د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

نظم

محمدالله ساپی 20.12.2014 13:19

په یوه ښار باندی ډیر راغلل سیلابونه
اوبو لاندی کړل د ښار واړه کورونه
یو نفر لاړه دونی سر ته جیګ شو
د الله نه یی د سر غوښتل خیرونه
په دی وخت کی څو کسان جاله کی راغلل
دی نفر ته یی وکړل اشارتونه
ویلی راشه ته هم موږ سره ځایږی
دی سیلاب نه چیرته وباسو ځانونه
دی سړی ویل تاسو ځی زما رب شته دی
ما هم دلته به په امن کی سا تینه
که دی خلکو ورته ډیره زاری وکړه
دی نفر ورته کینښودل غوږونه
هغه خلک تری پخپله مخه لاړل
په دی وخت کی نور هم ډیر شول بارانونه
لږ سات روسته یوه څرخي طیاره راغله
دی نفر ته یی کړه ښکته ځنځیرونه
ویلی زر کوه راخیږه طیاری ته
ستا په شانته هم ډیر بند دی عالمونه
سړی لاس په اشاره خلک ځواب کړه
د نه تلو یی ورته ورکړل ځوابونه
تا سو ځی زما رب شته دی ما به ساتی
دا غیبی به په ما وکړی احسانونه
چی د جهاز والا شول پوی چی نه راخیږی
طیاری وکړل بل خواته پروازونه
په لږ وخت کی اوبه نوری شولی ډیری
ده شروع کړل خدای ته ډیر ډیر فریادونه
ویلی خدایه ته می وینی ما به ساتی
زه لرم له تانه ډیر ډیر امیدونه
په دی وخت کی یوه کښتی یی خواته راغله
دی نفر ته یی ډیر وکړله غږونه
ویلی زر کوه راوخیږه کښتی ته
سیلاب یوړه دلته لوی واړه ښارونه
سړی ویلی تاسو لاړ شی نه درخیږم
زه لرم په خدای باور او یقینونه
هم کښتی ورنه پخپله مخه لاړه
ده نجات لپاره خدای ته کړه سوالونه
چی یو دم ورباندی لویه چپه راغله
سر تر پښو پوری یی ډوب شول اندامونه
لنډه دا چی سړی غرق شو په سیلاب کی
ورنه پاتی شوه دنیا او اولادونه
اخرت کی یی الله سره دیدار شو
سړی وکړی تری ګیلی شکایتونه
ویلی ما خو تاته ځان وو خپل سپارلی
بی له تا می په چا نه وواعتبارونه
خو تا غرق کړم په اوبو کی لویه خدایه
وکړه ما سره دی خدایه ډیر ظلمونه
خدای ویل ورته چی ای جاهل انسانه
ما درولیږل دوه دری ځل کومکونه
خو تا خپله په ځان وکړه ځکه غرق شوی
قبول نه کړل تا زما ټول اسبابونه
ما دری ځلی ستا اوبو کی خبر واخست
تا پخپله خپل ظایع کړل ټول چانسونه
سبب ساز د هر یو کار خو پاک سبحان دی
په مخلوق خپل ډیر رحیم او مهربان دی