ستا له  هر قدمه  ځخه  اور زيږي  ګولۍ  زيږي
سوځي پرې ثوبات دلته نفاق زيږي  بدۍ  زيږي
نور نو دخداي پار دی موږ له جنګه ځخه ستړي يو
مه راځه اشنانور مي دې  وران کلي  ته  مه  راځه
ښه په دې پوهېږو چي سر رنګ نښان ده ميني دی
دلته  د  وژلو  دی   د   ظلم   دی   د  ويني   دی
رنګ يو په دې رنګ اوس له دې رنګه ځخه ستړي يو
مه  راځه  اشنا نور  مي  دې  وران  کلي  ته  مه راځه
ستاله هر قدمه ځخه اور زيږي ګولۍ زيږي
سوځي پرې ثوبات دلته نفاق زيږي بدۍ زيږي
نور نو دخداي پار دی موږ له جنګه ځخه ستړي يو
مه راځه اشنانور مي دې وران کلي ته مه راځه
ډيري مو تېرې توري په خپل بدن کې پڅي کړې
پرې مو کړو لاسونه او له ځانه مو پښې غوڅي کړې
بس دی اوس مو پرېږده له دې ننګه ځخه ستړي يو
مه راځه اشنانور مي دې وران کلي ته مه راځه
ستاله هر قدمه ځخه اور زيږي ګولۍ زيږي
سوځي پرې ثوبات دلته نفاق زيږي بدۍ زيږي
نور نو دخداي پار دی موږ له جنګه ځخه ستړي يو
مه راځه اشنانور مي دې وران کلي ته مه راځه
پرې موږده قرار ته چي مو لږ زخمونه وده شي
جوړ مو شي دا پرې سوڼان او تېره مو ورځ بده شي
نه غواړو شېرينه له قلنګه ځخه ستړي يو
مه راځه اشنانور مي دې وران کلي ته مه راځه
ستاله هر قدمه ځخه اور زيږي ګولۍ زيږي
سوځي پرې ثوبات دلته نفاق زيږي بدۍ زيږي
نور نو دخداي پار دی موږ له جنګه ځخه ستړي يو
مه راځه اشنانور مي دې وران کلي ته مه راځه