د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نیم پلو

نجیبه احمدزۍ 09.11.2015 12:09

لیکونکي : نجیبه احمدزۍ

نیم پلو !
هغه وخت دې د زړه
ښیښي راته ودرزولې
کله
چې دې معصومي له حیا ډکې سترګې
او
پر تندي شوتلې خال
د څوارلسمي سپوږمی مخ
په نیم پلو کې
راښکاره سو
اوس
ووایه
څوک ملامت دې
زه
او که ستا نیم پلو ؟؟؟