د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناهیلي

نجیبه احمدزۍ 19.11.2015 12:06

دا د هیلو ډک بازار کې
د سوالکرو په قطار کې
ما جولۍ وه غوړولي
په خیرات کې مې غوښتلي
خوشحالې او آرزوګاني
هر چا پنډي جوړیکړي
هره بیه اخیستلي
ما تش سترګې غړولي
ارمانونه مې شمیرلي