د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ورانه ماشوړه شوله

محمدالله ساپی 12.11.2015 11:58

حل یی نشته خدایه دا څرنګه معظله شوله
ورانه ماشوړه شوله
کال په کال غزیږی دا اوږده څومره جګړه شوله
ورانه ماشوړه شوله
حل یی نشته خدایه دا په څه جنجال کی ګیر شولو
ورانه ماشوړه شوله
درد او که غمونه دي زموږ نه را چاپیر شولو
ورانه ماشوړه شوله
په ټوله نړی لمر دی خو په موږه توره شپه شوله
ورانه ماشوړه شوله
هر یو بدرنګ فکر دلته یو په بل په زور منی
ورانه ماشوړه شوله
هر یو په پچه سور دی دلته پلار او نه څوک ورور منی
ورانه ماشوړه شوله
مړ وجدان ضمیر شو تش د مړو هدیره شوله
ورانه ماشوړه شوله
خلقیان که پرچمیان وو تیر دظلم یی دوران شولو
ورانه ماشوړه شوله
ډیر دلته موږ ولیدل ددین ټیکداران شولو
ورانه ماشوړه وشوله

په هره لار چی درومو هغه لار موږ ته کږه شوله
ورانه ما شوړه شوله
یو مشکل خو نه دی لکه بحر مشکلات لرو
ورانه ماشوړه شوله
ورکه له موږ لار ده جنجالونه څومره زیات لرو
ورانه ماشوړه شوله
ګرانه خپله خاوره په موږ باندی سره لمبه شوله
ورانه ماشوړه شوله
نه ویښیږی خلک که پری رنګ په رنګ ظلمونه دی
ورانه ماشوړه شوله
څوک چی هر څه کاندی پټه خوله پری ولسونه دی
ورانه ماشوړه شوله
لاره مو دهیلو او او امید څومره اوږده شوله
ورانه ماشوړه شوله
رنګ په رنګ دا خلک تل دا یو بل غولوی دلته
ورانه ماشوړه شوله
ما او تا پری وژنی مشران ښی مزی کوی دلته
ورانه ما شوړه شوله
ساپیه خپل وطن کی څومره سخته ګ‌‌ذاره شوله
ورانه ماشوړه شوله