د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ځنګل قانون

محمدالله ساپی 12.10.2015 14:36

پــه ځنګل كې يو ګيدړ په منډو سر و
لـــكه پيښ چى يې دسر چيرته خطر و
ګيـــــدړ ډيــر و ورخطا روان پـــه منډه
چې دا وباسي ځنګل نه ځان په منډه
چــې نـــــــاڅـــاپـــــــه د ليوه شـــو ورته پام
چــــې د ويــــــــرې لړزيده يې هر اندام
ليــوه وویل ګيـــــــــــدړه وروره ولئ
شوې څـــــــــه خبره داسې چې تــــه ځغلئ
ویلی شوی په ځنګل كې بيا څه چل دى
چې رااخستي دې په منډو ټول ځنګل دى
ګيــــدړ شو پـــــــه دې خــــبره پښه نيولى
وېل اعلان دې نـــــــوى نــــه دى اوريدلى
همدا اوس وشو ځنګل كې دا اعـــــــــلان
د پاچا نــــــــــــه شو جاري نـــــــــوي فرمان
چې د چا وي درى هګې ترې نه پري كيږي
دا پــــــــه ټولــــــــو حيـــــــواناتو تطبيقيږي
ليــــــوه ووېل نو ستا درى دي چې ډاريږې
چې يې دومـــــــــــره ورخطا او ټـــول رپيږې

ګيــدړ ووېل داســــــــې نــــــــــه ده زما وروره
دې اعــــــــــلان كـــې ده خــــــــــبره ګوره نوره
پرى كــــــــوي اول هګـــۍ او بيا يې شماري
ځكه زه پــــــــــه مـــــــــنډو ســــــر يم د ناچاري
چې ليـــــــوه دغــــــــــه خـــــــــبرې واوريدلې
ده هم سپكې كړې ځنګل نـــــــه پښې خپلې
هم زمونږ په ګران هيواد كې داسې حال دى
لــوټ تالان چې د هــر چــــا په سر او ما ل دى
بـــــــې ګـــــناه خلك دي ورځ په ورځ قتليږي
پـــــــــــــه ودونـــــــــو جــــــــنازو بمباري كيږي
د ځنګل قـــــانون جـــــاري دی دي هيواد كې
مـــــدني خلك اخـــــــته دي پــــــــه فساد كې
د هشتګرد پـــــــه نوم اوله كې موږ مړه كړي
پخپل كـــور كې دوې يرغل راباندي وكړي
بر ناحــــق مو پخپل كور كې شهيدان كړي
ما شومــــــــانو بــــــــه دوينو رود روان كړي
چې يې وګــــــــــوري بيا ښځي ماشومان وي
نــــه عـــــــرب پاكستاني نــــــــــه طالـــبان وي
چې خـــــــــبر ورنــــه ميډيا او مطبوعات شي
پـــــــه ظـــــــالم چې داخلي فشار لږ زيات شي
د مــــــعافۍ پـــــــــه نامــــــــه نشر يو خبر كړي
يا يـــــــو څـــــــو روپۍ د مـــــړو په سر ور كړي
د افغــــــــــان ويــــــــنه ده، ده دومـــــــــره ارزانه
زمـــــــــوږ مرګ دى هـــــــر ظالم تـــه ډير اسانه
پــــــــه تخنيك ددوې لعنت شـــــه هزار وارې
چي ترهګر او ډاکټر يو رنګ ورته ښكارې
د ســـــــاپي زړګــــــې بــــــــــه ولې نه خوږيږي
دهــــــــــر خوانه دي ظلمونه په مـــوږ كيږې