د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

الوداع !

نجیبه احمدزۍ 31.07.2016 00:59

لیکونکي : نجیبه احمدزۍ

الوداع !
لاړم درنه پیښوره
پریمیښودل درته د ماشومتوب
د خاپوړو ځایونه
وړم راسره یواځي تش یادونه
خپل وطن ګل وطن ته
پوهیږم !
ډیر به مې یادیږې
د پیښور هغه ځایونه
چیرته مې چې خاپوړې کړي
چیرته مې چې د ژوند خوږي
او
ترخې شپي سبا کړي
چیرته مې چې هر قدم ایښودلی
چیرته مې چې سترګې غړولي
او
چیرته مې چې .......
نه پوهیږم !
څنګه دې هیر کړم پیښوره ؟
شاته رانه د نازولیو
او
زړه ته رانږدې قبرونه
او
هډونه پاتې کیږې
څنګه به یې په اخترونو کې زیارت کړم ؟
څنګه ؟
څنګه په وچو سترګو
او
مسکو شونډو درنه ولاړه سم پیښوره
څنګه ؟؟؟؟
ما خو ویل :
چې خښ به کړم د غمونو پیټۍ
ستا د دوبې په ګرمه لمن کې
او
ځم به خپل وطن ګل وطن ته
له نوې ژوند
او
ځولۍ ځولۍ ارمانونو سره
خو ! نه
دروند به سې نور هم
د غمونو پیتۍ
کله
چې واوړم د دنګو دنګو غرونو
او
پاتې سې راڅخه د غرونو تر شا
د نازولیو خاورې شوې هډونه
اې !
لاړم درنه په دردیدلي زړه
او
لمدو سترګو
وایم درته په وچو شونډو
او
لوند ګریوان الوداع
پیښوره