يو څه ستړياوي
 يوڅه شپه وي کوچنۍ
نه په ګرمۍ
 نه په غوماسو خبر
 نه په کلا کې
 د خپل سپي په غفا
 خاص لکه مړی
 يم بې غمه ويده
 د سحار خواوي چې زه
يو داسي خوب ووينم
چې يو سړی وي
 يو بار خر ورسره
 د پوري کلي له باغو راووزي
 راځي !
 سيده راسي زموږ کلي ته
 دجومات شاته چې خر وتړي نو
 ماته راياد شي
 دکشمشو
 او خورما منجاری
 چې ترجنګ وړاندي به يې
 په هره مياشت کې يوځل
زموږ محلت ته پرخره
توري خورما
 او ژړ کشمش راوړلو
 زه هم هلک يم
 زړه مي وار و نکړي
 د جوات شاته ولاړ
 دمول وهلي سړي خواته ورسم
 زه يې ګڼم
 ها پخوانی
هغه زموږ خپل منجاری
 دی هغه نه وي
 وي کوم بل منجاری
 دژړ کشمش تورو خورماو پر ځاي
 يې وي زموږ کلي ته
 پر خره بمان راوړي .