قاتل معلوم دئ موږ پر بل سړي ګمان نه لرو
خو ناوسي ده د بدل اخيستو توان نه لرو
يوازي دې ته انتظار يو چي نوبت يې راسي
داسي هم نه ده چي حساب لره کسان نه لرو
چي تازه نکړي پاني پت او د ميوند يادونه
داسي سپينږرئ داسي پېغله داسي ځوان نه لرو
چي ډک به نه وي زموږ د ننګ زموږ د غيرت له کيسو
داسي کتاب داسي مظمون داسي بيان نه لرو
وخت عجيبه غوندي انصاف کړئ له موږه سره
د ځان په کور کي يو بې واکه واک د ځان نه لرو
زما دي په ياد ده بوريواله ده يوالي خبر
داسي و نه وايې چي موږ پر زړه ارمان نه لرو