د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ښځو حقونه ادا کول درناوي، لوړ غور او سالم امکاناتو ته اړتیا لری! دوهمه برخه

افغان تحرک 19.03.2016 11:21

په لمړی برخه کی پوښته را ایجاد شو، چه د مونږ په ټولنه کی، دمحترمو ښځی حقونه په ساحاتو کی، ولی پاملرنې صورت نه اخلی او یا د مونږ په ټولنه کی ولی دمحترمو ښځی حقونه نه تامینیږی، دلته مقصر څوک دی او یا تقصیر د چا دی؟

نن صبا د دا پوښته د ځواب په هکله په افغانی ټولنه کی خوشبختانه څه څه بحثونه او استدلالونه روان دی، چه پکښی د غور، ارزیابی ګانی او مکث اړتیا لیدل کیږی!

مثلا ښاغلی محترم محمد ظریف امین یار، چه فکر کوم د پوهنتون استاد دی، دلته په ګران ټول افغان پورتال کی، ٢٠١٦م. کال، د مارچ په اتمه نیته کی، د "تیوکراتیک‬ ټولني او د ښځو حقونه" تر عنوان لاندی یو لیکنی لری، چه دلته لږ بحث پکښی صورت اخلی.

د ښاغلی محترم محمد ظریف امین یار دا لیکنی، په ساده ژبه ووایو، دیری مثبتی، مګر دیری "کمبودیتونه" هم لیدل کیږی. لمړی راځو مثبتی اړخو ته: د ښاغلی امینیار لیکنی یوه شه "ټولنیز لیکنه" ده، چه په دیرو اساسی او بنستیزو مشکلاتو باندی اشاره څرګندوی! لکه چه په لمړی پاراګراف کی ښاغلی امین یار په دیره معقوله توګه لیکی: "افغانستان او داسې ټول اسلامي هیوادونه چې مذهبي تفکر یې څوارلس سوه کاله مخکې پاتې ده او اجماع، قیاس او عقل ته یې اهمیت نه دئ ورکړئ ،د ښځې انساني او فطري حقونه تر لاسه کول په کې پرته له اوږدې مبارزې شونې نه ده." بلکل په ځای او معقوله ده.

مګر سره له دی نه مونږ په ټولنیز علمی بحثونه کښی، له خپل یو پوهنتون استاد څخه، بلخصوص په یو داسی مهمه موضوع لکه د "ښځو حقونه" په باب کی، لږ زیاد تره توقعات او د دقیق تره څیړنی غوښتنه لرو!

دا خو درسته ده، لکه چه ښاغلی امین یار لیکی: ترهغه پورې چې موږ خپل ټولنیز اوفرهنګی تفکر کې تجدید نظر ونکړو د ښځوحقوق خو لا آیډیا به وي. مګر ښاغلی امین یار دلته "هیڅ کوم دحل لاره" ، "کوم مثمر او عملی کونکی نسخه" نه څرګندوی. ښاغلی امین یار فقط وایی چه "ترهغه پورې چې موږ خپل ټولنیز اوفرهنګی تفکر کې تجدید نظر ونکړو د ښځوحقوق خو لا آیډیا به وي". مونږ بلاخره باید ځان پکښی پوه کړو چه مونږ یو لږ تر لږه دیرش میلیون کسیزه ملت یو، آیا که چیرته ښاغلی امین یار او یا زه کوم "امر صادر کړو" او ووایو چه: ای دیرش میلیون کسیزه ملت سر له صبا نه باید چه موږ خپل ټولنیز اوفرهنګی تفکر کې تجدید نظر راوړو! دا څه نتیجه ورکوی؟ له امکان نه لیری نه دی چه له دیرش میلیون کسیزه ملت له مینځ نه، یوه دیره لویه برخه پوښتنه وکړی چه "ټولنیز اوفرهنګی تفکر" څه شی دی؟ او یا لا اقل لطفا مونږ ته ووایه چه څه رنګه، په کوم دول، په کومه طریقه، د کوم امکاناتو په ذریعه، او بلاخره په کومه خوا مونږ خپل "ټولنیز اوفرهنګی تفکر کې تجدید نظر راوړو؟

اوس راځو د ښاغلی امین یار د څیړنیز مقاله "کمبودیتونه" ته:
١. د مقاله عنوان"تیوکراتیک‬ ټولني او د ښځو حقونه" انتخاب شوی دی، مګر په تول مقاله کی د "تیوکراتیک‬ ټولنه" تعریف، تشریح او حتی د "تیوکراتیک" اصطلاح ترجمه خپل مفقودیت اعلانوی. د یو علمی او څیړنیز لیکنی یو عمده اصل، یا یو عمده رکن دا ده، چه کله چه یو علمی اصطلاح استعمالیږی، باید، او حتمی ده، چه دا اصطلاح په دقیق، او پوره علمی اساس تعریف او تشریح شی، تر څو په افهام او تفهیم کی او د لیکوال او یا وینا وال په کلام کی وضاعت او روښانتیا استقرار ولری!!!
اوس راځو چه د ښاغلی امین یار څیړنیز مقاله عنوان "څه وایی"، لمړی پاراګراف "څه وایی"، دوهم پاراګراف "څه وایی" او دریم یا اخری پاراګراف "څه وایی":

الف: د مقاله عنوان په اساس، د افغانستان ټولنه یوه "تیوکراتیک‬ ټولنه" محسوبیږی.
دلته باید لمړی پکښی غور صورت اخلی، ایا کله چه مونږ په ګران افغانستان کی یو "علمګرا" ریس جمهور لرو، یو نسبتا ښه اساسی قانون لرو، په هر ولایت کی نام خدا چاق چاق والیان لرو، په هر ولسوالی کی ولسوالان لرو، په ټولنه کی تقریبا دری و نیم سوه زره، بلی هو دری و نیم سوه زره امنیتی قوا لرو، لوکس لوکس وزیران او لوکس لوکس سفیران لرو، قضایه قوا، مقننه قوا او اجرایه قوا لرو، تفکیک قوا هم لرو، لوکس لوکس پوهنتونونو او نام خدا لوکس لوکس استادان پکښی هم لرو، نو ایا سره له دی ټولو نه، هنوز هم زمونږ ټولنه یوه "تیوکراتیک‬ ټولنه" محسوبیږی او یا "له اداری فساد څخه دک ټولنه"؟

ب: د مقاله لمړی پاراګراف، دوهم پاراګراف او دریم یا اخری پاراګراف د"ښځو د حقونو ترلاسه کولو لپاره" د "طولانې مبارزه" امر صادروی، بی له دی نه چه د "طولانې مبارزه" طول او عرض یی لږ اشاره وکړی، چه څنګه دا مبارزه صورت اخلی؟
او بیا په معقوله ټوګه په ټولنه کی د "اجماع، قیاس او عقل" په مقابل کی د بی اهمیتی څخه ګله مندی صورت اخلی. مګر دا چه له کومی لاری نه، په کومه طرقه، او د کومی امکاناتو پر ذریعه مونږ "اجماع، قیاس او عقل" په خپل پرهاریز ټولنه کی راوړو، باز هم "بی نسخه ګی" څرګندیږی.

په بل عبارت که دلته خپل پوهنتون استاد همدا "شیخ" سره تشبیه وکړو، بیا کولای شو ووایو چه: د مونږ د شیخ د کراماتو څخه یو دا دی، چه کله چه هغه چاکلیت ولید، خپل کرامات ثابت کړ ځکه چه دفعتا وویل چه دا شی "شیرین" او یا "خوږ" دی!

په هر صورت هیله ده چه زمونږ محترم د پوهنتون استاد له داسی نیمکله او ضعیف نقد څخه خپه نشی، او په نژدی راتلونکی یو لږ فصیح تره، دقیق تره "نسخه" رنځور ولس ته وړاندی کړی.

اوس راځو بیرته د خپل بحث هغه ځای ته چه د ښځو حقونه ادا کول درناوي، لوړ غور او سالم امکاناتو ته اړتیا لری او په اوس زیاد تره په دا قضیه کی څوک مقصر دی؟؟؟

که چیرته د کورنیز سلوک، کورنیز فعالتونه او د کورنیز وضعیت ښه والی په ساحاتو کی لمړی یو ځله د تقصیر او یا "لندوالی" موضوع ته په دقت لږ غور وکړو، بیا ګورو چه زمونږ "کورنیز محیط" او یا زمونږ "کورنیز چاپیریال" د ټولنه د یو هسته وی او بنستیز محیط په حیث له مختلفو نورو "محیطونو"، او هم د "مادی او معنوی فقر او غنا" سره تینګه ارتباطات، اړه، اړیکه او سروکار لری.

همدلته دی چه له یو خوا "فرد" په فردی توګه او له بله خوا دولت او حکومت په "جمعی توګه" د کورنیز چاپیریال د ښه والی په مسایل او موضوعاتو باندی "مسولتونه"، "وظایف" او ذمه داري لری!

د افغان انجونې حقونه، د افغان پیغلې حقونه، د افغان ښځې حقونه، هغه "کورنیز حقونه" او "دولتی حقونه" دی، چه متاسفانه نن صبا دزمونږ په ټولنه کی هر ورځ، هره ګړی او هره لهظه تهدیدات او ماتیدو سره مخامخ دی.

زمونږ د داټولنیز ستونزی خورا بد حالت په دی کی چه د افغان انجونې حقونه، د افغان پیغلې حقونه، د افغان ښځې حقونه ماتیږی، مګر اکثرا هغه کسان چه دا حقونه ماتوی اما د خپل په دغه "جرم" ، د خپل په دغه "ظلم" باندی اصلا نه پوهیږی، او یا دا چه د خپل په دغه "جرم" ، د خپل په دغه "ظلم" باندی یو څه پوهیږی، مګر د دغه "جرم" ، د دغه "ظلم" پر طویل مدت تاثیراتو باندی پوه نه دی!

د سړیانو سلوک، د سړیانو رویه او رفتار هم لکه د ښځې سلوک، د ښځې رویه او رفتار زمونږ ماقبل نسلونو له خوا مونږ لپاره لکه یو دول "میراث" غوندی پاتی دی!

مونږ اکثرا داسی عادت لرو که چیرته مونږ لپاره کوم دول مادی "میراث" مثلا لکه کوم کور، نتقدی پیسی، کوم جریبه ځمکی په ارث ورسیږی، بیا دا منو، چه یو عادی او مروجه رسم دی، مګر خرابی په دی کی دی چه دا ځله او یا په دی ساحه کی مونږ لپاره دزمونږ خدای بخښلی ماقبل نسلونو څخه، دا هم په یو غرنی مګر لږ اوبه ګران هیواد کی، "د سړیانو خشن سلوک"، "د سړیانو خشن رویه" هم لږ او یا دیر "میراث" رسیدلی دی. یعنی: د انسانانو سلوک او رویه یو دول "سلوکی میراث" دی، چه په ماشوم توب کی له "چاپیریال" لخوا اخیستل کیږی او همدغه "سلوک" او "رویه" په دیر کثیره تناسب د عمر تر اخره مونږ بدرقه کوی، او بیا راتلونکی نسل هم همدا "سلوک" او "رویه" لکه خپل "نورماتیف قوانین" په حیث، او یا بهتره ده چه ووایو لکه خپل"ذهنی نورماتیف قوانین" په حیث منی، او همداسی د همدغه "ذهنی نورماتیف قوانین" په امر چلیږی!

یعنی: که چیرته مونږ د افرادو په حیث وغواړو، او هم دا امکانات ولرو چه خپل مثلا "خشن سلوک"، "خشن رویه" په "مهربانانه سلوک"، "مشفقانه سلوک"، "له احساس او درک نه دکه سلوک" تبدیل وکړو، همدا "اکبر جهاد" غوندی کار او عمل غواړی!

دلته نه د "تیوکراتیک" خبره مطرح کیږی او نه هم د "میوکراتیک" خبره، فقط یو ساده افغانی پوښتنه مطرح کیږی:

پوښتنه دا دی چه سړیانو ته څه ضروت دی، کله چه امر یی په کور کی چلیږی، یو لږ اوبه او دودی هم ورته رسیږی، په ورځ کی دری ساعته دی درخت په څنګ کی او دری ساعته هم په لمر کی استراحت ولری، نو بیا ولی او د کوم ضرورت په اساس بیا ځان ته او یا ذهن ته فشار راوړی چه دانجونې حقونه، د پیغلې حقونه، د ښځې
حقونه په هکله فکر وکړی او یا هم پکښی عمل وکړی؟

ادامه لری.



د صلح، ثبات، ټولنیز عدالت، قانونیت، ترقی او رفاه په هیله