادعای قومی (اقلیت به معنی اکثریت)، داغ خورده از حال، داغان تر می شود. خر-آسانی بازی و فارسی بازی های آنان، نه تنها به معنی تحمیل اقلیت بر اکثریت اند،

16.12.2018 مصطفی عمرزی

د سولې مشورتي بورد؛ که د منتقدينو خوله بندول او د حکومت د اوړو پوزه؟

وروسته له هغې چې زلمي خليلزاد له افغان حکومت او وسله والو طالبانو وغوښتل چې د سولې خبرو لپاره خپل مرکچي پلاوي مشخص کړي؛ بلاخره له مشورو وروسته افغان حکومت د سولې د عالي مشورتي بورډ د غړو نومونه هم اعلان کړل. په دې اړه د ملي امنیت شورا لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د بورډ په غونډو کې به د حکومت پر مشرتابه او ځینو لوړپوړو چارواکو سربېره د ملي شورا د دواړو جرګو مشران، د دیني عالمانو د شورا مشر، د سولې د عالي شورا د دارالانشا مشر او یو شمېر جهادي او سیاسي مشران ګډون کوي.  دغه

15.12.2018 خوشحال آصفي

استرالیا د پولو د عملیاتي پروګرام لپاره نوی قومندان معرفي کړ

د تیرې چهارشنبې په ورځ په یو کنفرانس کې د استرالیا د کورنیو چارو وزیر، پیټر ډوټن د خوندي سرحدونو د عملیاتي پروګرام لپاره د پوځ تورن جنرال (کریګ فیورني) د نوي قومندان په توګه معرفي کړ. ډوټن وویل، ښاغلی فیورني به د جمعې په ورځ له مرستیال مارشال (سټیفن آسبورن) څخه د خوندي سرحدونو د عملیاتي پروګرام مسولیت په غاړه واخلي او په خپله نوې دنده کې به کار پيل کړي. سټیفن آسبورن چې له دغه پوسته تازه لېرې شوې، په یاد کنفرانس کې وویل، «د خوندي سرحدونو عملیات د استرالیا لپاره خورا مهم دي او پ

14.12.2018 خوشحال صافی

سلګونو پناه غوښتونکو د استرالیا حکومت په شکنجې تورن کړی

د استرالیا د کډوالو په سمندري ساتنځایونو کې له زرو زیاتو پناه غوښتونکو د استرالیا د حکومت په وړاندې په محکمه کې قضیه پیل کړې او ادعا کوي چې د استرالیا د حکومت د توقیف له امله هغوی زورزیاتې او شکنجي ګاللي او د بشر حقونه یې تلف شويدي. دا هغه شمیر پناه غوښتونکي دي چې دا مهال د استرالیا په دوو توقیف مرکزونو، مانوس او نایرو کې ساتل کیږي. دغه کسان وايي ، دوی غواړي له دې لارې ازادي ترلاسه کړي او خپل اوږده توقیف ته خاتمه ورکړي. یاد پناه غوښتونکي ادعا کوي چې د استرالیا حکومت ځو

14.12.2018 خوشحال صافی

که مرکزي حکومت نه وي، سوله نشته!

که مرکزي حکومت نه وي، سوله نشته! مرکزي حکومت هغه هم غښتلی او پیاوړی، د هېواد د ملي او سراسري ګټو په سر کې ځای لري. که مرکزي پیاوړي حکومت نه وي، هېواد کې د سولې او امنیت په ګډون د هیڅ پرمختګ او ولسې ښېګڼې پوښتنه نه پيداکیږي. همدغه لامل دی چې مخالفین او دښمن تر ټولو مخکې هېواد کې مرکزي حکومت په نښه کوي او د ټولو وسایلو په کارولو د هغه د پیاوړتیا مخه نیسي. په کور دننه هغه ډلې او تنظیمونه چې د واک د بېلا بېلو ټاپوګانو د لرلو او ساتلو هڅه کوي او یا هغه بهرني حکومتونه چې افغان هېواد کې د مرکز

12.12.2018 سرلوڅ مرادزی

تایلینډ کې سلګونه پاکستاني پناه غوښتونکي له توقیف کیدو سره مخ دي

تایلینډ کې سلګونه پاکستاني عیسویان چې دغه هیواد ته د یو خوندي ځای په لټه تللي، اوس د تایلینډ د حکومت لخوا ښايي بیرته پاکستان ته ستانه کړل شي او یا ممکن هغوی په تایلینډ کې د کډوالو موجودو توقیف خونو ته ولیږدول شي. یادو پاکستاني عیسویانو د سخت دریځو اسلامپالو له ویرې خپل هیواد پریښې او تایلینډ د یو خوندي ځای په لټه تللي، خو تایلینډ د ملګرو ملتونو د ۱۹۵۱ میلادي کال د پناه غوښتونکو کانوانسیون تراوسه نه دی لاسلیک کړی او له همدې امله دغه حکومت په خپل هیواد کې پناه غوښتونکي په رسمیت نه پیژني

11.12.2018 خوشحال صافی

د کډوالو قاچاق او د ماشومانو په وړاندې بې عدالتي

د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ میلادي کلونو ترمنځ، کله چې هغه مهال له اندونیزیا څخه استرالیا ته ډیری پناه غوښتونکي تلل، قاچاقبرو ډلو په دغو ناقانونه سفرونو کې کوچني او کم عمره ماشومان چې عمرونه یې آن تر ۱۳ کلونو وه، له ځانه سره په کار ګمارل. د راپورونو په اساس، نه یوازې دا چې یادو ماشومانو د دغه کار په بدل کې کمې پیسې ترلاسه کولې، بلکه هغوی په دې هم نه پوهیده چې کوم کار چې ترسره کوي ناقانونه دی او په مخ کې یې ډیر خطرونه موجود دي. د (انسایډ اندونیشیا) ورځپاڼې د یو راپور په اساس، د ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳

11.12.2018 خوشحال صافی

ټاکنې که د بسوګۍ واده

اېمل افغان په يوه کلي کې يوې زړې پېغلې ژوندکاوه نو دکلي نورو پېغلو اوځوانانو به ورته ويل چې بسوګۍ کوژده دې څنګه شوه هغه غريبه چې د رنګ او ښايست له پلوه لږ توره هم وه نو دې به ورته ويل چې ما څوک څه کوي ننني ځوانان خو ښو او ښايسته پېغلو پسې ګرځي اوکوښښ کوي چې له هغو سره واده وکړي او خپل ژوند جوړ کړي. خو بله ورځ مه کوه چې د لرې سيمې کوم ځوان را برابر شوی او بسوګۍ ورسره نامزاد شوه او ټول کلی د بسوګۍ په نامزادۍ خبر او خوشحاله شو او هره پېغله او ځوان راځي بسوګۍ ته د مبارکۍ پ

10.12.2018 اېمل افغان

مرد چُست و کار های سُست

   (گذاری بر سال اول ریاست جمهوری دکتور غنی)    نوشته ی محمد اسماعیل یون  برگردان از پشتو به دری افغانی: مصطفی عمرزی  یادآوری:  هشدار ها، تبیین و موشکافی استاد یون در بررسی سال اول ریاست جمهوری داکتر اشرف غنی، ارزش نوشته ی زیر را بیشتر می کنند. تقریباً 

09.12.2018 مصطفی عمرزی

قوماندان!؟

صفت منفور «قوماندان» یا به اصطلاح خر-آسانی ها «فرمانده»، در آخرین بروز اجتماعی از درز فاعلی بیرون شد که در مجلس بچه بازی، مصروف تعهد بود. رقابت های مذموم که اعتنایی به اخلاق ندارند، پشتوانه ی رقبایی شده اند که در چهارگوشه ی جغرافیای مورد منازعه ی افغانستان، یکی پی دیگر مسابقه می دهند.   ق

04.12.2018 مصطفی عمرزی

د دوکتور فاروق اعظم د سولې وړانديز په اړه زما ياداشتونه

د ۲۰۰۸م کال اوړی و چې ښاغلی دوکتور غلام فاروق اعظم دوبۍ ته راغی. اصلا دوکتور اعظم کابل ته په لاره و او د يو ملګري له لارې خبر شوی و چې زه یې په اماراتو کې مېشتو افغانانو سره ملاقاتونه برابرولی شم. د دوکتور اعظم له نوم سره له پخوا موږ ځکه اشنا و چې په پښتونخوا کې د کډوالۍ پرمهال د اسلامي محا‍ذ د ګوند د مشر پير سيد احمد ګيلاني مرستيال او وروسته بيا په د مجاهدينو په عبوري حکومت کې د ښوونې اوروزنې وزير و. زما کورنۍ هم د اسلامي محاذ د بيرغ لاندې جهاد کاوه او د مجاهدينو د عبوري حکومت په دوره کې

04.12.2018 اجمل کابلی

د میانمار پوځ مالیزیا ته تلونکې د روهنګیايی کډوالو کښتۍ درولې

د میانمار پوځ د سه شنبې په ورځ په یو خبر کې ویلي، یوه کښتۍ یې نیولي چې ۹۳ روهنګیايي کډوال یې د دغه هیواد د راخین ایالت د بیځایه شوو وګړو له کمپونو څخه د مالیزیا په لور انتقالول. د میانمار د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې له تیرې میاشتې راهیسې د (مانسون) باراني موسم له ختمیدو وروسته دا د روهنګیايي کډوالو دریمه کښتۍ ده چې دوی یې نیسي. په جنوبي میانمار کې د حکومت د دفتر مشر وايي، نوې نیول شوې کښتۍ د ځايي کب نیوونکو لخوا کشف او په هکله یې چارواکو ته خبر ورکړل شوې وه. د میانمار

03.12.2018 خوشحال صافی

په استرالیا کې د کډوالو والدینو لپاره نوی ویزه اعلان شوه

د استرالیا فیدرالي حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۱۹ کال په لومړۍ نیمايي کې به استرالیا کې د میشتو او قبول شوو کډوالو د والدینو لپاره د نوې ویزې غوښتنلیکونه پرانیزي. د یادې ویزې مسوده او قانوني مراحل تیره اوونۍ د استرالیا د پارلمان او مشرانو جرګې لخوا تصویب شول، چې ورسره سمدستي حکومت هم دا اعلان وکړ چې د ویزې صادرول به راتلونکي میاشت کې پیلوي. د استرالیا حکومت وايي، د کډوالو د والدینو لپاره دغه نوی ویزه یې د کډوالو په غوښتنه رامنځته کړې ترڅو هغوی وکولای شي خپل والدین د ټاکلي وخت لپاره

03.12.2018 خوشحال صافی

د فیسبوک ترانه

طنز محمود نظري د فیسبوک ترانه پارلمان کې دغلو اکثریت د خلکو بد ذهنیت ښیي وطنفروشي بیا دهر وکیل مغزي ظرفیت ښيي ایران او پاکستان او روس خرو ته پټي ګوتې ورکوي ځکه بوشه خره ډیرژر د افغان له کلمي سره ضدیت ښیي واوره وروره د فیسبوک یوه طبي ترانه هره ورځ یوشی کړې راته داکسیروخزانه یو لیکي د شوګر لپاره ښه ده دخره اینه سهار ماښام خوره ورسره ډوډۍ اوربوښینه بل لیکي هر ورځ خوره یوه ترخه کړېړه بل لیکي خ

01.12.2018 محمود نظري

د سميع الحق وژل ورته عبرت شول، مولانا فضل الرحمن حقيقت ویل پيل کړي

وروسته له هغې چې عمران خان له هند سره د دولتونو او ولسونو په کچه د اړیکو د غوړولو او د لارو د پرانیستلو لپاره اقدام وکړ او څو ورځې وړاندې يې له هند سره د کرتارپور پوله پرانيستله؛ د وسله والو طالبانو دویم معنوي پلار او د افغانستان د جنګ جهاد بلونکی مولانا فضل الرحمن له هندوستان د پاکستان پر دوستۍ او له افغانستان پر دښمنۍ نيوکه کړې. فضل الرحمان تېره پنجشنبې د قبایلو د حقونو په نوم یوې غونډې ته ويلي، له افغانستان سره لارې بندې دي او مرکزي حکومت نه غواړي چې له افغانستان سره ترانزیتي او مواصلاتي ل

01.12.2018 خوشحال آصفي

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more