پردي وارونه پرېدى سر دى تماشه يې كوه
زما جنتي خاوره يې سپر دى تماشه يې كوه
ستا د بل كړي اور لمبې اوس غزوني كوي
لر يې ستي كړ وار د بر دى تماشه يې كوه
ده دي تګلاره په بريا پرمخ رهي چي وروڼو
نيولى يو بل ته سنګر دى تماشه يې كوه
دځان پرضدپه جنګ اخته يم هم غازي هم شهيد
درته ځپلى مي د خپل وجود لښكر دى تماشه يې كوه
مباركي اخله د زيار غوټۍ دي ګل سوې اشنا
پرموږ د ښه ژوند مازيګر دى تماشه يې كوه
چي ډوبوي مي د خپل جهل سېلاب څنګه كډل
تاته په زړه پوري منظر دى تماشه يې كوه
