دئ خوخپلواک دئ ځکه ولاړو د ده څه مانده دي
کاږو به موږ پړې له غاړو د ده څه مانده دي
هلقونه وچ سر مو په لمر تلي په مزکه سوځي
که ژاړو ما او تا به ژاړو د ده څه مانده دي
دئ جنتي دئ هم په دې جهان هر څه ورحاصل
موږ هسي شپې د ژوند رانغاړو د ده څه مانده دي
چي پرې ځانونه ژوندي وساتو بس دومره يو څه
دځان په کور کي په خواست غواړو د ده څه مانده دي
که حقيقت سي نه جانان دئ نه يې خوئ د جانان
موږ لېوني ورباندي وياړو د ده څه مانده دي
راځه په خپله ده وطن لېوال غوږونو ته موږ
زېرئ د روڼ سباوون راړو د ده څه مانده دي
زموږ خوشحالي يوه خوشحالي ده بوريواله او هم
يو د بل غم ژاړو په دواړو د ده څه مانده دي