د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خپلواکې

نجیبه احمدزۍ 19.08.2015 13:14

ځوک وایې چې خپلواک یو دا ځه رنگه خپلواکې ده
نه مو واک نه مواختیار شته دا ځه رنگه آزادې ده
زنځیر د غلامې مو پښو لاسونو کې شرنگیږې
اجنبې ډول ته نځیږو ولی دا مو خپلواکی ده ؟
نن ناپاکه قدمونه ستا په پاکه خاوره گرځې
ستا ناموس باندی تیری کړې اوس هم وایې خپلواکې ده
هر یو کاڼۍ د وطن مو بیگناه په وینو رنگ ده
بیرحمې یې درته وژنې دا هم تاته سر لوړی ده
ته د ځه جشنونه لمانځې اتڼونه کړې گډیږې
د غفلت په خوب ویده خپل گریوان کې لږ سر ټیټ کړه
حقیقې خپلواکې غواړې ځان چمتو کړه قربانې ته
د خوشحال توره تر ملا کړه غلامې نه ځان آزاد کړه
نجیبه به هغه وخت د خپلواکې جشنونه لمانځې
چې اوچتې مو شملې وې بیا به گډ کړو اتڼونه