راځـی چـې حــج تـه لاړ شـو شـیـطـانـان په کاڼـو ولـو
چې قـام څوک خـرڅـوی هـغـه مشران پـه کاڼـو ولـو
درشـل د پښـتـنـو تـه چـې پـه بـد نـظـر کـتـه کـړی
بـاچـا کـه د جـهـان وی دا انــسـان پــه کـاڼــو ولـو
بـیـلـتـون ســره چـې مــل وی د نــفـاق اور بـلـوی نـو
دی خـپـلـه کــه جـانـان وی دا جـانـان په کـاڼــو ولو
چې مخامـخ دا سـتـا وی پشیشاه چې د بـل چـا وی
هـمـدا مـــنــافــقـان خـــو د جــهــان پــه کـاڼـــو ولـو
ستا کړی کار چې اخلی او دعوه پری د خپل ځان کړی
راځـۍ د داسـی خــلــکـو خـو ایــمـان پـــه کاڼــو ولـو
د بـــل ډول تــه ګـــډیــــږی او د خــپــلـــه ډولــــه لــــری
نـسـیـم سـتـوریــه راځــه دا غــلامــان پــه کـاڼــو ولـو

10.11.2008
- kohar
دا مو د خاپوړو کلی کور دیدا مو د نیکو د توری زور دیورک به شی غلیم چه مخ یی توردیسر به تری قربان کړم د بدن سرهمینه موږ لرو د خپل وطن سرهدا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی دا زموږه خوږ افغانستان دی
لوړ چه په هوا کی یی بازان ګرځیهلته په ځنګلو کی یی زمریان ګرځیجوړ په سردرو کی یی طوطیان ګرځیمست یی بلبلان د باغ او بڼ سرهمینه موږ لرو د خپل وطن سرهدا وطن په موږ باندی ډیر ګران دی دا زموږه خوږ افغانستان دی...
30.11.2008
- kohar
خړ سیندونه سیلابونه می یادیږید وطن شنه شنه فصلونه می یادیږی
د ودونو او دودونو رواجونوها دیری ها مجلسونه می یادیږی
سندریز خوږی نغمی دحجرومینځ کیها ګیسونه او کټونه می یادیږی
په جوزا کی د توتانو په موسم کید فصلونو درمندونه می یادیږی
مصلی اود درمند شاخی په لاس کیتورچنګړ لوی لوی چجونه می یادیږی
د دهقان په لاس چه تیګه دمیزان شیلپکی او خجورونه می یادیږی
د چینی نه د اوبو منګی په سر کیها د پیغلو کتارونه می یادیږ...