د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تعلیم یافته او جاله وان

محمدالله ساپی 30.11.2015 12:23

يـــــــوه ورځې زمــــــا وروره سيـند پـــه غاړه
وه په غــــــاړه ددې ســـــــــيند جــــالــه ولاړه
يـــــــــو تعـليم والا ولاړ په انتـــــــــــــظار و
تيــــــريدو د سيند نه هغه غـاړه يې كار و
سيند هم ډير زيات په چپو باندې روان و
د جــالې خــــــواتــــه ولاړ يې جــــاله وان و
دا تعـــليم والا چـــــــې وختـــو جالـــــې تـــــه
چې يې پام شــو جــاله وان خوار قوارې تــه
جـاله وان خــــو اتــــه يــــې مـــخ ورواړولـــــو
بيا دده نه يې تعـليم خپل وپوښــــــــتلو
څـومـــــره كــــړى جـــالــه وانــه دې تعليم دی
غوږ دې ايښــــې كـله درس تــــه د معلم دی
جاله وان وېل نه اګــاه پــــــــه زيراو زور يــــــم
نــــــه الـف او نـــــــــه د بې ځنــــــــې خبر يـــــــم
د اوبــــو په سـر د كـب غوندې ګــــــر ځيـــږم
بـې لامــــبو نـه نــــور په هيـڅ زه نــه پوهـيږ م
دا تعليـم والا مـغروره شــــو ډير ځـــان تـــــه
بيا يــې داســې وويــــــلې جـالـــه وان تـــــــــه

بـې تعـليمه دا عبـــــــث ژونــــــد په دنيا دى
جـــــــــاله وانـــــــــه ستا خو نيم عمر تباه دى
جالــــــه وان ویل چې خبــرې دې رښتيا دي
بـــــې تعــــــليمه نو لا شپې څه په دنيا دي
ډيـــــر خــوابدى جاله وان شو د خپل ځانه
خــو جاله يې كـــــړه د سيند مینــځ ته روانه
چـې دسيند مينځ ته جاله په رسيدو شوه
شـــــوه ســورې جـاله يو دم په ډوبيدوشوه
ورخـطا شـو ډير دې وخت كې جاله وان
د تعليم والا يـــــې زر وكـــــــړو پرســــان
ویلې وروره په لامبو باندې پوهيــږې
نو وهــــــــه لامــــــبو كنــــه ګوره غرقيږې
با سواد ویل په لامـــــبو زه نــــــه پوهـــــــــــيږم
يـو څــــه وكــــړه او كه نه ګوره غرقـــــيږم
جالـه وان ویل چـــــې زه پاتـــــې بـــــې ســــواد يم
ستا خبـره چې نــــيــــم عمــــر ته بـرباد يم
چــــــې لامــــــبو وهـلى نشـــــې زمـــــا وروره
پـــــه دنيـــا كــــې دي روزي نشتـــه دى نوره


زما خــــــــير دى نيمايــــــې عمر غرقــــــيږي
او ســـــتا وينم چې ټول عمر دې ختـــــميږي
دا يـې وویل ټوپ يې كړلو د جـــــــــــــــالې نه
په لامبو يې كړو ځان خلاص د مرګ د خولې نه
دا ډيــر ويـــــــنم چې يو څو ټكي لږ زده كړي
دا پــــــه دوه ټــكو به ځـــان څومره غره كړي
علـــم ښــــــه دى علم ښــــــــــه دى علم ښه دى
خــو غـــرور او تكبر پرې هيڅ ښـــــــــه نه دى
مـــا ســــــاپي ته هغه كس بــدې ښـــكاريږي
چـې د ځـــــان په صـــــــفت باندې نه مړيږي