د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغانستان کې ټولې خواوې باید د ښوونیزو او روغتیايي مرکزونو د ساتلو لپاره، له تدبیر، عقلانیت او پوره دقت څخه کار اخلی!

افغان تحرک 19.04.2016 22:54

په ګران افغانستان کی یوازی تیر کال څو سوه افغان ښوونځي تړل شوي دي، ایا داسی اعمال تدبیر او عقلانیت سره سر او کار لری؟

نه هرګز نه! داسی اعمال له جهالت او هم له مغرضانه جهالت څخه، چه یو دول مرکب جهل ده، سر چینه اخلی.


ښاغلی خوشحال تایب په دی مهم موضوع باندی داسی لیکی:

"په ٢٠١٥ کال ٣٥٠ افغان ښوونځي تړل شوي دي

ملګرو ملتونو په خپل یوه نوي راپور کې ویلي، افغان ماشومان زده کړو او روغتیا ته د لاسرسي په برخو کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي.

د دغه راپور له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د پوهنې او روغتیا په برخو کې د تاوتریخوالي پېښې د ۲۰۱۴ کال په پرتله څه باندې ۱۸۰ سلنه ډېرې شوې دي.

دغه راپور په تېرو دریو کلونو کې د ماشومانو حالت ارزولی دی.

راپور چې د ملګرو ملتونو د استازولی یا یوناما او د ماشومانو ملاتړ وجهي صندوق یا یونیسف له خوا په ګډه جوړ شوی، په کې راغلي په ۲۰۱۵ کال کې د تاوتریخوالي پېښو له امله تر ۳۵۰ ډېر ښوونځي تړل شوي چې له امله یې نژدې ۱۴۰ زره تنه زده کوونکي او شاوخوا شپږ سوه ښوونکي اغېزمن شوي دي.

راپور وايي په ۲۰۱۵ کال کې ۱۲۵ روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي، تر ٤٠ ډېر کسان په کې ټپیان او شاوخوا اویا تنه تښتول شوي دي.

دغه رازه په ۲۰۱۵ کال کې د پوهنې وزارت ۱۱ تنه کارکوونکي وژل شوي، ۱۵ ټپیان او نژدې ۵۰ تنه نور تښتول شوي چې په دغه راز پېښو کې د تېر په پرتله ډېر لوړوالی ښيي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې د روغتیا او پوهنې سیستم په خوندي ساتلو کې مرسته وکړي.

د یوناما ویاند ډومینیک میډلي په دې اړه بي بي سي ته ويلي،

"د راپور موندنې ډېر ځورونکې دي، دا د ښوونکو، ډاکټرانو او روغتیاپالانو لپاره د منلو نه ده چې په وړاندې یې تاوتریخوالی او ګواښونه موجود وي. او دغه راز د بریدونو لپاره د ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو کارول هم د منلو نه دي.

په افغانستان کې ټولې خواوې باید د روغتیايي او ښوونیزو مرکزونو د ساتلو لپاره ګامونه اوچت کړي. روغتیایي او ښوونیزو آسانتیاوو ته د ماشومانو په تېره بیا د نجونو لاسرسي په موخه ګامونو اوچتولو ته اړتیا ده".

د راپور له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د پوهنې او روغتیا په برخو کې ۲۵۷ پېښې شوي چې د د۲۰۱۴ کال په پرتله ۱۸۲ سلنه ډېروالی ښيي." د ښاغلی خوشحال تایب لیکنه ختم.


افغان ماشومان او افغان کوچنیان سالم ښوونیز چاپیریال، سالم روزنیز چاپیریال او روغتیايي مرکزونو ته اړتیا او ضرورت لری!

دا د تولو افغانانو او هم د تولو په ګران افغانستان کی د ذیدخلو هیوادونو وظیفه او مسولیت دی چه د افغان ماشومان او افغان کوچنیان دښوونیز او روغتیايي مرکزونو څخه لا اقل دفاع او پشتیبانی وکړی، که نوی ښوونیز او روغتیايي مرکزونو ایجاد نشو کولای، لااقل همدا "لږ" چه نن موجود دی، خو نباید چه تخریب شی!


د صلح ، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله