د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د "افغانی هنر" تاریخ

افغان تحرک 30.11.2015 12:24

د "افغانی هنر" د تاریخی تقسیمبندی په هکله یو پیشنهادی طرح.

البته باید په سر کی ذکر صورت اخلی چه دا پیشنهادی طرح په هیڅ صورت مکمل نه دی او نه هم یو داسی ادعا لری. خو مګر یو موضوع چه دلته باید یاد شی چه دا یوازی دولتنونه نه دی چه د ولس "هنری دوری" تقسیم بندی او یا د ولس هنری دوری تعین او تعریف کړی، بلکه هر فرد حق لری خپل نظریات د خپل ولس هنری تولیدات په ساحه کی هم نورو سره شریک کړی.

ځینی کسان هنر په دوه برخه تقسیموی. ١. ښکلی هنرونه ٢. هغه هنرونه چه کاربرد لری، یعنی ځینی څخه کار او استفاده اخیستل کیږی. مګر ځینی نور کسان وایی چه نه هنر هنر دی، که کاربرد ولری او یا که کاربرد نلری، هنر هنر دی. په هر صورت "افغانی هنر" دهنر په مختلفو ساحاتو او یا دهنر په مختلفو برخو کښی خپل ښکلی کلتوری تولیدات او تاثیرات لری.

د "افغانی هنر" اصطلاح تعریف او توضیح:
"افغانی هنر" کلمه او یا اصطلاح یو مرکب اسم دی، چه هلته د "هنر" کلمه "افغانی" صفت اختیاروی. "افغانی هنر" په عین زمان یوه مفرده کلمه ده چه جمع یی "افغانی هنرونه" دی. "افغانی هنر" داسی افغانی هنری اظهاراتو ته ویل کیږی چه په جوړښت کی مهمترین عامل یی ښکلا، تخیل، عاطفه او احساس وی او فورم یی له ښکلا او محتوی یی له کیفیت څخه دک وی.

افغانی هنری اظهارات له څو زره کاله را په دی خوا زمونږ په تولنه کی په مختلفه اشکالو کی لکه د تجسمی هنرونه، د ډبرتراشی هنر،د لاسی صنایعو هنر، د نقاشی او رسامی هنر، د خطاطی هنر، د ګرافیک هنر، د موسیقی هنرونو لکه د کمپوزیسیون هنر، د سندرویلو او یا سندریز هنر، د موسیقی مختلفو الاتو د لوبی هنر، د ادبیاتو هنرونو لکه دشعر هنر او د شعر مختلفی هنری څانګی، د شعرلوستل هنر، د نثر هنر او نثر مختلفی هنری څانګی، د داستان لیکل هنر، د سخنرانی هنر، د قراات یا د لوستل هنر، د خوشنویسی او یا د ښکلی لیکل هنر، دتیاتر هنر، د ملی اتن هنر، د سیاست هنر، د نطق او د نطاقی هنر، د لباس دیزاین هنر، د قالین بافی هنر او هم د دیر نورو هنری څانګو په ساحاتو کی ایجاد شوی دی او نن صبا هم ایجادیږی.

د "افغانی هنر" تاریخ:

له څو زره کاله را په دی خوا دهنر په مختلفو ساحاتو او یا دهنر په مختلفو برخو کښی "افغانی هنر" خپل ظرافتونه او نازکخیالی مطرح کوی. مونږ متاسفانه "افغانی هنر" هم لکه زمونږ نورو مهمو مسایلو په شان تر اوسه پوری داسی دقیق تر څیرنی لاندی نه دی اخیستو، تر څو چه له ماقبل التاریخ تر ننه پوری "افغانی هنر" او تاریخی دوری یی واضع او نسبتا دقیق تره یی تشریح کړو.

آیا مونږ لپاره له ماقبل التاریخ افغانان ابتدایی هنری آثار چه د غرونو په مغارو کی خپل ابتدایی هنری آثار د ابتدایی نقاشی ګانی په شکل را ایجاد کړی دی، کوم ارزش لری؟ دلته ځواب مثبت دی. پس باید ژر تر ژره هغه ابتدایی هنری آثار چه د افغانستان غرونو په مغارو کی له ماقبل التاریخ افغانان ابتدایی هنری آثار ګنل کیږی ثبت او مستند شی، پیش له دی نه چه ایران او یا کوم بل هیواد دا تخریب کړی، د خپل تاریخ تر نوم باندی ثبت او مستند کړی او یا هم د طبعیی حوادثو په ذریعه، یا هم د جګړو په ذریعه له مینځه ځی.

ویل کیږی چه په توره بوره او هم په نورو افغانی غرونو په مغارو کی له ماقبل التاریخ افغانان ابتدایی هنری آثار لیدل شوی دی او هم لیدل کیږی چه اوږده تاریخ لری، د یوه وزه یا د یو "بز" داسی ابتدایی نقاشی ګانی د افغانستان غرونو په مغارو کی لیدل شوی دی چه د ماقبل التاریخ افغانان ابتدایی هنری آثار په شمیر راځی. په اصل کی باید د دا "غرنی افغانی وزه ابتدایی نقاشی" حیث تصویر او عکسونه باید چه د یو ماقبل التاریخ ابتدایی هنری سمبول په حیث په افغانی او بین المللی میدیا کی خپاره شوی و، تر څو پخپله افغانان او هم جهانیان له افغانی ماقبل التاریخ ابتدایی هنری آثارو څخه با خبره شوی و، مګر د هیواد حالت داسی جګړیز ښکاری چه داسی مهمو مسایلو لپاره اصلا کوم څوک نه فرصت لری او نه حوصله.

بی ځایه نه ښایی که چیرته مونږ هم لکه نورو هیوادونو په څیر خپلی افغانی هنری دوری تر یو لازمه تقسیم بندی او چوکات بندی باندی راوړو.

مثلا:

د افغانی هنر تاریخی تقسیمبندی
١. لمړی افغانی هنری دوره: له ما قبل التاریخ تر پیل د عیسوی کال پوری کولای شو چه "افغانی انتیک هنر"، "افغانی زوړ هنر"، "افغانی پخوانی هنر"، "افغانی لرغونی هنر"، "افغانی عتیقه هنر" او یا هم "افغانی بوډا هنر" ورته وایو. مهم دا دی چه تول افغانی ابتدایی هنری اثار چه ماقبل التاریخ تر مثلا پیل د عیسوی کال پوری اړه لری، تر همدا یو عنوان باندی یاد شی او هم تر همهغه یو نوم باندی ملت او جهان ته معرفی شی، تر څو مونږ افغانان او هم جهانیان پر باندی پوه شو چه زمونږ پخوانی هنری-کلتوری تولیدات څه و!

٢. دوهمه افغانی هنری دوره: مثلا د پیل د عیسوی کال څخه تر ظهور د دین مقدس اسلام پوری.
دلته هم تول هنری اثار چه د د پیل د عیسوی کال څخه تر ظهور د دین مقدس اسلام پوری یعنی په همدا تقریبا شپږ پیړی په افغانی خاورو کی تولید شوی دی د افغانی هنر د دوهمه هنری دوره تر نوم ثبت، ذکر، یاد او مستند شی.

٣. دریمه افغانی هنری دوره: له اسلام مقدس دین ظهور تر طالبان دولت اخر پوری. مثلا د اسلامی معماری او یا د مهندسی هنر، او یا د د قراات هنر د طالبان په وخت کی د ذکر ځای لری.

٤. ننی افغانی هنری دوره: چه را روانه ده.

په هر صورت افغانان له ماقبل التاریخ تر ننه پوری دهنر په مختلفو ساحاتو او یا دهنر په مختلفو برخو کښی هنری ظرافتونه مطرح او نن صبا هم یی کویی. دا چه مونږ نن صبا دا تول هنری افغانی ظرافتونه، همدا هنری نازکخیالی چه رنګه "صنف بندی"، "تقسیم بندی" او یا "تولګی ییز" کوو، دا زمونږ څخه دقیق کار غواړی.

زمونږ په "صنف بندی"، "تقسیم بندی" او یا "تولګی ییزکول" کی هم لکه په یو هنری اثر غوندی باید د شکل او فورم او د محتوی تر مینځ یو تعادل موجود وی.

البته نباید له یاده وباسو چه "هنری دوری" له "سیاسی" دوری څخه توپیر لری. په هنری دوری فقط هغه هنری مشخصات او هنری خصوصیات تر یوه مشخص دوره تر عنوان لاندی راتولیږی، خو مګر دا یو لوی پوښتنه ده چه ایا مونږ افغانان کولای شو چه خپل هنری تاریخی دوری له ماقبل التاریخ تر ننه پوری "صنف بندی" او یا "تولګی ییز" کړو؟

که ځواب مثبت وی، بیا څنګه، او په کومه عام فهمه دول کولای شو چه خپل افغانی هنری دوری "صنف بندی" او یا "تولګی ییز" کړو؟


د بین الافغانی سولی، امنیت، ثبات، ترقی او رفاه په هیله