غزل
12.08.2015 14:16ناست یم لاس تر زنی ده بی یاره زندګی
چی یار چاسره نه وی ده بی کاره زندګی
که چیرته می بیا یار شو زما خواته رانژدی
خوشحا له به زما شی په څو واره زندګی
په خوله کی د بلا یو مرګی وازه خوله نیولی
ده څومره ده زموږ دلته نا چاره زندګی
یوه لاره داسی نشته چی پری ټول ملت روان شی
هر چا دلته اختیار کړه په هر لاره زندګی
ګوزارو د یو ښکلی چی یی کړم په داسی حال
زما یی کړله ورانه سمد واره زندګی
ډیر راغلل پسرلی او موږ پری پوه نشو تیر شول
زموږ ده په قسمت کی بی بهاره زندګی
رڼا په تمه تیر کړه موږ ساپیه ډیر کلونه
تیاره ده او ده همداسی بی سهاره زندګی