د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چیرته هیواده تا له جنګه یوسو

محمدالله ساپی 24.05.2015 14:46

د ظالم څنګه دې له چنګه یوسو
چیرته هیواده تا له جنګه یوسو
ټول ګاونډیان دې ښاماران شو درله
اوس دی نو موږ د چا تر څنګه یوسو
کله سور سور شې ته د سرو له لاسه
کله ستم د تور بدرنګه یوسو
ټوله دنیا درته رقیب رقیب شوه
بلې کری ته دی کوم رنګه یوسو
څومره چی کاندی امریکا ظلمونه
تری زیات پر سله د پرنګه یوسو
د ډیرو خپلو هم خیرن دي زړونه
څنګه د زړونو نه دی زنګه یوسو
کله چنګیز کله تیمور د لاسه
کله نادودی د اورنګه یوسو
ساپیه یو غم د وطن خو نه دی
دومره غمونه به یې څنګه یوسو