د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خیر الرازقین

قاضی طارق 17.11.2015 12:08

د قران کریم په پنځه وو ځایونو کې {َ خیرالرازقین} جمله راځي او مراد ترې دا دې چې الله سبحانه وتعالی هم په دنیا کې خیرالرازقین دې او هم په اخیرت کې ، اګر چې په دنیا کې به ظاهرا یو پاچا ، یو خان یو نواب او یا یو والی او وزیر خپلو نوکرانو او چاکرانو ته هم رزق ورکوی خو د دغې ورکړې اصلی منشأ ، او خالق هم الله جل جلاله دې ، ظاهرا به یې سبب یو بل مخلوق وی خو سرچینه او منبع یې الله دې ، خو دغه ظاهری ورکړه هم د الله ورکړې ته نه شی رسېدلای ، په دې کائیناتو کې موجود قوتونه او د رزق ظاهری ادرسونه ټول کمزوری دی نو که څوک د رزق د حصول لپاره چاته سرښکته کول غواړی نو په کار دا ده چې یوازې الله ته یې ښکته کړی ځکه چې هغه ترهرچا ډېر غوره او خیرالرازقین دې ، د قران کریم هغه پنځه ایتونه چې {َ خېرالرازقین} په کې راځی په لاندې ډول دی :
لومړې :
د بشریت په تاریخ کې خورا ډېرې خارق العاده او حېرانونکې پېښې او حوادث شته چې د انسانی او بشری طاقت نه پورته د کوم غېبی طاقت د ارادې په نتیجه کې څرګندې شویدی، یو له دغو نا اشنا او خارق العاده پېښو نه په عیسی مسیح د دسترخوان د نزول پېښه ده چې د هغې زمانې بشریت یې حېران او په عیسی علیه السلام باندې ایمان راوړلو ته اړکړ.
قصه داسې وه چې د عیسی علیه السلام اتباع را جمع شو اوعیسی علیه السلام ته یې و ویل : ایا ستا رب کولای شی چې یو داسې دسترخوان چې طعام په کې وی پر مونږ باندې له اسمان څخه را ښکته کړی؟..
نو عيسي عليه السلام دوئ ته و ويل چې د خدای نه و ویریږئ او دغسې غوښتنې له الله څخه مه کوئ ، خو دوئ ورته و ویل چې :
مونږ غواړو چې له دغه دسترخوان څخه خوراک وکړو او بل دا چې زړونه مو ډاډه او مطمئن شی ، او په دې هم پوه شو چې ته رښتینې یې ، او په دې باندې مونږ د ګواهی کونکو څخه شو ، نو کله چې حواریونو ډېر اصرار او ټینګار وکړ نو بالاخره عیسی علیه السلام خدای جل جلاله ته لاسونه لپه کړل سوال یې وکړ او و یې ويل :
ای الله ته پر مږنږ باندې د اسمان څخه یو دسترخوان را ښکته کړه چې د دغه دسترخوان د نزول ورځ زمونږ د ړومبنیو او روستنیو لپاره یو اختر شی ، او ای االله ته مونږ ته رزق راکړه ځکه ته خیر الرازقین او تر ټولوغوره رزق ور کونکې یې !!!
{ قَالَ عِيسَى ابْنُ مَرْيَمَ اللَّهُمَّ رَبَّنَا أَنزِلْ عَلَيْنَا مَائِدَةً مِّنَ السَّمَاء تَكُونُ لَنَا عِيداً لِّأَوَّلِنَا وَآخِرِنَا وَآيَةً مِّنكَ وَارْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ } .المائدة :۱۱۴
ژباړه : و ویل عیسی ځوی د مریم ای ربه زمونږ! را ښکته کړه پر مونږ باندې یو دسترخوان چې شی (وخت د نزول د دغه دسترخوان )مونږ ته یو اختر ، د پاره د ړومبنیو زمونږ او د پاره د وروستنیو زمونږ ، او وی یو نښه او دلیل ستا له لورې ، او رزق را کړه مونږ ته او هم ته یې غوره د رزق ور کونکیو .
نو الله پاک و ویل چې زه پر تاسو باندې د دغه دسترخوان را ښکته کونکې یم ، خو که وروسته له دې نه له تاسو څخه څوک کافر شی نو زه به هغه ته داسې یو عذاب ور کړم چې (د دغې زمانې ) د نورو عالمیانو هېڅ یو فرد ته یې نه ور کوم .
ترمذی شریف د عمار بن یاسر نه روایت نقل کړېدې فرمایې چې : رسول الله صلی الله علیه وسلم ویلی دی چې : دسترخوان له اسمان څخه را ښکته شو ډودۍ او غوښې په کې وې او دوئ ته امر وو چې خیانت به په کې نه کوئ او سبا ته به ذخیره ترې نه جوړوئ ، خو دوئ په کې خیانت وکړ او سبا ته یې ذخیره کړل نو څښتن تعالی مسخ کړل او په شادو ګانو او خنزیرانو بدل شول .
ولما روي عن عمار بن ياسر قال : قال رسول الله ( صلى الله عليه وسلم ) أنزلت المائدة من السماء خبزاً ولحماً وأمروا أن لا يخونوا ولا يدخروا لغد فخانوا وادخروا ورفعوا لغد , فمسخوا قردة وخنازير أخرجه الترمذي .
په هرصورت ، په عیسی علیه السلام باندې د اسمان څخه د دسترخوان را ښکته کېدل په هغه زمانه کې خورا ستره پېښه وه چې د دې پېښې د کیفیت او څرنګوالی په اړوند د مفسرینو او علماوو څخه ډېر زیات اقوال او نظریات را نقل شویدی ، تر کومه چې په دې مضمون پورې اړه لری هغه د عیسی علیه السلام د دعا هغه برخه ده چې فرمایې : { وَارْزُقْنَا وَأَنتَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ } مونږ ته رزق راکړه او ته غوره د رزق ورکونکو یې .
علماء او مفسرین دا وایې چې د عیسی علیه السلام قوم دغه غوښتنه د شک او یا اعتراض له کبله نه وه کړې ، بلکه دا خلک ډېر فقیران وو او خوراک څکاک ته یې خورا زیاته اړتیا درلوده ، نو عیسی علیه السلام د رزق د حصول لپاره دغه سوال وکړه او الله پاک ته قبول شو ، د یکشنبی په ورځ دسترخوان را ښکته شو او د هغې نه وروسته یکشنبه د عیسویانو د رخصتۍ ورځ وګرځېده .
دوهم :
څوک چې د خدای په لاره کې هجرت و کړي او بیا د خدای په لاره کې د جهاد په صفونو کې د کفارو له خوا و وژل شی او یا په خپل مرګ مړشی نو څښتن تعالی ورته رزق حسن (جنت ) ورکوی ، ځکه چې هغه خیرالرازقین دې .
{ وَالَّذِينَ هَاجَرُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ قُتِلُوا أَوْ مَاتُوا لَيَرْزُقَنَّهُمُ اللَّهُ رِزْقًا حَسَنًا وَإِنَّ اللَّهَ لَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ } . الحج : ۵۸.
ژباړه : او هغه کسان چې هجرت یې کړې له خپلو کورونو څخه په لاره د الله کې ( د اعلاء کلمة الله لپاره ) او بیا و وژل شی ( په جنګ کې د کفارو له خوا نه په جهاد کې ) او یا مړه شی ( په خپل مرګ په خپل کټ کې ) کې نو خامخا رزق به ورکړی دوئ ته الله روزي نيكه او بیشکه الله خامخا همدغه الله بهترین د رزق ورکونکیوڅخه دې ، یعنی د الله ور کړه د بلې هرې ور کړې نه پور ته ده ځکه چې رزق ور کوی چاته چې اراده وکړی د حساب نه په غیر .
{ لَيُدْخِلَنَّهُمْ مُدْخَلا يَرْضَوْنَهُ وَإِنَّ اللَّهَ لَعَلِيمٌ حَلِيمٌ } . الحج : ۵۹.
خامخا داخل به کړی (الله ) هرومرو دوئ په داسې یو ځای کې چې خوښ به کړی دوئ هغه (ځایونه د جنتونو) او بیشکه الله جل جلاله خامخا ډېر عالم ښه حلم لرونکې دې .
دریم :
ای پېغمبره ته خو په دعوت سره د دې خلکو نه کومه مزدوری نه اخلې ، ځکه چې د الله جل جلاله دین ته په بلنه تا ته ستا رب بدله درکوی اوهغه خیرالرازقین دې :
{أَمْ تَسْأَلُهُمْ خَرْجًا فَخَرَاجُ رَبِّكَ خَيْرٌ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ } . المومنون :۷۲.
ایا غواړې ته (ای محمده ! ) له دوئ نه بدله ، (یعنی دوئ داسی فکرکوی ای پیغمبره چې ته د دې رسالت او دعوت په اداء کولو کې له دوئ نه بدله او اجرغواړی نوله دې کبله دوئ پرتا ایمان نه راوړی) پس هغه بدله او اجرت د رب ستا ډیره غوره ده(یعنی رزق د رب ستا په دنیا کې اوثواب دهغه په اخیرت کې).
يعني ته بدله او اجر له دوئ نه ځکه نه غواړې چې کوم رزق چې الله پاک تا ته په دنیا او اخیرت کې مقرر کړېدې نو هغه د دوئ د خراج او بدلې نه ډیر غوره او بهتر دې { وَهُوَ خَيْرُ الرزقين } او همدغه الله جل جلاله ډیرغوره د ټولو رزق ورکونکیو دې .
علامه الوسی لیکلی دی : چې الجبائی په همدې استدلال کړېدې چې په افضال او بهتر والی کې د الله سره هیڅوک مساوی نه شته او کله ، کله بعضې بندګان بعضې نورو ته هم رزق ورکوی .
څلورم :
انفاق فی سبیل الله ته ترغیب دې ، د رزق تنګی او پراخی خو د الله جل جلاله کار دې ، او څه شئ چې تاسو د خدای په لاره کې لګوی هغه یې بدله در کوی ، نو تاسو په ازاد لاس د خپل در کړ شوی رزق څخه د خدای په لاره کې مصرف کوئ او هغه به یې بدله در کوی ځکه هغه خیرالرازقین دې :
{قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرِّزْقَ لِمَن يَشَاء مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ وَمَا أَنفَقْتُم مِّن شَيْءٍ فَهُوَ يُخْلِفُهُ وَهُوَ خَيْرُ الرَّازِقِينَ } سبأ : ۳۹ .
دې خلكو ته ووايه اي پيغمبر ه ! چې بيشكه ځما رب پراخوي رزق د چا لپاره چې اراده يي وكړي د خپلو بندګانو څخه ، او تنګوي يي د خپل بنده لپاره او هغه څه چې نفقه كوې يې تاسې له څه شي نه نو همدغه ځما رب يي عوض او بدله ور كوي د هغه ، اوهمدغه الله ډیرغوره دټولو رزق ورکونکیو دې .
پنځم :
د تجارتونو، نشو او تماشو په قیصو پسې ډېر مه ګرځئ ، د پېغمبر سنت او طریقې مه پرېږدئ ، څه شئ چې د الله جل جلاله سره دی له تجارتونو نشو او تماشو نه ډېر ښه دی، د الله جل جلاله دین کلک ونیسۍ الله خیر الرارزقین دې .
{وَإِذَا رَأَوْا تِجَارَةً أَوْ لَهْوًا انفَضُّوا إِلَيْهَا وَتَرَكُوكَ قَائِمًا قُلْ مَا عِندَ اللَّهِ خَيْرٌ مِّنَ اللَّهْوِ وَمِنَ التِّجَارَةِ وَاللَّهُ خَيْرُ الرَّازِقِينَ } . جمعه : ۱۱
ژباړه : او كله چې و ويني دوئ تجارت او يا لهوه تماشا یا ننداره ، نو خوریږی دوئ په لوری دهغې ، او پرېږدی دوئ تا ولاړ(خطبه ویونکې ) و وایه (ای محمده دوئ ته ) هغه څه چي د الله سره دي ډيرغوره دي له لهوی تماشې او تجارت نه او الله ډېر بهتر غور ه له ټولو رزق ور کونكيو دي .
لنډیز :
۱- که رزق غواړی نو دعیسی علیه السلام په شان د خدای نه یې وغواړه ځکه چې هغه خیر الرازقین دې .
۲- د خدای د لارې هجرت او جهاد ته ترغیب او تشویق دې ، یعنې څوک چې د خدای د لارې په هجرت او جهاد کې مړ او یا د کفارو له خوا و وژل شې څښتن ورته جنت او رزق حسن ورکوی ، ځکه چې هغه خېر الرازقین دې .
۳- د خدای لارې او د خدای دین ته بلنه او دعوت د نبی علیه السلام لاره ده او اجر بدله يې د الله جل جلاله سره لټوه او له بل چا یې مه غواړه ځکه چې هغه خېر الرازقین دې .
۴- د رزق پراخې او تنګې د هغه په لاس کې ده ، د خدای په لاره کې خپل مال لګوه او هېڅ تشویش مکوه هغه الله یې بدله در کوی تش لاس دې نه پرېږدی ځکه چې هغه خیرالرازقین دې .
۵- د تجارتونو، لهو ولعب ، نشو او تماشو په هوس کې ، د پېغمبر سنت او طریقې مه پرېږدئ ، کوم ثوابونه او اجرونه چې د الله جل جلاله سره دی له تجارتونو نشو او تماشو نه ډېر ښه دی، نو د الله جل جلاله دین کلک ونیسئ ، په هغه اعتماد او تکیه وکړئ هغه الله خیر الرارزقین دې تاسو ته به کافی رزق در کړی او ستاسو ټولې چارې به در سمې کړی .
او په یوه جمله کې به داسې و وایو چې د ژوند په ټولو اړخونو کې د خدای حکمونه و منئ له فقر او نېستۍ نه مه ویرېږئ ځکه چې د خورا غنی باچا بندګی مو اختیار کړې ده .