د سندرو ګلستان

دغه ژونــدون چــې یــو نـیمګــړی شــان ارمــان يـادیـږی
سـتــا پــه کــوڅــه کــې ډلــی ډلـی عــاشــقـــان یـــادیـــږی

چــې د ګـلــونــو ګـيـډی راوړی مــعـشـــوقــه عـاشـق تــه
کــه دی بــوډا وی ، تـل عمـری بـــه دغـه ځـوان يــادیــږی

چـې عـاشــقـان په کې راجمعه ټــول ، ټـولی ټــولـی شــی
دا پــښتـونــخــوا خــو د ســنــدرو ګـلــسـتـــان يــادیـــږی

چـــې ئـــې دیـــــدار د تـــورو ســتـرګـــو د لــیـلا کــولـــو
دا قیس داستان کې،په مجنـون څیری ګـروان يـادیـږی

د بــــڼــو لانــدی اشــــاره مــه کــړه نیازبـــیـــنـی پـيــغـلـی
دغـــه عـاشــق خــو ســتـا رهــبـر د دی کــاروان يــادیــږی

چـــې د کــاروان ســـــره مــلـګــری شـــو نســیـــم ستوری
دا کــاروانـیــان د پـــښــتونـخــوا ټــول مـیـنــان یــایــږی