د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ویرنه

محمدالله ساپی 23.08.2015 16:28

چی یی حل نشته دا څرنګه معما ده
هره نښه د ویشتلو مو خطا ده
د اسمان کاڼی همداسی په مو ږ اوری
فلک هر وخت یخه کړی په موږ خوا ده
د وطن چی غم لړلی تاریخ ګورم
هره کرښه کی د وینو مشغولا ده
هر ه ورځ راځی د بلی غم لړلی
نه پوهیږو څه خطا څه مو ګناه ده
د ګلونو غوندی څا نګی خاوری کیږی
کور په کلی کی ژړا ده انګولا ده
سرو روسانو دلته ښه قصابی وکړه
نن یی مرګ لره راغلی امریکا ده
هم دا خپل زموږه زیات دی د پردیو
ددوی توره خو د هر چا نه بالا ده
هر سړی وینم ظالم دی تر خپل وسی
انصاف کډه کړی دی ځای نه پخوا ده
واړه وینم په کږوو لارو سم دی
لاره ورکه د امی هم د ملا ده
لږ سر ښکته کړی پخپلو ګریوانو کی
ولی بر خه کی دا ستاسو تل ژړا ده

د مرګونو د فتوو صادرونکی
هغه ناست بی غمه خواته یی لیلا ده
دلته هره ورځ ماتم کول پکاردی
دلته جوړه هره ورځی کربلا ده
هره ورځ مو د ځوانانو وړی سرونه
د ی وطن باندی نازله څه بلا د ه
د وژلو او ورانیو بازار تود دی
د څو کالو نه جاری یو ه تما شا ده
د اسلام تر پردی لاندی ګاونډیان مو
همیشه ورنه لیدلی موږ جفا ده
د ړندو په شان هر چا پسی روان دی
ته به وایی دا ټولنه نابینا ده
ته ویده یی د خپل ځانه خبر نه یی
ستا د سر شوی د مخکی نه سودا ده
بی وژلو یی څه زده نه دی خاونده
دا دی څرنګه مخلوق څنګه پیدا ده
ټوپک لری کړه خدمت ته یی شه وړاندی
که دی مینه د وطن سره رښتیا ده
خلاص وطنه شی د ټولو بد بختیو
د ساپی د رته همیش د غه دعا ده