اختر
 
راځه ښکلـی اخــتــره ولـــســو تـــه مـــبـــارک شــــه
دی دنګو دنګـو غـرونـو او درو تـه مـبارک شــه

اختره خوشحالی ئې کــه پــیــونــد د دوو زړونــو
نــفــاق تـه ورکـه وی د وطن شـپـو تـه مبارک شه

اختره خوشـحـالی ئــې تـــا راوړی هـم مـیـلـی دی
مـیـلــی او اخــتـرونــه لـــوی وړو تــه مـبـارک شــه

اختره خوشحالی ئې په جـونـګــړه د پښـتـون کې
د لوی پښـتونـــخــوا دې پــښـتــنــو ته مبارک شه

اختره خوشحالی ئې د نسیم خــورو وږمــــو کــې
په هر ځای چې پښتون وی ته هغو ته مبارک شه