غزل
نه مي رنځ رشک دئ نه له چاسره جګړه لرم
ته په محل خوشحاله اوسه زه جونګړه لرم
پرکورنه لرم په زمي کي وَتاولره سوب
نه څه اسباب دي مخ نيوي لره باجړه لرم
دَچابه سترګي ترخپل نوي لباس څه راواوړي
زه چي جامه دَخوارهنر په رنګ ککړه لرم
دَزمانې له بې بنياده ګايونه سومه خلاص
که زه هر څوليري پردښت مېنه يکړه لرم
يوخوپږلئ تيغ دَحسن دئ بل غم دَماحول
له بې وسۍ لکه غنم په زړه کي دړه لرم
محروم له ديده يم دَبل له مرستي ښه يم محروم
دَبل ترلاس ښه دئ په خپل لاس کي لکړه لرم
چي مي پکار سي بيا يې کار سي مخه وکي لما
کې پرله کښېږدم دَيارانوروغه کوړه لرم
زوکړئ په بوري کي يم په نسل کي دَمير يم
دَشجري نومان په يادهم ترکاکړه لرم
ژبه مي اړوزي په خوله کي دَګای نه يم عامر
يواړسړئ يم ته خبر يې چي څه اړه لرم