غزل
بې لتاد مرګ ډېري څپې راباندي تېري سوې
ته راسره نه وې زلزلې راباندي تېري سوې
هسي د رڼا او د سهار په تمه تمه كې
څنګه تكي توري اوږدې شپې راباندي تېري سوې
زه د دوو پېړيو له مزاج سره اشنا يمه
څومره قېمتي يم زمانې راباندي تېري سوې
زما پر وجود خلك و منزل ته رسېدلي دي
زه لكه لار پروت يم قافلې راباندي تېري سوې
ماته ياران وايي چې بېوخته زه زوړ سوى يم
ستا په محبت كې اندېښنې راباندي تېري سوې
بيا يې زما د شنډو تبسم له ځان سره يوړو
بيا د كوم ښائست تازه وږمې راباندي تېري سوې

01.12.2008
- kohar
غزل
نن په باران كي بل باران را اوريد سترګو وسه پر ګرېوان را اوريموږ به تر څو د ګل ګېډۍ درلېږوستاسي له لوري تل ازغيان را اوريد دوږغي خوب دتعبير دپارهپر جنتي خاوره بمان را اوريزما ځواني هيلي دي زېندۍ كړې ټوليستاپر ګل پوښ موټر ګلان را اوريپر خورومه د خپل سر لوپټهد سهار پرخه پر سلطان را اوري &nb...
01.12.2008
- kohar
غزل
نه درځم جانانه ستا پر لوري زياته نه درځمپوه كه څراغونه وركه پوري زياته نه درځم
زه د پرې ګوډۍ غوندي جانان له باد راوړې يمزړه كه تسلي سكنۍ موري زياته نه درځم
ستا په انتظار كې پرما توره شپه سبا نه سوهاوس كه دي د وصل باران اوري زياته نه درځم
تور وېښتان به سپين كړې زما د لاري په كتو بانديزياته كه وبل ته سترګي توري زياته نه درځم ...