چانه تپوس وکړم چې له ما څخه لار ورکه ده
هر سړی بې لارې له هر چا څخه لار ورکه ده
هغه چې محروم له بصيرته ملامت نه دي
دلته خو بدمرغي له بېنا څخه لار ورکه ده
زموږ ناسور زخمونو ته يې عقل لېونئ شو نن
ناست ګوته په غاښ له مسيحا څخه لار ورکه ده
ځکه يې کاروان د نيل څپو ته په حېرت ګوري
هېره يې عصا ده له موسی څخه لار رکه ده
ګوره چې د وخت توپان دا څنګه ځای ته يوړلو
زه هم سرګردان او هم له تا څخه لارورکه ده
ماته بوريواله د بېړۍ انجام ښه نه ښکاري
وړي مو پر کوم لور له ناخدا څخه لار ورکه ده

10.02.2008
- kohar
دئ خوخپلواک دئ ځکه ولاړو د ده څه مانده دي کاږو به موږ پړې له غاړو د ده څه مانده دي &n...
24.02.2008
- kohar
راشه چې پخلا شو نفرتونه له زړه و با سو دروند کاڼی پرې کښېږدو تېر وختونه له زړه و باسو تېر به واړه هېر کړو داسې هېر چې راپه یاد نشي غاړیوزو یو بل ته ګمانونه له زړه و باسو تېرې په خندا چې کړو د پاته ژوندون پاته شپې نن به م و په ګډه ټول غمونه له زړه و باسو نور لکه خوشحال وکړو په ډاګه د الفت اقرار وېره د رقیب او تهمتونه له زړه و باسو جوړه به کډل لکه حمزه کړو په ځنګل کښې موږ یو د بل په مینه کې کورونه له زړه و باسو راشه بوریواله چې لمحې د ویصال ولمانځو نو...