د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

خدایه په چا وژاړم

محمدالله ساپی 27.09.2015 13:53

ګرانه وطنه زه په کوم غم کې دا ستا وژاړم
په نن دې وژاړم که غم دې د سبا وژاړم

حیران یم پاتې چې دا څه کارونه کیږي دلته
ولې خاونده ناروا ظلمونه کیږي دلته
د بې ګناه خلکو هر خوا مرګونه کیږي دلته
د حکومت ظلم که په ظلم د ملا وژاړم

دا د پردو دسیسي دلته کامیابیږي ولې
دغه مظلوم ولس ټول عمر ازاریږي ولې
دا وران وطن زموږه نور پسې ورانیږي ولې
چې کیږي دلته زه په کومې ناروا وژاړم

ای دنیا والو دې مظلوم افغان نه څه غواړې نور
دې در په در او خوارو زار انسان نه څه غواړې نور
چې دی خپل ځان ته دی حیران حیران نه څه غواړې نور
په بد نیتې د پاکستان که امریکا وژاړم

موندلې څه تور دې چې خپل ورور سره نه جوړیږي
پرون وې هم په وینو سور او نن پرې هم لمبیږي
د ځان پوښتنه وکړه ولې ته په څه قتلیږي
د دې لویانو په رشوت او که په غلا وژاړم

یو غم خو نه دی ډیر غمونه را چاپیر شو رانه
د هیواد غم کې مې دا خپل غمونه هیر شو رانه
د ا ښکلی عمر مې په جنګ جګړوکې تیر شو رانه
ساپې وایې خدایه زه په کومې ما جرا وژاړم