غزل


نه درځم جانانه ستا پر لوري زياته نه درځم
پوه كه څراغونه وركه پوري زياته نه درځم


زه د پرې ګوډۍ غوندي جانان له باد راوړې يم
زړه كه تسلي سكنۍ موري زياته نه درځم


ستا په انتظار كې پرما توره شپه سبا نه سوه
اوس كه دي د وصل باران اوري زياته نه درځم


تور وېښتان به سپين كړې زما د لاري په كتو باندي
زياته كه وبل ته سترګي توري زياته نه درځم