په تياره نه موږ په رڼا ورځ پر دې لاره ورځو
پر سرو سکروټو باندي تګ کوو تر ياره ورځو
تر ژوند ناموس راباندي ګران دئ سر کښي خوښوو
ننګ مو شېوه ده په خندا خندا تر داره ورځو
پر دې وطن قابضي شپې له سبا لوړه کړې
موږ پر رڼا مئين د شمعو تر بازاره ورځو
راځه لاس راکه ماته کور د جانان ښه رامعلوم
قسمته څه وړې منتونه بې روئباره ورځو
اوس ماتوو د ديدن تنده ستا د ناستي په ځائ
هر ما زيګر د بر ګودر تر وچ چناره ورځو
ده بېلتون کرښه زموږ د ميني مخ ته هڅ هم نه ده
د يار ديدن ته بوريواله په قراره ورځو