د kohar kohar لخوا خپرې شوې لیکنې


د " پــــــام " بوري د غمرازۍ پېغام

ډېر په خواشنۍ سره موخبرترلاسه كړ چي د پښتو ژبي د لوي  خدمتګار استادمحمد صديق پسرلي صاحب  درنه او پتمنه مېرمن چې د اسدالله غضنفر، اجمل پسرلی، ايمل پسرلی او عصمت څاروان  مور ده په حق رسېدلې ده .موږ ياني د پښتوادبي ملګري بوري ټول غړي له استادمحمد صديق پسرلي صاحب  د ده له زامنو او درنې كورنۍ سره خپل ځانونه په غم ګډ بولو .لوي خداي دي مېرمن پسرلي ته فردوس جنت اوتر شا پاته دهغې د كورنۍ غړيو او ټولو خپلوانو ته د زړه صبر ورپه برخه كړي .   آميــــــــــــــــــ

15.12.2008 kohar

تماشه يې كوه

غزل

15.12.2008 kohar

غزل ته ډالۍ غزل

  خوښ مي دى په دې غزل

06.12.2008 kohar

غزل / عبدالکريم عامر

                          غزل   نه مي رنځ رشک دئ نه له چاسره جګړه لرم  ته په محل خوشحاله اوسه زه جونګړه لرم  پرکورنه لرم په زمي کي وَتاولره سوب  نه څه اسباب دي مخ نيوي لره باجړه لرم  دَچابه سترګي ترخپل نوي لباس څه راواوړي  زه چ

04.12.2008 kohar

خرڅ شوی ذهن

خرڅ شوی ذهن ذهنونه ئې خرڅ شوی د بل لاس د دوی ګریوان دیدا ځــــــــــکــــــــه وطــــــــــن وران دی خندا په شونډو نشته عقل موج ورته حیران دیدا ځــــــــــکــــــــه وطــــــــــن وران دی قــــــــطــــار پـــکــــــــې ګــلــــــــونــــــــــهول ول پـــــکـــــــــې ټــــالــــــــونـــــــهسـیــــنــګار ؤ پـــــکـــــــې زړونــــــــهچې ذهن ئې بندیوان شو اوس ولاړ په تش میدان دیدا ځــــــــــ

02.12.2008 kohar

د ارسلاخان كاكړ تازه كلام

غزل نه درځم جانانه ستا پر لوري زياته نه درځمپوه كه څراغونه وركه پوري زياته نه درځم زه د پرې ګوډۍ غوندي جانان له باد راوړې يمزړه كه تسلي سكنۍ موري زياته نه درځم ستا په انتظار كې پرما توره شپه سبا نه سوهاوس كه دي د وصل باران اوري زياته نه درځم تور وېښتان به سپين كړې زما د لاري په كتو بانديزياته كه وبل ته سترګي توري زياته نه درځم      

01.12.2008 kohar

د عارف تبسم نوې غزل

غزل بې لتاد مرګ ډېري څپې راباندي تېري سوېته راسره نه وې زلزلې راباندي تېري سوېهسي د رڼا او د سهار په تمه تمه كېڅنګه تكي توري اوږدې شپې راباندي تېري سوېزه د دوو پېړيو له مزاج سره اشنا يمهڅومره قېمتي يم زمانې راباندي تېري سوېزما پر وجود خلك و منزل ته رسېدلي ديزه لكه لار پروت يم قافلې راباندي تېري سوېماته ياران وايي چې بېوخته زه زوړ سوى يمستا په محبت كې اندېښنې راباندي تېري سوېبيا يې زما د شنډو تبسم له ځان سره يوړو

01.12.2008 kohar

دسلطان زخپېل خوږ غزل

غزل نن په باران كي بل باران را اوريد سترګو وسه پر ګرېوان را اوريموږ به تر څو د ګل ګېډۍ درلېږوستاسي له لوري تل ازغيان را اوريد دوږغي خوب دتعبير دپارهپر جنتي خاوره بمان را اوريزما ځواني هيلي دي زېندۍ كړې ټوليستاپر ګل پوښ موټر ګلان را اوريپر خورومه د خپل سر لوپټهد سهار پرخه پر سلطان را اوري                  &nb

01.12.2008 kohar

تيـــــــــــــــــــر يـــــادونـــــه

  خړ سیندونه سیلابونه می یادیږید وطن شنه شنه فصلونه می یادیږی د ودونو او دودونو رواجونوها دیری ها مجلسونه می یادیږی سندریز خوږی نغمی دحجرومینځ کیها ګیسونه او کټونه می یادیږی په جوزا کی د توتانو په موسم کید فصلونو درمندونه می یادیږی مصلی اود درمند شاخی په لاس کیتورچنګړ لوی لوی چجونه می یادیږی د دهقان په لاس چه تیګه دمیزان شیلپکی او خجورونه می یادیږی د چینی نه د اوبو منګی په سر کیها د پیغلو کتارونه می یادیږ

30.11.2008 kohar

شیطانان

راځـی چـې حــج تـه لاړ شـو شـیـطـانـان په کاڼـو ولـوچې قـام څوک خـرڅـوی هـغـه مشران پـه کاڼـو ولـودرشـل د پښـتـنـو تـه چـې پـه بـد نـظـر کـتـه کـړیبـاچـا کـه د جـهـان وی دا انــسـان پــه کـاڼــو ولـوبـیـلـتـون ســره چـې مــل وی د نــفـاق اور بـلـوی نـودی خـپـلـه کــه جـانـان وی دا جـانـان په کـاڼــو ولوچې مخامـخ دا سـتـا وی پشیشاه چې د بـل چـا ویهـمـدا مـــنــافــقـان خـــو د جــهــان پــه کـاڼـــو ولـوستا کړی کار چې اخلی او

13.11.2008 kohar

ګران وطن

دا مو د خاپوړو کلی کور دیدا مو د نیکو د توری زور دیورک به شی غلیم چه مخ یی توردیسر به تری قربان کړم د بدن سرهمینه موږ لرو د خپل وطن سرهدا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی دا زموږه خوږ افغانستان دی لوړ چه په هوا کی یی بازان ګرځیهلته په ځنګلو کی یی زمریان ګرځیجوړ په سردرو کی یی طوطیان ګرځیمست یی بلبلان د باغ او بڼ سرهمینه موږ لرو د خپل وطن سرهدا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی دا زموږه خوږ افغانستان دی

10.11.2008 kohar

د سندرو ګلستان

د سندرو ګلستاندغه ژونــدون چــې یــو نـیمګــړی شــان ارمــان يـادیـږیسـتــا پــه کــوڅــه کــې ډلــی ډلـی عــاشــقـــان یـــادیـــږیچــې د ګـلــونــو ګـيـډی راوړی مــعـشـــوقــه عـاشـق تــه کــه دی بــوډا وی ، تـل عمـری بـــه دغـه ځـوان يــادیــږیچـې عـاشــقـان په کې راجمعه ټــول ، ټـولی ټــولـی شــیدا پــښتـونــخــوا خــو د ســنــدرو ګـلــسـتـــان يــادیـــږیچـــې ئـــې دیـــــدار د تـــورو ســتـرګـــو د لــیـلا کــولـــو دا قیس دا

31.10.2008 kohar

سجدې

سجدیستا د رضا دامیدونو سجدیربه ستا در کی د عذرونو سجدید ګناهونو نه منزلونه جوړ دیغواړم ادا د ګناهونو سجدیستا دغفار کریم رحیم له نوموشی که قبول د طاعتونو سجدیزاهده ځانله چه مغروره نه شیزه یم پیرو د پاکو زړونو سجدیڅوک دی عابد ستا ددوزخ له ویریڅوک کړی سجدی د ثوابونو سجدیچه مسلمان دی او قایم په خپل دینکړی پنځه وخته د فرضو

31.10.2008 kohar

که خپل که بیګانه ده

که خپل که بیګانه دهچا وران کړو دا وطن چا تری لوټ کړی خزانه دهکه خپل که بیګانه دهچه خپل یی ورانوی بیا د پردو نه څه ګیله دهکه خپل که بیګانه دههر چا تر خپله وسه دا وطن کړلو خرابڅوک ناست دی بلډنګو کی په ډالر کوی حسابڅوک پروت دی په خیمه کی له یخنی نه شو کبابهر چا ده غږولی د خپل خوښی ترانه دهکه خپل که بیګانه دهپه نوم د عدالت دی خو خیانت پکی چالان دیغریب پدی وطن کی د ماړه نس په ارمان دیدا ملک چاته جنت چاته په مثل د زندان دیهستی یی

31.10.2008 kohar

خپرتیا

           د پښتواد بي ملګري بوری له اړخه د۲۰۰۸م كال د اكتوبر د مياستي پر۱۱مه او ۱۲ مه نېټه يوه درنه ادبي غونډه كېدونكې ده په كوم كې چې له تاسو څخه د زړه له كومي د ګډون هيله كيږي . نوموړې غونډه پر درو برخو وېشل شوې ده چې مهال وېش يې په لاندي ډول دى . لومړۍ برخه  :   هفته ۱۱م اكتوبر ماسپښين ۳ بجې                 &nbs

09.10.2008 kohar

اختـــــــــــــــــــــــــــر

اختر راځه ښکلـی اخــتــره ولـــســو تـــه مـــبـــارک شــــهدی دنګو دنګـو غـرونـو او درو تـه مـبارک شــهاختره خوشحالی ئې کــه پــیــونــد د دوو زړونــونــفــاق تـه ورکـه وی د وطن شـپـو تـه مبارک شهاختره خوشـحـالی ئــې تـــا راوړی هـم مـیـلـی دیمـیـلــی او اخــتـرونــه لـــوی وړو تــه مـبـارک شــهاختره خوشحالی ئې په جـونـګــړه د پښـتـون

30.09.2008 kohar

کوم اختر؟

زموږ دکلی د تروږمی ماښام څخه څو شیبی دمخه یو تنکی لس کلن هلک ډیر خوشحا له ښکاریده، دهلک دخوشحالی علت یو هم دا وه چه هغه دسبا ورځی د اختر د راتګ څخه خبر شوی وه،هلک ته دهغه مور او پلار د اختر لپاره نوی جامی ، څپلی او واسکټ رانیولی وه چه هغه په همدی مازدیګر قضا دسبا ورځی نوی جامی اود نژدی خپل خپلوانو د اختر مبارکی تحفی به خپل وجود کی تمثیلولی او همدا وجه وه چه هلک ته یی خوشحاله بڼه ورکړی وه په رښتیا سره کوم اختر چه ماشوم ته سبا راتلونکی وه، نه تنها هغه ته بلکه دکلی ټول اوسیدونکو

30.09.2008 kohar

د اختــــــر كارډ !

          >>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>>><<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<<&

29.09.2008 kohar

پاته شه مړه خير دى !

                                           ګــــــــران كه ځي واك يې د ځان دى                    &nb

28.09.2008 kohar

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more