د يوه سياسي او مذهبي داسې خوځښت په توګه مو چې جرړې يې د هيواد په لرې پرتو سیمو کې د ښاري سيمو په پرتله ډيرې او پياوړي دي د موجوده حکومت تشې او نيمګړتياوې وينو او د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې مو حکومت ته د شکوو، ګيلو، سلا او مشورو په چوکاټ کې تر مشرانو رسولې دي، خو داچې په سياسي ډګر کې مو ولې د حکومت په وړاندي سنګر نه ده نيولئ ځکه چې سوله مونږ ته د نورو مسائلو په پرتله د افضليت او ارجحيت مقام لري. سوله زمونږ د ولس لپاره د اکسیجن حيثيت لري.
مونږ د ولسي جرګې او ولسمشریزو ټولټاکنو کې وليدل چې هيچا او هيڅ ټاکنيز ټکټ په ټاکنو کې په زور زر ګواښ او د کميسيونونو د چارواکو د تطمیع کولو له لارې هيڅ ډول سپما ونکړه. دغه سپيڅلي پروسه همدغو خلکو هم بدنامه کړه څوک چې اوس په ټاکنو کې د تقلب او درغلئ چيغې وهي. مونږ پوهيږو او خبر يو چې په ارګ او سپيدار کې څه ډول سياسي فضأ حاکمه ده. مونږ د سپيدار مشرانو ته هم ويلي دي چې راځئ د قومي سمتي او ژبني سياست پرځاى پاک ستره سپيڅلئ ملي سياست وکړو. راځئ د جهاد په نوم، د قوم سمت ژبې او مذهب په نوم د پوستونو وېش او امتیازات ترلاسه کول نه، بلکې د سياست له لارې ديني مقدساتو ته د چوپړتيا لاره ونيسو. راځئ د ښه روښانه راتلونکې او د يوه ازاد خپلواک او پرمختللي هيواد لپاره د "نه منم" او "موازي حکومت جوړوم"سرټمبه تګلارو پرځاي په نظام او سيستم کې داسې مثبت بدلون او سمون راوړو چې د درغلئ مرتکبین او پردي دښمنان پکې د جعل تزوير تقلب او تخطي فرصت او امکانات پيدا نه کړاى شي. له مونږ سره د هغو ناخوالو په تړاو درد او درک شته چې له ارګ نيولې بيا د ښاروالي او پولیسو تر مأموریت پورې زمونږ ملي شتمنئ او د ولس جيبونه څه ډول لوټل کيږي. مونږ څو څو ځله له مشرانو سره د د ولس د کور (ارګ) د بدنامولو او د ملت په دغه سپيڅلي کور کې له ملي ارزښتونو او ديني لارښوونو سره مطلقاً په ټکر کې کړنو او د هغوي له خورا زياتو او خطرناکو منفي اغېزو په تړاو له مشرانو سره خبرې کړې دي، خو متاسفانه چې کله هم د سمون او بدلون په موخه زمونږ نوښت سلا او مشورو ته د عمل بڼه نه ده ورکړل شوې. په دولتي ادارو کې فساد د سرطاني غودو په شان د ملت وينه زبېښي. دا واقعيت ده چې په حکومتي ادارو کې د فساد په وړاندې په ځانګړې توګه د سترو تړونونو په برخه کې د شفافیت او سمون په هکله يو څه لاسته راوړنې هم ولرى خو هغه څه چې د ملت او حکومت ترمنځ واټن زیاتوی هغه د فساد هغه برخه ده چې چارواکي يې په ناروا توګه له ولس څخه اخلي.
که دلته روانه جګړه د خلکو وینه تویوی، نو دلته روان فساد هم د خلکو وینه زبیښي. که دلته روانه جګړه ختمول د حکومت د وس خبره نه ده، نو دلته روان ادارې فساد کمول خو د حکومت اساسي دنده او شونئ کار ده.
داسې کره شواهد شتون لري چې له اداري فساد سره د مبارزې په موخه جوړې شوې ادارې په خپله په فساد کې ښکيل دي، ځکه چې د دغې شومې پدیدې د مخنیوي لپاره اړينه اراده وجود نلري.
زمونږ مقدس دين حق تر حقدار پورې د رسولو، کار اهل کار ته د سپارلو او د رشوتونو په تړاو ارزښتمنې لارښونې لري. د حکومت لخوا د فساد د مخنیوي دنده پاکو او سپيڅلو دولتي بنسټونو ته له سپارلو سربېره ديني حلقې په ځانګړې توګه محراب او منبر ته باید په دغه تړاو د خورا اغيزمن او مضبوط رول لوبولو دنده ولري. د ژور خفګان او تأسف مقام ده چې حکومتي چارواکي په علماو امامانو او خطيبانو باندي په ولسونو کې د ژورو ريښو درلودلو له امله د خپلو ګټو لپاره د مرستې غږ کولاى شي خو کله يې هم دومره زحمت نه ده ايستلئ چې په لرې پرتو سیمو کې کليو او بانډو کې له نظام څخه د دفاع او د سولې د پلوي کولو له امله ديني حلقاتو ته د متوجه شديدو امنیتي ګواښونو په تړاو درک او يا هم درد ولري.
زمونږ روان ديني او ملي خوځښت چې د غړيو مطلق اکثریت يې ديني علما او قومي مشران جوړوي په لرې پرتو سیمو کې د ديني او قومي مشرانو په توګه د هيڅ ډول امتیاز ترلاسه کولو او امنیتي اسانتیاو پرته له نظام څخه مشروع دفاع او د سولې په پلوي خپل ټولنیز حيثيت، محراب او منبر کاروي او دغه مبارزه د مادي امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره نه، بلکې د ديني ارشاداتو، ملي ګټو د تحقق او د يوه منل شوي اسلامي ولسواک نظام لپاره کوي. په دغه حقه مبارزه کې زمونږ د ګوندي غړيو شهادتونه او سرښندنې مشهودې، زمونږ د زرين تاريخ د پاڼو په سينه کې خوندي او د خپل ولس په ذهنونو کې ثبت دي.
د پورتنيو ستونځو په تړاو د دروند ديني او ملي مسئولیت د درد او درک له امله د هيواد د تاریخ په دغو حساسو شيبو کې د ولس او هېواد د روښانه راتلونکي په موخه غواړو د هيواد سياسي او جنګي زعامت قسماً ترخې په اوږد مهاله توګه د هغوى او هيواد په ګټه يې ګڼو وړاندي کړو.

حکومت ته!
د ولسمشر غني د حکومتولي تير دور ته په کتو ويلاى شو چې ولسمشر غني د ځينو اقتصادي پلانونو، د سیمې د هېوادونو د اتصال نوښت او له ډيرو هیوادونو سره د هوايي دهليزونو تړونونو سره دا ثابته کړه، چې افغانستان به تل پرديو ته محتاج هيواد نه وي. د ځينو هغو زورواکانو په وړاندې چې د نوموړي واک ته يې بالفعل ګواښ متوجه کړئ وه د ولسمشر قاطعانه غبرګون د ولسي هيلو د پوره کولو په وړاندي په زړه پورې ګام وه. بله لاسته راوړنه يې په لوړه کچه د فساد د مخنیوي په برخه کې د سمون او بدلون نسبتاً بريالئ هڅې ګڼلاى شو.
مګر شک نشته چې نوموړئ په ډيرو برخو کې سترې ستونځې هم درلودې چې په راتلونکې دوره کې د هغو تکرار نوموړئ له خطرناک او بوږنونکې سرنوشت سره مخ کولاى شي.
بايد ومنو چې زمونږ د هېواد د ديني، ټولنيز، سياسي قومي او ژبنى ځانګړي جوړښت له امله د مشرانو داسې ځانګړتياو ته اړتيا لري چې په نوره نړئ کې هغه ځانګړنې حتمي نه ګڼل کیږي او ولسمشر غني دغه ډول ځانګړتياوې نه لري.
د بېلګې په توګه لاندې موارد د نوموړي د ضعف نکات او د ناکامې مهم لاملونه ګرزيداى شي:
1- د افغانستان په سياست کې له قومي حساسيتونو سره نوموړئ نابلده ده. خبرې ډيرې خو عمل يې کم ده.
2- غني که څه هم په يوه دموکراتیکه ټولنه کې اوسيدلئ خو له خلکو ملګرو حتى د کابينې له غړو سره د نوموړي تند تيز او خشن چلن هغه نيمګړتيا ده چې نوموړئ د ديکتاتور په توګه ټولنې ته ورپيژني.
3- په دينى او عقيدوي برخه کې د نوموړي کمزورئ نيمګړئ او ترينکلئ شاليد هغه تشه ده چې نوموړئ په ټولنه کې ځاي نشي پيدا کولاى.
4- که څه هم سياست او د انسان شخصي ژوند باید سره جدا وي، خو د نوموړي د ميرمنې مذهبي شاليد او په حکومتي برخه کې د هغې پته او ښکاره لاس وهنه زمونږ په سنتي ټولنه کې معيوب او منفور کار ګڼل کېږي.
5- د ملي ارزښتونو، دوديزو او کلتوري ځانګړتياو په تړاو د نوموړي د پوهې او تجربې نشتوالئ. تر دې هم ورهاخوا دغه ټول موارد بې اهميته او يا هم کم اهميته ګڼل د ولسمشر ستره نيمګړتيا په ګوته کوي.
6- ارګ د ملت کور ګڼل کېږي او د ددغه کور د سپيڅلتيا ساتل د ولمسشر هغه دنده ده. په تيره دوره کې په ارګ کې د ننه د اخلاقي فساد ډندورو او رسوايي په هکله د نوموړي ناهيلې کونکئ او خواشينونکئ غبرګون هغه نيمګړتيا وه چې د غني راتلونکئ په شدت سره ګواښي.
7- متاسفانه ولسمشر د ځوانانو او ښځو د حقونو د خونديتوب د مبارزينو په نوم د څو مرموزو ډلو په بشپړه ولقه او محاصره کې قرار لري. دغه ډله او اشخاص د ديني مقدساتو او ملي ارزښتونو په تړاو هيڅ ډول پوهه او باور نه لري. ولسمشر غني د افغانستان په لرې پرتو کليوالو سيمو او بانډو کې د ميشتو افغانانو چې د هيواد اويا سلنه وګړي جوړوي مطلقاً ناخبره ساتل شوئ ده، خو د ښځو او ځوانانو په نوم د څو ښار ميشتو ډلو د لاسونو پړکا ته د احساساتو په څپو کې قهقهه خندا ګانې لګوي او فکر کوي چې بس همدغه غوړ پړ او په سرخي پوډرو ککړ مخلوق د افغانستان د ځوانانو او ښځو استازي دي چې له نوموړي څخه پلوي کوي.
8- د فساد د مخنیوي په موخه د نوموړي اقدامات په لوړه کچه تدارکاتي قراردادونو کې نسبتاً د پام وړ لاس ته راوړنې لري، خو له ولس سره په دولتي ادارو کې د پراخ او ځپونکي فساد په هکله د موجوده حکومت لاسته راوړنې له صفر سره ضرب ده.
9- په مهمو ملي مسایلو کې له سياسى ګوندونو ديني حلقو مدني ټولنو او د ولس له استازو، حتي له خپلو ائتلافي احزابو سره د سلا او مشورو نه کولو منفى اړخ نوموړئ د بشپړې انزوا خواته بيولئ ده.

طالبانو ته.!
طالبان په سياست او مديريت کې د پوهې او تجربې د کچې د ښکته والي له امله له امریکا سره د سولي په نوم له هوکړه لیک لاسلیک کولو څخه وروسته سخت په احساساتو راغلي دي. مونږ ورته اوس ډيره د پړې ګوته هم نه نيسو. د سياست په ډګر کې د هغوى پوهه او تجربه ښئي چې په داسې شرائطو کې احساسات نندارې ته وړاندې کړي، خو يوازې دومره ورته وايو چې امریکا له نړئ او نړيوالو سره خورا پيچلئ له رمزونو کږليچونو او ګنډوونو څخه ډکه تګلاره پرمخ وړي. ډيره به ستونځمنه وي چې تاسو د هغوى د رمزونو په کودونو باندي پوه شئ. د تړون د عملي کولو پړاو به تاسو ته ستونځې ولرى، خو هغوى به په حقوقي لحاظ خوندي وى او تاسو به ورباندې کله هم په عدلي او قضايي برخه کې برلاسي نشئ. داسې فکر کله هم مه کوئ چې امریکا مو غلطه کړه. هغوى به خپل ځواکونه وباسي او ميدان به تاسو ته د خپلو آسونو د ځغل لپاره تش او شغالي پاتې شي. کوم خوا يې چې ځغلوئ، نو ستونځه به نه وي. که پردي ځواکونه او د هغوى په ژمنو باندې حساب کول پريږدو نو بيا هم تصور مه کوئ چې حتي که کابل و هم نيسئ او ارګ ته هم ننوزئ، نو تاسو به حکومت وکړاى شئ. نه داسې نه ده. داسې قطعاً شونې نه ده.
تاسو قرباني ورکړه. لوړې ژورې مو وګاللې. بندخونې، ګوانتنامو، شړل، ځورول او بندي کول مو وليدل. ددغو ځورونو په وړاندې ستاسو مقاومت، متانت او همت د ستائنې وړ ده، خو په کور د ننه ستاسو تګلاره له لومړئ ورځې بيا تر نن پوري له ستونځو او نيمګړتياو ډکه ده. تاسو ته په حکومت کې د پراخ فساد، ظلم، بي انصافي او زورواکي د شتون له امله په ستره کچه مواقع او فرصتونو شتون درلوده. تاسو کولاى شواى د حکومت د کمزوري له پورتنیو نکاتو څخه ګټه پورته کړې واي. ولس مو د خپل ځان او خپلو تګلارو په تړاو په اعتماد کې اخيستئ واى. د ولس اوښکې مو پاکې کړې. په هغو سيمو کې مو جکړه په بشپړه توګه بنده کړې واي چيرته چې بهرنيو ځواکونو شتون نه درلوداى. تاسو باید ثابته کړې واى چې ستاسو جګړه واقعاً د بهرنیو ځواکونو په وړاندې ده، خو داسې ونشو، بلکې په ځينو سيمو کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته جګړه لا نوره هم خونړئ شوه. تر ټولو مهمه خبره داده چې تاسو ولس او نړئ ته باید د سولې لپاره جامع او مانع پلان وړاندي کړئ واي، خو داسې هيڅ مو ونکړل.
راځئ د ښه کار لپاره هيڅ وخت هم ناوخته نه ده. همدا اوس متين عزم مضبوطه او مستحکمه اراده وکړئ. خپلې موخې د اسلام افغانيت په ترازو او د نړيوال منلي سياست په رڼا کې په هر اړخیزه توګه وڅيړئ او و يې ارزوئ. ايا اوسني افغانستان د دوه لسیزو مخکي افغانستان سره پرتله کيداى شي؟
ايا تاسو ته به د تلويزون بند، د نجونو ښونځي او پوهنتون بند، انځور بند د ښځو په کار باندي بنديز شونتيا ولري؟
ايا ستاسو له پخواني شوق او ذوق سره سم به د امر بالمعروف او نهى عن المنکر هغه سابقه نخړې افغان ولس ته د زغم او تحمل وړ وي؟
ايا تاسو به د اوسني سياسي جوړښت ځانګړتياو په چوکاټ کې له نړيوالو سره په سياسي اقتصادي او نظامي برخو کې د پراخې ښکيلتيا څومره امکانات ولرئ؟
نور ښارونه هم پريږدم ايا تاسو به اوس يوازې په هغه کابل باندي چي لس ګونه زره د پوهنتون فارغين پکې بيکاره ګرزي، په لسګونو پوهنتونه لسګونو تلويزونې چينلونو سلګونو مدني ټولنو لسګونو سياسي ګوندونو او شپږنيم مليونه نفوس باندي حکومت وکړاى شئ؟
ايا تاسو به د په کور د ننه وسلوال او سياسي مخالفتونو د مديريت وړتیا ولرئ؟
ايا تاسو د بشري حقونو د ښځو د حقونو د ځوانانو د حقونو د نړيوالو تړونونو ، نړيوالو سياسي او اقتصادي بنسټونو سره د خپل نظام د سمولو امکانات ولرئ؟
که ځواب هو وي، نو محاسبه مو په مفروضو ولاړه او خيالي ده. بيا ورباندي فکر وکړئ! که ځواب مو نه وي، نو وړانديز درته لرو. هغه دا چې؛
باور لرو چې امریکا د افغانستان په جګړه کې ستر رول لري خو زمونږ د قضيې تلپاتي حل له امریکا او ناتو سره نه، بلکې یوازې د افغانانو ترمنځ د څو لسیزو راپدیخوا مسلسلو او متواترو ناکامو جګړو څخه د درس اخستلو او ځمکنيو حقایقو ته د تسلیمېدو په فارمول کې لټولاى شو.
منطق خو داده چې کله چې یوه فارموله له څو ځلې تجربې وروسته مطلوبه نتیجه نه ورکوي، نو فارموله غلطه ده او په عوض یې باید بله فارموله تر کار لاندې ونیول شي.
په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ د جګړو فارمولې له تیرو څو لسیزو راپدیخوا عملاً ناکامې او معکوسې نتیجې ورکوي. اوس هغه وخت را رسيدلئ ده چې په متبادلو لارو غور وکړئ.
مونږ د جګړې په دواړو کورنيو اړخونو غږ کوو چې د جګړه ايز او د تاوتریخوالي له لارې د واک تر لاسه کولو د بیا بیا ناکامو تجربو پرځاى د تفاهم لاره ونیسئ او د اختلاف مسائل له افغاني دود او کلتور سره سم حل او فصل کړئ. بس يوازې همدغه زمونږ د ستونځو لپاره باعزته حل لاره ده.

سياستوالو ته!

د اوسني نظام بنسټیزو نیمګړتیاوو او ستونځو ته په کتو ویلای شو چه زمونږ دهېواد ټولنیز كمزوري جوړښت، د ټولنی لږ ذهني پرمختیايی وده ، د پخو سیاسي ګوندونو نه موجودیت، د زده کړو دکچې ټیټوالئ، اساسی قانون ته د درناوى نه شتون، د رسنیو ټيټه وړتیا ، له دين، ولس او هېواد سره د سياستوالو دروغجنه مينه په نظر کې نيولو سره وړانديز کوو چې اقلا د دوو نورو لسیزو لپاره ریاستی نظام ته اړتیا لرو. د پردیو وارداتی نظامونو دخپلولو پرځای مونږ باید د داسې نظام دجوړولو او خپلو لپاره کار وکړو چه زموږ د دینی ارزښتونو رښتونی افغانی کلتور او ملي باور له بنسټونو سره سمون خوري او دغه کار یقیناً شونئ ده.
د نظامونو په ړنګولو کې اوږد تاريخ، تجربه، اتلان او وړتیاوې لرو، خو د نظام په جوړولو کې له تیرو څلورو لسیزو را پدیخوا پاتی راغلی یو.
اوس نظام ړنګول نه, بلکه نظام جوړول غواړو.
د يوه سوچه اسلامي، په ولسي بنسټونو ولاړ او د ولس اړتیاوو ته ځواب ویونکي حکومت رامنځ ته کولو، د نړيوالو په مينځ کې د یوه ازاد، خپلواک، مستحکم هيواد او سرلوړي ملت په توګه د ځای موندلو، د پیاوړي اقتصاد، ولس محوره سیاسي نظام، په معاصره ټیکنالوژي سمبال امنیتي ځواکونو درلودلو، د الهي حکم او ولسي غوښتنې پربنسټ د پرديو ځواکونو د شړلو لپاره ټول افغانان حکومتي ډله کابل ميشت سياستوال او طالبان د يو بل منلو، زغملو، په دغه ګډ کور کې په سوله ايزه توګه د ګډ اوسيدو او په ګډه د دغه ګډ هېواد د ابادي، ښيرازي او پرمختګ لپاره د ګډ کار کولو چل او هنر زده کولو ته مونږ ټول افغانان سخته اړتیا لرو.
له تيرو څلورو لسیزو ناورينونو جګړو اختلافاتو او ناکامو حکومتونو وروسته اوس باید پوه شوي واى چې زمونږ په هيواد باندي يوه ډله، يو فکري لورئعاو پردي وارد شوي نظامونه د چلن وړ نه دي.
داسې نه وايو چې د نظام په نورو برخو کې هيڅ ډول نيمګړتياوې او ترينګلتياوې شتون نه لري، خو په ټاکنيز سيستم ستونځې زمونږ ملي يووالئ ننګوي. مونږ د ملي سياست د اساسي اصولو په چوکاټ کې په هره ناسته کې په واکمنو باندي غږ ګړئ ده چې زمونږ په ټاکنيز سيستم کې ډيرو ژورو بدلونو ته اړتيا شته، خو متاسفانه زمونږ سياستوالو ته د نظام په اډانه کې شته تشې هغه وخت وريادې شي چې ټاکنو ته دوه يا هم درې اونئ پاتې وي.
د زعامت او ټاکنيزو ستونځو د تلپاتي حل په موخه نن يو ځل بيا په حکومت سياسي ګوندونو سياسي نخبه افرادو او افغاني ټولنه غږ کوو چې په هيواد کې د جنګي صورت حال ورهاخوا د کرونا وبا نړئ ځپي. زمونږ کورنيو اختلافاتو ته په غبرګون کې د نړيوالو مشرانو له خبرو معلوميږي چې نړيوال افغانستان نور هيروي. د اوس لپاره د "نه منم" "غره ته ځم" "موازي جوړوم" "ټول شموله" او "د ملي مشارکت" حکومت وغيره وغيره بيځايه غير قانوني غوښتنې او ملنډې پريږدي. دغه ډول نيمګړې حل لارې، د شخصي يا هم ګوندي ګټو پر محور راڅرخيدلي وړانديزونو پرځاى د ستونځو اساسي او تلپاتې حل لاره ولټوو. د "حساب ورکوو حساب غواړو" " ټول ګډونه حکومت جوړوم" " اسلامي نظام نافذوم" شعارونه د ملت په نزد هغه الفاظ دي چې مفهوم يې لاهم نه ده موندلئ. نور ولس په سپيڅلو شعارونو نه بلکې په سپيڅلي کړنو باندي حساب کوي. دغه کارونه هغه وخت شونئ ده چې د اوس لپاره هغه پريکړې ومني چې له قانوني سرچينو څخه پروسس شوې او اعلان شوې خو حکومت باید همدا اوس عملا لاس په کار او ژمنه وکړي چې د اړونده بنسټونو، ښه شاليد درلودونکو سياسي نخبه افرادو، ديني علماو او حقوقپوهانو څخه يوه واکمنه شورا جوړه کړې ترڅو د څو اونيو په درشل کې د يوه شفاف، ازاد او خپلواک تاکنيز نظام داسې مسوده ترتیب کړي چې د شته نيمګړتياوو لکه جعل تزویر تقلب تخطي درغلي حتى د واکمنو د لاسوهنو مخنيوي پکې شوئ وى، له نړيوالو نورمونو سره سمون وخوري او زمونږ ديني او ملي ارزښتونه پکې خوندي وي.

په درنښت
عبدالوحيد وحيد
کابل افغانستان