د kohar kohar لخوا خپرې شوې لیکنې
غزل
راشه چې پخلا شو نفرتونه له زړه و با سو دروند کاڼی پرې کښېږدو تېر وختونه له زړه و باسو تېر به واړه هېر کړو داسې هېر چې راپه یاد نشي غاړیوزو یو بل ته ګمانونه له زړه و باسو تېرې په خندا چې کړو د پاته ژوندون پاته شپې نن به م و په ګډه ټول غمونه له زړه و باسو نور لکه خوشحال وکړو په ډاګه د الفت اقرار وېره د رقیب او تهمتونه له زړه و باسو جوړه به کډل لکه حمزه کړو په ځنګل کښې موږ یو د بل په مینه کې کورونه له زړه و باسو راشه بوریواله چې لمحې د ویصال ولمانځو نو
غزل
چانه تپوس وکړم چې له ما څخه لار ورکه ده هر سړی بې لارې له هر چا څخه لار ورکه ده هغه چې محروم له بصيرته ملامت نه دي دلته خو بدمرغي له بېنا څخه لار ورکه ده زموږ ناسور زخمونو ته يې عقل لېونئ شو نن ناست ګوته په غاښ له مسيحا څخه لار ورکه ده ځکه يې کاروان د نيل څپو ته په حېرت ګوري هېره يې عصا ده له موسی څخه لار رکه ده ګوره چې د وخت توپان دا څنګه ځای ته يوړلو زه هم سرګردان او هم له تا څخه لارورکه ده ماته بوريواله د بېړۍ انجام ښه نه ښکاري وړي مو پر کوم لور
غزل !!
دئ خوخپلواک دئ ځکه ولاړو د ده څه مانده دي کاږو به موږ پړې له غاړو د ده څه مانده دي &n
يوه لپه کرم !
ستا وه درته مي نيولي دواړه لاسه ته قبوله مي دعا کړې لويه خدايه چي توفير د ښه او بد ورباندي وکړم کړې مي پوه او عقل را کړې لويه خدايه چي ده شپې له توري غېږي ځخه ووزم ده وس سترګي مي بينا کړې لويه خدايه عمري مي کړې قلم او هم مي ژبه ته ګويانه په روښتيا کړې لويه خدايه دا ده جهل اوږده شپه زموږ پر کلي نوره تېره کړې سبا کړې لويه خدايه نور څه نه يو ده کتاب او او قلم مينه زموږ په زړونو کښي سېوا کړې لويه خدايه دغه تور ده کاڼو زړونه زموږ د ټولو هم نري او
"پام " په خپلو شعرونو ولمانځی
سلامونه او ښې چاري دپښتوادبي ملګري بوري مياشتنۍ ادبي غونډه دفرورۍ دمياشتې پر دريمه نېټه سحار يوولس بجې دبوري ولسوالۍ دشورا په تالار کې تر سره کيږي . له هغو ټولوشاعرانو،ليکوالانو او دادب مينه والو څخه چې بوري ته نژدې ژوند کوي په دغه ادبي غونډه کې دګډون هيله کيږي او له هغو څخه چې په دې غونډه کې ګډون نشي کولای دا ارزو ده چې پښتوادبي ملګري او دبوري مينه ناک خلک په خپلو خوږو
څلوريځه
نه چاته لاس نيسم اونه ورنه خيرات غواړمه &nb
څلوريځه
پرسړي تنګ شي کلی کور چې مرور شي جانان ورته ژوندون ښکاري پېغورچې مرور شي جانان &nb
دماشوم خوب !
يو څه ستړياوي يوڅه شپه وي کوچنۍ نه په ګرمۍ نه په غوماسو خبر نه په کلا کې د خپل سپي په غفا خاص لکه مړی يم بې غمه ويده د سحار خواوي چې زه يو داسي خوب ووينم چې يو سړی وي يو بار خر ورسره د پوري کلي له باغو راووزي راځي ! سيده راسي زموږ کلي ته دجومات شاته چې خر وتړي نو ماته راياد شي دکشمشو او خورما منجاری چې ترجنګ وړاندي به يې په هره
غزل
په تياره نه موږ په رڼا ورځ پر دې لاره ورځو پر سرو سکروټو باندي تګ کوو تر ياره ورځو تر ژوند ناموس راباندي ګران دئ سر کښي خوښوو ننګ مو شېوه ده په خندا خندا تر داره ورځو پر دې وطن قابضي شپې له سبا لوړه کړې موږ پر رڼا مئين د شمعو تر بازاره ورځو راځه لاس راکه ماته کور د جانان ښه رامعلوم قسمته څه وړې منتونه بې روئباره ورځو اوس ماتوو د ديدن تنده ستا د ناستي په ځائ هر ما زيګر د بر ګودر تر وچ چناره ورځو ده بېلتون کرښه زموږ د ميني مخ ته هڅ هم نه ده د يار ديدن
مات زړه !
شو مي راتنګ د وخت له ظلمه زړګی ځکه مي وغوښتلو په خواست له خدايه مرګی له پاسه رالئ ځواب که له تا واخلمه سا نو بيا به هغ مدعي ته ته اوايه څه ورکړم زه ؟ څوک چي دعا کي له ما مدام ژوندی غواړي تا
غزل
قاتل معلوم دئ موږ پر بل سړي ګمان نه لرو خو ناوسي ده د بدل اخيستو توان نه لرو يوازي دې ته انتظار يو چي نوبت يې راسي داسي هم نه ده چي حساب لره کسان نه لرو چي تازه نکړي پاني پت او د ميوند يادونه داسي سپينږرئ داسي پېغله داسي ځوان نه لرو چي ډک به نه وي زموږ د ننګ زموږ د غيرت له کيسو داسي کتاب داسي مظمون داسي بيان نه لرو وخت عجيبه غوندي انصاف کړئ له موږه سره د ځان په کور کي يو بې واکه واک د ځان نه لرو زما دي په ياد ده بوريواله ده يوالي خبر داسي و نه وايې
د بارودو سوداګر !
ستا له هر قدمه ځخه اور زيږي ګولۍ زيږي سوځي پرې ثوبات دلته نفاق زيږي بدۍ زيږي نور نو دخداي پار دی موږ له جنګه ځخه ستړي يو مه راځه اشنانور مي دې وران کلي ته مه راځه ښه په دې پوهېږو چي سر رنګ نښان ده ميني دی دلته د وژلو دی د ظلم دی د ويني دی رنګ يو په دې رنګ اوس له دې رنګه ځخه ستړي يو مه راځه اشنا نور م
غزل
غزل نن مي بيا بل اور پر بشر دی بيا مي ته يادېږې هر يو ساعت تر بل بتر دی بيا مي ته يادېږې هلته چي موږ به سره ناست واوس مي پښې نه ورځي اوس بې لتا هغه ځاي بر د
کنګڼ !
کنګڼ ! کاش چې باهو واي ستا د دې ښکلي مړوند تا ډېرپه مينه تاډېر په شوق او غرور زه اچولاي خپل نازک مړوند ته په بې تابۍ ديکړۍ په خزاني لمحو کې دفکر ټال کې سپره او کرزولاي دې زه ما دي دلاس له خوشبو رنګين احساس اخيستاي په شپه چې تللاي کله ته دخپل خوب په سفر دا مرمرين مړوند دي لاندي کولاي ترسر مادرته غوږ کې بس کيسې کولای او ښکلولای مې ستا دا اوږدې زلفي او تکسره انګي کله چې تا لري کولای کالی ما دي په حسن
ستاسو دمرستي په هيله !
سلامونه او ښې چاري تر هرڅه له مخه و ښاغليو شېرزادکامه وال صاحب ، مجيب الرحمان انګار صاحب او هژبرشنواري صاحب ته وايم چې ډېر تشکر ډېره مننه اشنا &nb